• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک کې د یوه قومي مشر په موټر چاودنه کې د هغه ورور وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۵ GMT+۰

پرون دوشنبه ماښام د (مرغومي څلورمه) د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د ملک عالم جان په نوم یو قومي مشر په موټر پسې د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې له امله یې د هغه ورور اکبر جان پکې وژل شوی او د ملک عالم جان په ګډون دوه تنه پکې ټپیان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل چې چادونه د ملک عالم جان د سورلۍ په موټر شوې چې ټپیان یې په سیمه کې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

هغه وايي، ملک عالم جان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په وزیرستان کې د مېشتو ازبک وسله والو په وړاندې د جګړې مشري هم کړې وه. او اوس د زلېخيل په نوم قبېلې د نهه کسیزې شورا غړی و.

دغه چاودنه د سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه څخه لوېديځ لور ته په ۱۶ کیلو مترۍ کې د ملک عالم جان د کور خواته شوې.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د سرچینې په خبره څو ورځې وړاندې هم د ملک اسلم نور په نوم یو قومي مشر له خپلو دوو زامنو سره په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی و.

خبریال لال وزیر وايي، ملک اسلم نور او ملک عالم جان دواړو قومي مشرانو په سیمه کې له ځايي حکومت او پوځ سره نږدې اړیکې لرلې.

ویل کیږي په دې وروستیو کې په وزیرستان کې یو ځل بیا د قومي مشرانو د په نښه کولو او وژلو پیښې زیاتې شوې او ځايي حکومت یې په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مریخ ته د ناسا د لېږدول شوي هلیکوپتر وروستي عکسونه پر کایناتو د بشر د سپړنې اثر ښیي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۳ GMT+۰

پروسږکال د ناسا هلیکوپتر چې اوس مهال د مریخ په سطحه الوتنه کوي، هغه څه وموندل چې شنونکي یې د "نړۍ ویجاړونکی حالت" بولي. دغه وروستي عکسونه یو ځل بیا دا ښیي چې څنګه بشر د کایناتو د سپړنې پر مهال خپل کثافات پر هر ځای پرېږدي.‌

دا ناشونې ده، چې د څو میلیارده ډالرو فضایي بیړۍ بلې سیارې ته ولېږدول شي پرته له دې، چې یو څه کثافات هلته پاتې شي. د مریخ له سطحې اخیستل شوي عکسونه په دغه سیاره کې د ویجاړې شوې فضايي‌ بېړۍ پاتې شوني ښیي.

سره له دې چې د فضاء ننداره یوه زړه راښکونکې چاره ده؛ خو د مریخ پر سطح پرتې دغه ټوټې د هغه فضايي بېړۍ پاتې شونې دي، چې د ناسا هلیکوپټر یې مریخ ته رسولی چې د مریخ له بېلابېلو سیمو ځمکې ته عکسونه راولیږي.‌

د ناسا (NASA) د مریخ د ویجاړیدو مطالعه د Ingenuity د لینډینګ تجهیزاتو له خوا پرېښودل کېدی شي ساینس پوهانو سره مرسته وکړي، چې په نورو سیارو کې د فضايي بېړیو د ځمکې لپاره غوره لارې ومومي.

په هرصورت؛ دا د انسان سپړنې خورا ډېر لګښت هم په ګوته کوي او مهمه نه ده چې موږ څه وکړو ، هر کله چې موږ بلې سیارې ته ځو ، زموږ په شا کې به تل د کثافاتو ډنډ پاتې وي.

په مریخ کې د ویجاړې شوې بېړۍ دغه عکسونه کولی شي چې ساینسپوهانو سره مرسته وکړي، چې په فضايي ماموریتونو کې د داسې کثافاتو د نه پاتې کېدو لپاره نوې لارې چارې وګوري.‌

دغه عکسونه په همدې حال کې د بشر له خوا د کایناتو د سپړنې پر مهال د لویې بیې پرې کولو ته هم اشاره کوي او دا چې که مونږ هر څومره هڅه هم وکړو؛ خو بیا هم کله چې نورو سیارو ته ځو، نو هلته به د کثافاتو یو لویه ډېرۍ پرېږدو.

د مریخ پر مخ د فضايي بېړۍ پاتې شوني
100%
د مریخ پر مخ د فضايي بېړۍ پاتې شوني

د فضاء د سفر لګښت لا د مخه خورا ډېر وو، د دې فضایی بېړیو جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو لګښت څخه د تیلو لګښت پورې چې دغه بېړۍ فضا ته رسوي.

مګر کله چې تاسو دا هم په پام کې ونیسئ، چې زموږ فضایي ماموریتونه په نورو سیارو کې څومره کثافات پرېږدي، نو دا به سخته وي چې څوک دغو کثافاتو وضعیت ته د حل لارې د پېدا کولو په اړه فکر ونه کړي او د لارو چارو د پېدا کولو په اړه غږ پورته نه کړي.‌

په دې اړه لا د مخه د پام وړ پرمختګ شوی دی. سره له دې چې په مریخ کې د ناسا ویجاړه شوې بېړۍ ښیي چې موږ هلته څومره کثافات پرېږدو؛ مګر د بیا کارېدونکو فضايي راکټونو رامنځته کېدل د ضایعاتو د اندازې کمولو کې مرسته کوي.

د بشر هر فضايي ماموریت په فضاء او نورو سیارو کې خورا ډېر کثافات پریږدي. هغه څه چې اوس یې مونږ باید وکړو دا دي، چې داسې یو لاره پېدا کړو چې مریخ ته لېږدونکې فضايي بېړۍ به له دې پرته چې هلته خورا ډېر کثافات پرېږدي، خپل ماموریت ترسره کړي.

د ایران ملېشو د عراق په شمال کې د امریکایي ځواکونو پر اډې برید کړی

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۱ GMT+۰

د وای نټ خبري ویب پاڼې د راپور له مخې؛ د عراق په شمال کې د الحریر هوايي اډه د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوې ده.

راپورونه همداراز زیاتوي، چې دا اډه د امریکايي پوځيانو د اوسېدو ځای دی.

د "عراق اسلامي مقاومت" چې د ایران د ملېشو د متحدو ډلو یوه شبکه هم په کې شامله ده، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د یادولو ده، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د ایران نیابتي ډلو په پرله پسې ډول په سیمه کې د امریکا او اسراییل پر ګټو بریدونه کړي دي.

نتنیاهو د حماس له لوري د يرغمل شويو کسانو په غبرګون کې پر غزې د پوځي فشار ټينګار کړی

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دغه هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل، چې د حماس څخه د يرغمل شويو کسانو د ژغورنې او بېرته راګرځولو لپاره تر وروستي حده هڅې کوي. نتنياهو پر داسې مهال پارلمان ته خبري کولې، چې د حماس له لوري د يرغمل شويو کسانو کورنۍ هم وې.

د اسراييل لومړي وزير په پارلمان کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د حماس له لوري د يرغمل شويو کسانو د خلاصون هڅې به وخت ونيسي څو پايله يې معلومه شي.

د نوموړي په خبره، چې هم مهاله پر غزه د «پوځي فشار» دوام ته اړتيا لري.

نتنياهو ټينګار وکړ، چې د روسې او چين له ولسمشرانو ولاديمير پوتين او شی جينپينګ سره يې هم اړيکه نيولې او له دوی يې غوښتي؛ څو په شخصي ډول د حماس له خوا د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره ګام واخلي.

د نوموړي په خبره، چې د اسراييل لپاره د جګړې پرته بل انتخاب نه شته، چې برياليتوب ته ورسيږي.

اسراييلي رسنيو ويلي، چې د حماس له لوري د برمته شويو کورنيو غړو د دغه هېواد په پارلمان کې د لومړي وزیر نتنياهو وينا ودروله او هغه يې وغانده.

د يادوني وړ ده، چې تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي کسان چې ډېری یې اسراییليان دي، لا هم له حماس سره بندیان دي.

د برېتانیې پخوانی سفیر: په افغانستان کې باید داسې حکومت جوړ شي چې د ټولو خلکو هېنداره وي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا پخوانی سفیر وايي، چې په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې د دغه هېواد د خلکو هېنداره وي او ټول افغانان په کې خپل انځور وویني. نیکولاس کی وویل، چې دا مهال د افغانستان یوه کوچنۍ برخه چې د طالبانو استازیتوب کوي په هېنداره کې لیدل کیدی شي.

ښاغلی کی په دې باور دی، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د افغانستان له سیمه ییزو او نړۍوالو شریکانو سره د یو داسې حکومت د جوړولو په لور کار وکړي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې طالبان باید په پای کې دا وویني، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوازینۍ د پام وړ لار د هېواد په حکومت کې د ټولو خلکو شتون دی.

دغه برېتانوي ډېپلوماټ وويل، چې ټولو قدرتونو له افغانستان څخه د نشه يي توکو پر قاچاق، د بشري حقونو پر وضعيت او اقتصادي ناکرارۍ ناخوښي څرګنده کړې ده.

د قدرتونو اختلاف په افغانستان او نړۍ کې د ملګرو ملتونو د بریا مخه نیولې ده

د افغانستان لپاره د برېتانيا پخواني سفير په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه وويل، چې د امنيت شورا د غړو تر منځ اختلافات د دې لامل شوي، چې ملګري ملتونه په افغانستان، غزې او نورو هېوادونو کې رول ونه لوبوي.

هغه وویل، چې ملګري ملتونه د قدرتونو له ملاتړ پرته هېڅ نه شي کولی.

ښاغلي کی وویل، چې د افغانستان وضعیت د ملګرو ملتونو لا فعال رول ته اړتیا لري؛ خو په امنیت شورا کې د اختلاف له امله په افغانستان کې دا کار په اسانۍ سره نه شي کولی.

هغه وویل: «ملګري ملتونه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو سره د مرستې لپاره په بریالیتوب سره خپل رول ته دوام ورکوي؛ خو که له سیاسي اړخه ورته وګورو، دا کار نور هم ستونزمن شوی دی. ملګري ملتونه په سختۍ سره نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو سیمو لکه غزه او اوکراین کې هم خپل سیاسي رول نه شي پوره کولی. همدا لامل دی چې غړي هېوادونه په تېره بیا د امنیت شورا غړي هېوادونه لکه روسیه او امریکا له یو بل سره موافق نه دي».

ښاغلی کی له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په کابل کې د برېتانیا سفیر و او تر دې مخکې یې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه کار کړی دی. هغه وویل چې ملګري ملتونه کولی شي د افغانستان په اړه یوې اجماع ته د رسېدو لپاره د نفوذ لرونکو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور د ارزونې په موخه ځانګړې غونډه وکړه. د سرمنشي د همغږۍ د رامنځته کولو له هڅو سره - سره له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه د لوېدیځو هېوادونو، چین او روسیې تر منځ اختلافات څرګند وو.

چین او روسیې لویدیځ هېوادونه وهڅول، چې د طالبانو له منزوي کېدو لاس واخلي او له دغې ډلې سره تعامل وکړي؛ خو امریکا او لویدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا له طالبانو سره عادي اړیکې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې مشروط کړي دي.

د برېتانیا پخواني سفیر له وسله والو طالبانو سره د ملګرو ملتونو د فعالو اړیکو ملاتړ وکړ. هغه وویل چې ملګري ملتونه کولی شي "د طالبانو له مخالفینو سره مرسته وکړي چې د افغانستان دننه او بهر یو ځای شي".

خو ښاغلي کی دا ومنله، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول د امنیت شورا د واکونو ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې تړون ته اشاره وکړه، چې د برېتانيې د پخواني سفير په وينا؛ امريکا له دې پروسې څخه ملګري ملتونه او د افغانستان مخکني حکومت بهر کړی و.

د ملي مقاومت شورا چې د طالبانو پر ضد د څو سترو ډلو ايتلاف دی، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې طالبان دې د افغانستان د خلکو د غوښتنو منلو ته اړ کړي.

طالبانو د نورو سیاسي ډلو په ګډون د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې رد کړې او د دې موضوع وړاندیز یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

عباس ستانکزی: افغانستان او ایران لکه د نورو هېوادونو په ازادانه توګه سوداګري کولی نه شي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ایران د ځينو پېژندل شویو رسنیو استازو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران د نړۍوالو د بندیزونو له امله لکه نورو هېوادونو په دود په ازادانه توګه سوداګري کولی نه شي.

د نوموړي په خبره؛ افغانستان او ایران د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې له بندیزونو سره مخ دي.

ښاغلي ستانکزي چې نن دوشنبې (د مرغومې ۴مه) د ایران د ځينو پېژندل شویو رسنیو استازو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو پلاوي سره وکتل زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان اړیکې له دیني، فرهنګي، کولتوري او دودونو له مخې نه شلېدونکې او اړینې دي.

نوموړی وایي، چې افغانستان او ایران له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاريږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې "دا د هغوی شرعي حق دی او په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي."

ښاغلي ستانکزي رسنیو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هېوادونو رسنۍ په ګډ تفاهم سره کولی شي، چې حقایق درک کړي او د افغانستان رښتنی انځور د خپلو خلکو په ګډون د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي.