• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د افغانستان او غزې په اړه د ۲۰ هېوادونو د سفیرانو په حضور کې غونډه کوي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

اسلام اباد د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې د یوې غونډې جوړولو ته تیاری نیسي. دا درې ورځنۍ غونډه به د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي.

اېکسپرېس ټریبیون لیکلي، چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د مهمو استازو په حضور کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ خبرې وشي.

د اسلام اباد او طالبانو تر منځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله ترینګلې شوې چې پاکستان یې "له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د طالبانو نه لېوالتیا" بولي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو او وسلوالو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

دغه هېواد همداراز افغان طالبان په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې په خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

افغان طالبانو په پرله پسې ډول دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د امنیت په برابرولو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر طالبانو واچوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

"ملي ټلویزیون" د فوټوشاپ په مرسته د تهران په غونډه کې د طالبانو بیرغ د متقي پر مېز کېښود

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنۍ د افغانستان ملي ټلویزیون،د فوټوشاپ په مرسته د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د امیرخان متقي پر مېز د طالبانو بیرغ کیښود. په همدې حال کې طالبانو اجازه ترلاسه نه کړه، چې د تهران په رسمي غونډو کې د خپلې ډلې بیرغ له ځان سره ولري.

د فلسطین په اړه د تهران په نړیواله غونډه کې، چې د یکشنبې په ورځ د جدي په دوهمه د ایران په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم حضور درلود، خو د نورو هېوادونو د استازو په څېر د هغه پر میز هېڅ بیرغ نه و.

خو د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د یکشنبې په ورځ د جدي په درېیمه په خپل یوټیوب چینل کې یو عکس خپور کړ چې په کې د طالبانو سپین بیرغ د ښاغلي متقي پر میز ایښودل شوی و.

امیر خان متقي چې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، په تېرو څو ورځو کې یې له ایراني چارواکو سره کتلي، خو په دغو غونډو کې په هېڅ یوه کې هم د طالبانو بیرغ نه و لیدل شوی.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. خو له دې ډلې سره يې نږدې سياسي او اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.

ایران له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه ختم کړي.

خو طالبانو ویلي چې د ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسله ده او نور هېوادونه باید په کې لاسوهنه ونه کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت: په افغانستان کې ۸.۸ ميليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين پيل شو

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د خپلو مرسته کوونکو همکارانو په ګډون يې په ۲۰ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل کړل، چې نېږدې ۹ ميليونه ماشومانو ته به ورکول شي. افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي، چې د پوليو پېښې پکې نه دي کابو شوې.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل وايي، چې د پوليو ضد واکسين د کمپاين لويه برخه به د افغانستان د خيتځ ولايتونو په ۴۲ ولسواليو کې تر سره شي.

د نوموړي په خبره، چې سږ کال په افغانستان کې د پوليو شپږ مثبتي پېښې ثبت شوي، چې ټولې په ختيځ ولايتونو کې وې.

امرخېل وايي، چې د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين به د ۴ ورځو لپاره د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې عملي شي.

د نوموړي په خبره، چې د دې کمپاين پر مهال به ۸.۸ ميليونه د پنځو کالو کم ماشومان واکسين کړل شي.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت ادعا کوي، چې د مخکني حکومت پر مهال شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه بې برخې وو.

د طالبانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي؛ په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې د پوليو ۲ مثبتي پېښي او په ۲۰۲۳ کال کې د پوليو ۶ مثبتي پېښي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې ثبت شوي دي.

دوی د پوليو د پېښو د زياتېدو لوی لامل په لویه کچه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل بللي دي.

د روغتيا نړۍوال سازمان هم اندېښنه ښودلې وه، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل او په لویه کچه د نفوسو تګ راتګ په افغانستان کې د پوليو د خپرېدو خطر زياتوي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه د پوليو په منځه وړلو نه دي توانېدلي.

یو څیړنیز مرکز: په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ۳۲۹ کسان وژل شوي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۵۸۲ نور ټپیان شوي دي. دغه مرکز وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د تېر کال په پرتله ځانمرګي بریدونه ۹۳ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه څېړنیز مرکز له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پاکستان له ۲۰۱۴ کال وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د تر ټولو زیات ځانمرګو بریدونو شاهد و.

د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د افغانستان ګاونډي خیبر پښتونخوا ایالت د ۲۳ ځانمرګو بریدونو شاهد و. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي او ۵۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

له خیبر پښتونخوا وروسته بلوچستان، سند او قبایلو هغه سیمې دي چې سږ کال پکې خونړي بریدونه زیات شوي دي.

د دغه څیړنیز سازمان له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د بریدونو اصلي هدف وو. په داسې حال کې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۳ کال په بریدونو کې د وژل شویو ۴۸ سلنه او د ټپیانو ۵۸ سلنه جوړوي.

تر امنیتي ځواکونو وروسته د بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې ۹ کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۰ ځانمرګي بریدونه شوي وو.

۲۰۱۹ د پاکستان د اتباعو لپاره یو خوندي کال و. ځکه دا هېواد سږ کال یوازې د درېیو ځانمرګو بریدونو شاهد و.

په همدې حال کې، پاکستان په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په کلونو کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې ۱۵ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي دي. دا بریدونه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ بریدونو ته رسیدلي دي.

تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د ناامنیو د زیاتیدو یو اصلي عامل بلل کیږي.

سراج الدين حقاني له جاپاني پلاوي سره په ليدنه کې؛ سياسي مسايل بايد د خبرو له لارې حل شي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د جاپان، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره په ليدنه کې پر دې ټينګار کړی، چې اوږد مهاله سياسي مسايل بايد د خبرو او دوه اړخيزو اړيکو له لارې حل شي. طالبان دا مهال د نړۍ د بېلابېلو فشارونو او بنديزونو سره مخ دي.

د جاپان سوسکاوا سولې بنسټ مشر اتسوشي سونامي، د يونما پخوانی مشر تداميچي یاماموتو او ددې بنسټ ځنيو نورو غړو په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سره کتلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې بهرني بنسټونه دې د افغانستان د وضعیت په اړه رښتني تحلیلونه وکړي او يو مثبت تصوير دې وړاندې کړي.

نوموړي وويل، چې د بهرنيانو بنديزونه بشري اړتياوو ته زیان رسوي.

« د بهرنيانو بنديزونه د بشري اړتياوو د تراژيدۍ لامل ګرځي، د افغانانو اساسي اړتياوي بايد له سیاسي مسایلو څخه بېل وارزول شي.»

حقاني په دې ناسته کې ويلي، « اوږدمهاله سیاسي مسایل د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې د حل وړ دي»

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي په ننګرهار کې د وژل شوي چاپاني ناکامورا خدمتونو ته په اشارې د جاپان له خواخوږۍ مننه وکړه.

د جاپان د سولې ددې بنسټ مشر د خپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه، چې د افغانستان د ستونزو حل د خبرو او ناستو له لارې تر سره کېدای شي.

افغانستان دا مهال د نړۍ له بېلا بيلو بنديزونو سره مخ دی او د بشري حقونو د نقص په برخه کې د طالبانو يو شمېر چارواکې د نړۍ په تور ليست کې هم شامل شوي.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کډون يو شمېر طالب مشرانو بيا په خپلو خبرو کې ويلي، چې د تورليست او د نړۍ د بنديزونو پروا نه کوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي پریسا ازاده د طالبانو له بنده خوشې شوه

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان تاییدوي چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده له شاوخوا یوې نیمې میاشتې وروسته نن سهار د طالبانو له بند خوشې شوه. پریسا ازاده د لړم میاشتې په ۲۳ مه نیټه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

د ښځو د حقونو فعالې او د "عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ" مشرې شمایل توانا ناصري په اېکس پاڼه کې د مېرمن ازادې د خوشې کېدو خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې نوموړې د طالبانو په بند کې له شکنجې وروسته بالاخره نن خوشې شوه.

د ښځو د حقونو بلې فعالې تمنا زریاب پریاني هم په خپله اېکس کې د پریسا په خوشې کیدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې نور بندیان هم د طالبانو له بند خوشي شي.

سره له دې چې تر دې وړاندې د ژولیا پارسي او ندا پرواني په ګډون یو شمیر نورې معترضې ښځې چې له میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې وې، د دغې ډلې له خوا خوشې شوې دي، خو منیژه صدیقي تراوسه هم د طالبانو په بند کې ده.

د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر ښځو د طالبانو د فرمانونو پر ضد لاریونونه وکړل، خو دغه لاریونونه او اعتراضونه د طالبانو له خوا وځپل شو.