• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس: په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د حماس روغتيایي مسولين وايي، چې داسراييل په بريدونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي او ۵۰۰ نور زخميان شوي دي. اسراييل دغه بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر ټرانګه کړي دي.

الجزيرې خبري ټلويزيون د راپورونو له مخي؛ په غزه کې د روانې جګړې له پيله د وژل شويو فلسطينیانو شمېر ۲۰ زره ۶۷۴ کسانو ته رسيږي.

د يادوني وده ده، چې اسراييل د روانۍ اونۍ د یکشنبې په شپه هم د غزې په شمال کې د جباليا په سيمو کې هوايي بريدونه کړې او د همدې ورځي په سهار يې جګړه پيل کړه.

په همدې جګړه کې چې شاوخوا ۲۴ ساعته يې دوام وکړ، ۱۶۶ فلسطينيان ووژل شول.

د جبالیا سیمې اوسیدونکي ويلي، چې اسراییلي جنګي جیټونو ټوله شپه بمبار کړی او د ښار ډېری سیمې یې نیولي دي.

د سيمې د اوسېدونکو په خبره؛ د غزې نېږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په اوکراین کې د روسیې په توغنديزو بریدونو کې څلور ملکیان وژل شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د اوکراین د سویل په د خرسون په سیمه کې د استوګنې په یو لوی تعمیر د روسیې د توغندیو په برید کې د یوه ۸۷ کلن سړي او د هغه ۸۱ کلنې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولیکساندر پروکودین په وینا؛ په دغه برید کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

په برید کې څو کورونو او یو شخصي طبي مرکز اور اخیستی او د ګازو یو پایپ لاین هم ویجاړ شوی دی.‌

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس اندري یرمک په ټولنیزو رسنیو کې د خرسون د برید په اړه لیکلي: "د دښمن لپاره هېڅ رخصتي (کریسمس) نه شته او تر هغه چې دښمن زموږ خلک وژني او زموږ په خاوره کې پاتې وي، زموږ لپاره هم رخصتي نه شته.‌"

خو روسیې بیا په وار - وار په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تایید نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو استازې:‌ په غزه کې د اسراییل کړنې د سربرینیکا او روانډا ټول وژنې ته ورته دي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانسیسکا البانیس د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې د اسراییل کړنې د نړۍ په نورو برخو لکه سریبرینیکا او روانډا کې له وروستیو ټول وژنو سره ډېر توپیر نه لري.

البانیس په اېکس خواله رسنۍ کې په یو پیغام کې ویلي: "که تاسو د غزې وضعیت له نېږدې وګوری نو دا وضعیت د ملکي خلکو له نورو ټول وژنو سره توپیر نه لري. نسل وژنه یو پروسه ده، یو وار کېدونکی عمل نه دی. باید مخنیوی یې وشي. مګر په غزه کې لکه څنګه چې مخکې په سربرینیکا او روانډا کې شوي وو، نړۍ اجازه ورکوي چې دا ټول وژنه ترسره شي."

د سربرینیکا په ټولوژنه کې چې د ۱۹۹۵ کال په جولای میاشت کې رامنځته شوې وه، د بوسنیا د جګړې په جریان کې د سریبرینیکا په ښار او شاوخوا سیمو کې له ۸۰۰۰ ډېر بوسنیايي مسلمانان ووژل شوي وو.

د روانډا نسل وژنه بیا په کال ۱۹۹۴ کې رامنځته شوې وه، چې د اټکل له مخې له یو میلیون څخه ډېر خلک پکې وژل شوي وو.

پر اسراییل د اکټوبر په اوومه د حماس له برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول، د اسراییل پوځ پر غزې پراخې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، ۲۰ زره او ۴۰۰ فلسطینیان یې ووژل او پراخې سیمې یې ویجاړې کړې.‌

پاکستان د افغانستان او غزې په اړه د ۲۰ هېوادونو د سفیرانو په حضور کې غونډه کوي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

اسلام اباد د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې د یوې غونډې جوړولو ته تیاری نیسي. دا درې ورځنۍ غونډه به د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي.

اېکسپرېس ټریبیون لیکلي، چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د مهمو استازو په حضور کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ خبرې وشي.

د اسلام اباد او طالبانو تر منځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله ترینګلې شوې چې پاکستان یې "له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د طالبانو نه لېوالتیا" بولي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو او وسلوالو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

دغه هېواد همداراز افغان طالبان په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې په خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

افغان طالبانو په پرله پسې ډول دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د امنیت په برابرولو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر طالبانو واچوي.

اسرایيلي پوځ وايي، په غزه کې د حماس په یو تونل کې د پنځو یرغملو کسانو مړي موندل شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د اسراییلو پوځ ویلي، چې د حماس په یو ویجاړ شوي تونل کې یې د پنځه یرغمل شویو کسانو مړي وروسته له هغه موندلي، چې دوی دغه تونلونو ته ننوتي دي.‌

په تونل کې د موندل شويو یرغملو هویت تثبیت شوی او جسدونه اسراییل ته لېږدول شوي دي.‌ دغه پنځه یرغمل د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې وژل شوي وو.

د اسراییل پوځ په وینا؛ دغه تونل د غزې په جبالیا سیمه کې وو، چې پکې د حماس یوه قرارګاه وه چې اوس ویجاړه شوې ده.‌

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې په دې تونل کې وسلې، د وسلو جوړولو فابریکه او پټنځایونه موندل شوي دي.

امریکايي چارواکې: ایف بي ای د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۸۰۰ ډېر ګواښونه ترلاسه کړي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۶ GMT+۰

د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیالې لیزا موناکو ویلي دي، چې د تحقیقاتو فيډرالي ادارې (ایف بي ای) د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۸۰۰ زیات د ګواښونو راپورونه ترلاسه کړي دي.

نوموړې له ای بي سي نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي: "دا راپورونه د نورو ډولونو لارښودونو یا نښو سره د ګواښونو په اړه دي چې په یو ډول د اسراییل او غزې د اوسنۍ جګړې سره تړاو لري."

د موناکو په خبره ، چې ایف بي ای د دغو راپورونو پر بنسټ "له سلو څخه زیات تحقیقات" پیل کړي دي.

موناکو وویل: "ډېری دا راپورونه پرته له پېښې حل شوي، مګر ډېری یې څېړل کیږي."

هغې دا هم وویل، چې د حکومتي چارواکو پر وړاندې د ګواښونو په شمېر کې "بې ساری زیاتوالی" هم راغلی دی.