
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان-ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارو تخنيکي ډلو د تورغونډۍ بندر د ظرفيت لوړونې، د سوداګريزو انتقالاتو په چټکوالي، منظموالي، ټرانزيټ او يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو بحث وکړ.
دغې ادارې لیکلي، د غونډې په پیل کې په هرات کې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او د اوسپنې پټلۍ له لارو څخه د انتقالاتو د زیاتوالي لپاره يې ژمنتیا څرګنده کړه.
دغه ادارې زیاته کړې، چې له غونډې وروسته ټاکل شویو ډلو د تورغونډۍ سټیشن له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د سټیشن د ظرفیت لوړونې په پار د تخلیې او بارګیري لپاره د نویو هنګرونو او فرعي ګواښونو د جوړېدلو لپاره یې ساحې مشخصې کړې.
د دې تر څنګ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د ترکمنستان د سرحد اباد سټیشن په تورغونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند چارې د اوسپنې پټلۍ ادارې له کارکوونکو سره تنظیموي او د قطارونو مانورینګ او ټرافیکي چارې به هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکي مخته وړي.
له غونډې وروسته ګډ پلاوي د تورغونډۍ -هرات پروژې د لارې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ سټیشن او د هرات ولایت هوایي ډګر او صنعتي پارک ته څېرمه د یادې پروژې له وروستي سټیشن څخه هم لیدنه وکړه.
څو ورځې وړاندې هم د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی له افغان لوړپوړو چارواکو سره په ګډه له تورغنډۍ سټیشن او اړوند تاسیساتو لیدنه کړې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې له مرکزي قرارداد محروم شوي او د دوو کلونو لپاره به په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه نه لري.
کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پریکړه یې وروسته له هغه کړې چې دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کړې.
د بورډ په وینا؛ د لوبغاړو دغه کار”د ادارې او ملي ګټو خلاف دی.“
په اعلامیه کې راغلي، چې دغو لوبغاړو ځکه د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو ټينګار کاوه، چې غوښتل یې په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي.
دغو لوبغاړو غوښتل چې د افغانستان په استازیتوب له لوبو څخه چې د بورډ په وینا یو ملي مسوولیت دی، ځان وباسي او ځکه بورډ دغه انضباطي پرېکړې وکړي.
په اعلامیه کې د کرېکټ بورډ د یوه چارواکي له قوله لیکل شوي، چې فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرېکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه.
کرېکټ بورد وايي؛ د دغې ستونزې د هواري لپاره یې یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی و او هغوی پرېکړه کړې، چې دغو درې لوبغاړو ته به تر یو کاله پورې مرکزي قرارداد نه ورکول کیږي، تر دوو کلونو په بهرنیو لوبې کې د ګډون اجازه نه لري. کرېکټ بورډ به خپله دغه پرېکړه د کرېکټ له نړۍوالې شورا او اسیايي شورا په ګډون له ټولو ښکیلو اړخونو سره شریکوي چې په جدي توګه عملي شي.
کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پرېکړه یې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې، ځکه د دوی د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنه کړي.
تر اوسه د کرېکټ بورډ د دغې پرېکړې په اړه د ملي لوبډلې دغو درېیو لوبغاړو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشیر د عبدالله خېلو په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو رینجر موټر برید شوی دی. د ازادۍ جبهې ویلي، چې په پېښه کې یې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوې سرچینې ویلي، چې د طالبانو پر موټر د "لاسي بم" برید شوی او لږ تر لږه "دوه کسان" پکې وژل شوي دي.
د دغې پېښې مسوولیت د افغانستان د ازادۍ جبهې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
افغانستان انټرنشنل نه دی توانیدلی، چې په خپلواکه توګه د سیمه ییزو سرچینو دا څرګندونې تایید کړي.
طالبانو لا د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مشهد له والي یعقوب علي نظري سره په کتنه کې د افغانستان-ایران ترمنځ په سوداګریزو، ټرانزیتي، ریل پټلۍ او زراعتي برخو کې د پرمختګ او بازار موندنې په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې لیکي، چې متقي د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په ۴مه) په مشهد کې له ایراني چارواکو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل څو په مشهد کې له افغان کډوالو او مېشتو سوداګرو سره ښه چلند وکړي.
دغه راز دواړو لوریو ټینګار وکړ، چي په یادو برخو کې د شته او رامنځته شویو فرصتونو څخه ښه استفاده وشي؛ تر څو د دواړو هیوادونو په هر اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ لامل شي.
د راپورونو له مخې؛ د مشهد والي ایران او په ځانګړې ډول مشهد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر مهم او مثبت وباله.
تر دې مخکې د مشهد والي له یو سوداګریز پلاوي سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په موخه افغانستان ته سفر کړی و او په دې غونډه کې هم په افغانستان کې د ایراني سوداګرو د کار د اسانتیا او د همکاریو پر پایلو خبرې شوي.
د یادولو ده، چې مولوي امیرخان متقي د یکشنبې په ماسپښین هم په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر او استازي کاظمي قومي سره کتلي دي.
د تعامل پالیسي په دوه ډوله ده: منفي تعامل او مثبت تعامل. د مثبت تعامل د پالیسۍ د سیاست په اساس دا ممکنه ده، چې د یو هېواد امنیتي او اقتصادي بڼستونه تقویه او د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې شي.
خو د منفي تعامل د پالیسۍ په اساس د هېواد امنیتي، اقتصادي او سیاسي بڼسټونه له منځه ځي او یا سخته ضربه خوري او د هېواد ملي ګټې متضرره کیږي.
منفي تعامل هغه وخت رامنځته کیږي، چې د جنګ اصلي خوا یا خواوې څنډې ته او نړۍوال او یا سیمه ییز هېوادونه د جنګي ډلو او اشخاصو سره د خپلو محدودو اهدافو په خاطر جوړ جاړې یا تعامل وکړي.
منفي تعامل د حکومتونو له خوا هم تر سره کیږي، چې د نظام او ادارو د تقویې په عوض د افرادو او ډلو سره د منفي تعامل له اړخه بېلابېل امتیاز ورکوي. د بد یا منفي تعامل په پایله کې حکومتونه او نظامونه سقوط کوي. په کورنۍ کې هم منفي تعامل ښه پایله نه لري.
د منفي تعامل په پایله کې حکومتولي خرابیږي او د خرابې حکومتولې په رامنځته کېدو سره نظامونه او حکومتونه له منځه ځي.
که د افغانستان لنډ پنځوس کلن تاریخ ته کتنه وکړو، نړۍوالې او سیمه ییزې ټولنې د افغانانو د سیاسي ډلو، حکومتونو او افرادو سره همېشه منفي تعامل درلود. د داود خان جمهوریت د محدودو کسانو سره د منفي تعامل په مرسته کودتاه وکړه او کله چې قدرت په زور ونیول شي؛ نو خامخا به خپلو ملګرو ته امتیاز ورکوئ او د حکومتولۍ اساس همدلته له خرابۍ سره مخامخ کیږي.
د څو محدود کسانو سره د ولس او موسساتو د تقویې په عوض منفي تعامل صورت نیسي. پایله یې همدا شوله چې د داود خان جمهوریت د پوځي کودتاه په کولو سره له منځه لاړو.
د خلق ډېموکراتیک ګوند هم د پخواني شوروي اتحاد سره د منفي تعامل په نتیجه کې رامنځته او قدرت یې د کودتاه له لارې ونیوه. بیا هم قدرت د یو حزب په کنترول کې و او په مقابل کې مخالفین د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو او هېوادونو له خوا تقویه شول.
دلته دوه اړخیزه منفي تعامل رامنځته شو؛ پایلې یې دا وې چې د خلق ډېموکراتیک ګوند حکومت د مجاهدینو او هم د داخلي منفي تعامل په وسیله رانسکور شو.
مجاهدینو هم د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره او همدا شان د نړۍ د مذهبي افراطي ګوندونو او ډلو سره منفي تعامل درلود. له دواړو اړخونو نه د ولس ګټې مطرح نه وې بلکې د قدرت نیول او ساتل مطرح وو. پایله یې بیا همدا شوله چې نویو نیابتي جګړو ته یې دروازه پرانیستله او داخلي جګړې رامنځته شوې، د افراطي، جنایي او ترورستي ډلو نفوذ نور هم زیات شو.
طالبان هم په لومړي دور کې د منفي تعامل په نتیجه کې رامنځته شول. یوه طبقه حاکمه وه او پنځه کاله یې د احوال شخصیه د مسایلو نه نور څه مطرح نه کړل. افغانستان د جهاد د دورې او داخلي جګړو له امله د عربو د افراطي ډلو په ځاله بدل شوی و او پایله یې د امریکا او ناټو مداخله او شل کاله نیابتي جنګونه شول.
د دغه منفي تعامل پایله هم ناکامه وه. جمهوریت هم په شل کلن دور کې د جنګونو له امله په ډېرو مواردو کې د ولس د حمایت او د موسساتو د تقویې په عوض د افرادو او سیاسي ډلو سره منفي تعامل درلود او پایله بیا هم د نظام سقوط وه.
د تېرو تاریخي تجربو په نظر کې نیولو سره د طالبانو اوسنی تعامل د ولس، سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره منفي تعامل دی؛ پایله به خامخا منفي وي.
منفي تعامل ځکه دی، چې طالبان د ولس د سکون، ښیرازې او پرمختګ لپاره پلان نه لري بلکې کوښښ کوي، چې د ټوپک د برچې په زور پر ولس حاکمیت وکړي. د برچې په زور حکومت نیولی شي؛ خو د برچې په څوکه څوک کیناستلې نه شي.
د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د دوی د تعامل فرموله هم منفي ده او همدا علت دی، چې تېرو دوه نیمو کلونو کې هېڅ یو هېواد د طالبانو حاکمیت په رسمیت ونه پېژنده.
په منفي تعامل کې د متقابل لورو ګټې مطرح دي نه د ولس ګټه او سکون. طالبان غواړي چې د تعامل په نتیجه کې په قدرت پاتې شي او دنیا دوی په رسمیت وپېژنې. نړۍ او سیمه يیز هېوادونو ته هم د افغانانو ګټې او سکون مطرح نه دی؛ بلکې غواړي چې خپل محدود اهداف د طالبانو سره د تعامل په اساس تر لاسه کړي.
د منفي تعامل د عسل شپې یا هانې موون شپې همېشه لنډې وي او نه شي کولی، چې د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو او هم د ولس سره په ښه توګه دوام وکړی شي. یا په بله اصطلاح دغسې حالت ته چې افغانستان د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې استازی نه لري، سفارتونه او بانکي سیستمونه فلج وي، فزیکي، رواني او بشري امنیت نه وي او خلک کوښښ کوي، چې له هېواد څخه ووځي، نیم بسمل یا نیم ژوبله حالت وایي؛ که د نیم ژوبله مرغۍ تداوي ونه شي، خامخا به مرګ ته شپې او ورځې تېروي او پایله به مرګ وي.
که مثبت تعامل نه وي؛ نو د یو ملک د ښکته رتبه مامور په لیدو هم طالبان ځانونه غولوي او فکر کوي، چې دنیا دوی په رسمیت پېژني. منفي تعاملات همېشه زیاته استخباراتي برخه لري او د استخباراتو تعامل همېشه د غیر مشروع ډلو، جنایي او حتا ترورستي ګروپونو سره وي؛ تر څو په هغوی کې نفوذ او یا کنترول ولري او یا د استخباراتو پروژې عملي کړي؛ خو د دغه تعامل ګټه خپل ولس، یعنې افغانانو ته نه رسیږي.
د همدغه منفي تعامل په پایله کې تاسي ولیدل، چې د طالبانو څلور نور لوړ پوړې چارواکي په تورلست کې داخل شول. د ملګرو ملتونو چوکۍ یو ځل بیا سږکال طالبانو ته ورنه کړل شوه. د افغانستان پیسې اوس هم د امریکا له خوا کنګل پاتې دي.
هېڅ یو هېواد لا تر اوسه طالبان د حکومت په حیث په رسمیت نه دي، پېژندلې ځکه له طالبانو سره او د طالبانو د نورو سره تعامل ټول منفي تعامل دی.
مثبت تعامل هغه دی، چې یو هېواد قانونمند او مشروع حکومت ولري. د قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره، د ولس او حکومت تر منځ اړیکي د قانون له مخې تعریف شوي وي. د قانون په اساس تعریف شوي چوکاټ کې ټول ولس (ښځې او نر) د کار، ژوند، سیاست او د بیان ازادی حق ولري.
د قانونمند او مشروع حکومت سره د سیمه ییزو او نړۍوال قدرتونو او هېوادونه اړیکې هم مشروعیت لري. هر ډول اقتصادي، سیاسي او یا نورې نړۍوالې لوظنامې او برنامې مشروعیت پېدا کوي او راتلونکی حکومت هغه پرېکړې او لوظنامې نه شي چلنج کولی.
که قانونمند او مشروع حکومت نه وي، د هر هېواد او یا کمپنیو او تجارانو پرېکړې ټولې غیر قانوني او غیر مشروع حیثیت لري او راتلونکې حکومت نه یوازې دا چې هغه لغوه کولې شي بلکې د خسارې غوښتنه هم کولې شي.
د پورته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، دا مهمه ده چې د افغانستان په مسایلو کې ټول دخیل اړخونه د منفي تعامل په عوض، مثبت تعامل لپاره لاره هواره کړي، چې څنګه یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته شي.
دا کار یوازې د فکر په تغیر سره امکان لري، چې ټولې خواوې خپل منجمد فکرونو او نظرونو ته د مثبت تعامل لپاره تغیر ورکړي. د مثبت تعامل په پایله کې افغانستان د نړۍ په سټیج کې حیثیت درلودلی شي. د مثبت تعامل په پایله کې افغانانو ته او هم ټولو دخیلو خواو ته ګټه رسیږي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا په کورمه کې د راکټ د مرمۍ د لګېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د کورمې د بوشېرو اوسېدونکي وايي، چې دا د راکټ مرمۍ له جوزاک کلي څخه د دوی پر خوا راتوغول شوې ده، چې له امله یې یادو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورمې پولیسو دا پېښه تایید کړې؛ خو د پېښې د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
پولیسو زیاته کړې ده، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
په کورمه کې وخت ناوخت د شعیه او سني مذهبو تر منځ نښتې رامنځته کیږي او ځینې وختونه دوو کلو تر منځ د ډزو تبادله هم کیږي.