• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی: افغانستان او ایران لکه د نورو هېوادونو په ازادانه توګه سوداګري کولی نه شي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ایران د ځينو پېژندل شویو رسنیو استازو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران د نړۍوالو د بندیزونو له امله لکه نورو هېوادونو په دود په ازادانه توګه سوداګري کولی نه شي.

د نوموړي په خبره؛ افغانستان او ایران د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې له بندیزونو سره مخ دي.

ښاغلي ستانکزي چې نن دوشنبې (د مرغومې ۴مه) د ایران د ځينو پېژندل شویو رسنیو استازو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو پلاوي سره وکتل زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان اړیکې له دیني، فرهنګي، کولتوري او دودونو له مخې نه شلېدونکې او اړینې دي.

نوموړی وایي، چې افغانستان او ایران له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاريږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې "دا د هغوی شرعي حق دی او په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي."

ښاغلي ستانکزي رسنیو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هېوادونو رسنۍ په ګډ تفاهم سره کولی شي، چې حقایق درک کړي او د افغانستان رښتنی انځور د خپلو خلکو په ګډون د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حماس: په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د حماس روغتيایي مسولين وايي، چې داسراييل په بريدونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي او ۵۰۰ نور زخميان شوي دي. اسراييل دغه بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر ټرانګه کړي دي.

الجزيرې خبري ټلويزيون د راپورونو له مخي؛ په غزه کې د روانې جګړې له پيله د وژل شويو فلسطينیانو شمېر ۲۰ زره ۶۷۴ کسانو ته رسيږي.

د يادوني وده ده، چې اسراييل د روانۍ اونۍ د یکشنبې په شپه هم د غزې په شمال کې د جباليا په سيمو کې هوايي بريدونه کړې او د همدې ورځي په سهار يې جګړه پيل کړه.

په همدې جګړه کې چې شاوخوا ۲۴ ساعته يې دوام وکړ، ۱۶۶ فلسطينيان ووژل شول.

د جبالیا سیمې اوسیدونکي ويلي، چې اسراییلي جنګي جیټونو ټوله شپه بمبار کړی او د ښار ډېری سیمې یې نیولي دي.

د سيمې د اوسېدونکو په خبره؛ د غزې نېږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په اوکراین کې د روسیې په توغنديزو بریدونو کې څلور ملکیان وژل شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د اوکراین د سویل په د خرسون په سیمه کې د استوګنې په یو لوی تعمیر د روسیې د توغندیو په برید کې د یوه ۸۷ کلن سړي او د هغه ۸۱ کلنې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولیکساندر پروکودین په وینا؛ په دغه برید کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

په برید کې څو کورونو او یو شخصي طبي مرکز اور اخیستی او د ګازو یو پایپ لاین هم ویجاړ شوی دی.‌

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس اندري یرمک په ټولنیزو رسنیو کې د خرسون د برید په اړه لیکلي: "د دښمن لپاره هېڅ رخصتي (کریسمس) نه شته او تر هغه چې دښمن زموږ خلک وژني او زموږ په خاوره کې پاتې وي، زموږ لپاره هم رخصتي نه شته.‌"

خو روسیې بیا په وار - وار په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تایید نه دی کړی.

طالبانو د پوهنې وزارت شاوخوا پنځه زره کارکوونکي په ډله ییزه توګه له دندو ګوښه کړي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۰

د افغانستان په ښوونیز نظام کې له پراخو بدلونونو وروسته د طالبانو مشرتابه د پوهنې وزارت د تعلیمي څارنې له څانګې شاوخوا پنځه زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پوهنې وزارت د څارنې ریاست د پوستونو له لغوه کېدو وروسته په ۳۴ ولایتونو کې د دې ادارې کارکوونکي په کور شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کابل په کډون د ولایتونو د پوهنې د څارنې په ریاستونو او اړوندو ادارو کې شاوخوا پنځه زره کسان په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د پوهنې د کیفیت په چک کولو بوخت وو.

د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د بدلونونو په لړ کې طالبانو پخوا د پوهنې د څارنې ریاست د پوهنې له وزارت څخه د ښوونکو د روزنې ریاست ته انتقال کړ.

د پوهنې وزارت کارکوونکي وايي، چې اوس په نویو بدلونونو کې دغه ریاست په بشپړه توګه د پوهنې وزارت له ادارې څخه ایستل شوی دی.

د دغه وزارت ډېری کارکوونکي چې اوس یې خپلې دندې له لاسه ورکړي، د افغانستان پخواني دولتي کارکوونکي دي.

د دغو کارکوونکو له ډلې څخه یو شمېر په کور شویو ویلي، چې د پوهنې وزارت په جوړښت کې د څه باندې پنځه زره کسانو له جملې څخه یو شمېر یې د «طالبانو نفوذي» کسان بیا په دندو ګومارل شوي؛ خو ډېری کارمندان «بې روزګاره شوي او سرنوشت یې ناڅرګند دی».

دغو کارکوونکو په عمده توګه د افغانستان د پوهنې په وزارت کې په درېیم بست کې کار کاوه او د افغانستان د پوهنې د تدریسي او اداري بهیر د کیفیت د څارنې دنده یې پر غاړه درلوده.

ځینو دغو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري دولت پر مهال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له ۱۸۰۰۰ څخه د زیاتو نجونو او هلکانو ښوونځیو ته تللي او د پوهنې کیفیت یې څارلی دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پوهنې د نظارت ریاست د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
​

د ملګرو ملتونو استازې:‌ په غزه کې د اسراییل کړنې د سربرینیکا او روانډا ټول وژنې ته ورته دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانسیسکا البانیس د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې د اسراییل کړنې د نړۍ په نورو برخو لکه سریبرینیکا او روانډا کې له وروستیو ټول وژنو سره ډېر توپیر نه لري.

البانیس په اېکس خواله رسنۍ کې په یو پیغام کې ویلي: "که تاسو د غزې وضعیت له نېږدې وګوری نو دا وضعیت د ملکي خلکو له نورو ټول وژنو سره توپیر نه لري. نسل وژنه یو پروسه ده، یو وار کېدونکی عمل نه دی. باید مخنیوی یې وشي. مګر په غزه کې لکه څنګه چې مخکې په سربرینیکا او روانډا کې شوي وو، نړۍ اجازه ورکوي چې دا ټول وژنه ترسره شي."

د سربرینیکا په ټولوژنه کې چې د ۱۹۹۵ کال په جولای میاشت کې رامنځته شوې وه، د بوسنیا د جګړې په جریان کې د سریبرینیکا په ښار او شاوخوا سیمو کې له ۸۰۰۰ ډېر بوسنیايي مسلمانان ووژل شوي وو.

د روانډا نسل وژنه بیا په کال ۱۹۹۴ کې رامنځته شوې وه، چې د اټکل له مخې له یو میلیون څخه ډېر خلک پکې وژل شوي وو.

پر اسراییل د اکټوبر په اوومه د حماس له برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول، د اسراییل پوځ پر غزې پراخې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، ۲۰ زره او ۴۰۰ فلسطینیان یې ووژل او پراخې سیمې یې ویجاړې کړې.‌

پاکستاني سرحدي ځواکونو د افغانستان په سويلي ولايت زابل کې ۲ تنه وژلي او ۴ نور زخميان دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د زابل د سرحدي ولسوالۍ شملزو ځايي اوسېدونکي وايي، چې پاکساني سرحدي ځواکونو پر هغو افغانانو ډزي کړي، چې غوښتل يې له افغانستان څخه پاکستان ته پر قاچاقي لاره لاړ شي. په پېښه کې شپږو افغانانو ته مرګ ژوله اوښتې؛ خو طالبان د دې پېښي په اړه چپ دي.

د زابل ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو په ډزو کې دوه افغانان وژل شوي او ۴ نور زخمیان شوي دي.

د سيمي د اوسېدونکو په خبره؛ وژل شوي دوه کسان د غور ولایت، دوه زخميان د زابل او د دوه نورو کسانو هویت لا نه دی معلوم.

د دوی په خبره، چې دغه کسانو غوښتل د زابل د شملزو ولسوالۍ ډېورنډ کرښې ته نېږدې د ځنځر په سيمه کې د يوې فرعې لارې څخه پاکستان ته ولاړ شي.

د پېښې قربانيان د طالبانو د هوايي ځواک له لورې د کندهار د طالبانو نظامي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښي په اړه د زابل او کندهار طالب چارواکي څه نه وايي.

د سيمې اوسېدونکو د معلوماتو له مخي؛ دغه کسان د کار پېدا کولو لپاره پاکستان هېواد ته تلل.

دوی وايي، چې انساني قاچاق کوونکي له دغو کسانو څخه د نفر پر سر ۲۵ زره کلدارې اخيستي او بيا يې له دې فرعي لارو څخه پاکستان ته اړول.