• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

"ملي ټلویزیون" د فوټوشاپ په مرسته د تهران په غونډه کې د طالبانو بیرغ د متقي پر مېز کېښود

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنۍ د افغانستان ملي ټلویزیون،د فوټوشاپ په مرسته د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د امیرخان متقي پر مېز د طالبانو بیرغ کیښود. په همدې حال کې طالبانو اجازه ترلاسه نه کړه، چې د تهران په رسمي غونډو کې د خپلې ډلې بیرغ له ځان سره ولري.

د فلسطین په اړه د تهران په نړیواله غونډه کې، چې د یکشنبې په ورځ د جدي په دوهمه د ایران په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم حضور درلود، خو د نورو هېوادونو د استازو په څېر د هغه پر میز هېڅ بیرغ نه و.

خو د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د یکشنبې په ورځ د جدي په درېیمه په خپل یوټیوب چینل کې یو عکس خپور کړ چې په کې د طالبانو سپین بیرغ د ښاغلي متقي پر میز ایښودل شوی و.

امیر خان متقي چې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، په تېرو څو ورځو کې یې له ایراني چارواکو سره کتلي، خو په دغو غونډو کې په هېڅ یوه کې هم د طالبانو بیرغ نه و لیدل شوی.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. خو له دې ډلې سره يې نږدې سياسي او اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.

ایران له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه ختم کړي.

خو طالبانو ویلي چې د ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسله ده او نور هېوادونه باید په کې لاسوهنه ونه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د روغتیا وزارت: په افغانستان کې ۸.۸ ميليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين پيل شو

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د خپلو مرسته کوونکو همکارانو په ګډون يې په ۲۰ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل کړل، چې نېږدې ۹ ميليونه ماشومانو ته به ورکول شي. افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي، چې د پوليو پېښې پکې نه دي کابو شوې.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل وايي، چې د پوليو ضد واکسين د کمپاين لويه برخه به د افغانستان د خيتځ ولايتونو په ۴۲ ولسواليو کې تر سره شي.

د نوموړي په خبره، چې سږ کال په افغانستان کې د پوليو شپږ مثبتي پېښې ثبت شوي، چې ټولې په ختيځ ولايتونو کې وې.

امرخېل وايي، چې د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين به د ۴ ورځو لپاره د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې عملي شي.

د نوموړي په خبره، چې د دې کمپاين پر مهال به ۸.۸ ميليونه د پنځو کالو کم ماشومان واکسين کړل شي.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت ادعا کوي، چې د مخکني حکومت پر مهال شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه بې برخې وو.

د طالبانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي؛ په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې د پوليو ۲ مثبتي پېښي او په ۲۰۲۳ کال کې د پوليو ۶ مثبتي پېښي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې ثبت شوي دي.

دوی د پوليو د پېښو د زياتېدو لوی لامل په لویه کچه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل بللي دي.

د روغتيا نړۍوال سازمان هم اندېښنه ښودلې وه، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل او په لویه کچه د نفوسو تګ راتګ په افغانستان کې د پوليو د خپرېدو خطر زياتوي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه د پوليو په منځه وړلو نه دي توانېدلي.

سراج الدين حقاني له جاپاني پلاوي سره په ليدنه کې؛ سياسي مسايل بايد د خبرو له لارې حل شي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د جاپان، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره په ليدنه کې پر دې ټينګار کړی، چې اوږد مهاله سياسي مسايل بايد د خبرو او دوه اړخيزو اړيکو له لارې حل شي. طالبان دا مهال د نړۍ د بېلابېلو فشارونو او بنديزونو سره مخ دي.

د جاپان سوسکاوا سولې بنسټ مشر اتسوشي سونامي، د يونما پخوانی مشر تداميچي یاماموتو او ددې بنسټ ځنيو نورو غړو په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سره کتلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې بهرني بنسټونه دې د افغانستان د وضعیت په اړه رښتني تحلیلونه وکړي او يو مثبت تصوير دې وړاندې کړي.

نوموړي وويل، چې د بهرنيانو بنديزونه بشري اړتياوو ته زیان رسوي.

« د بهرنيانو بنديزونه د بشري اړتياوو د تراژيدۍ لامل ګرځي، د افغانانو اساسي اړتياوي بايد له سیاسي مسایلو څخه بېل وارزول شي.»

حقاني په دې ناسته کې ويلي، « اوږدمهاله سیاسي مسایل د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې د حل وړ دي»

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي په ننګرهار کې د وژل شوي چاپاني ناکامورا خدمتونو ته په اشارې د جاپان له خواخوږۍ مننه وکړه.

د جاپان د سولې ددې بنسټ مشر د خپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه، چې د افغانستان د ستونزو حل د خبرو او ناستو له لارې تر سره کېدای شي.

افغانستان دا مهال د نړۍ له بېلا بيلو بنديزونو سره مخ دی او د بشري حقونو د نقص په برخه کې د طالبانو يو شمېر چارواکې د نړۍ په تور ليست کې هم شامل شوي.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کډون يو شمېر طالب مشرانو بيا په خپلو خبرو کې ويلي، چې د تورليست او د نړۍ د بنديزونو پروا نه کوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي پریسا ازاده د طالبانو له بنده خوشې شوه

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان تاییدوي چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده له شاوخوا یوې نیمې میاشتې وروسته نن سهار د طالبانو له بند خوشې شوه. پریسا ازاده د لړم میاشتې په ۲۳ مه نیټه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

د ښځو د حقونو فعالې او د "عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ" مشرې شمایل توانا ناصري په اېکس پاڼه کې د مېرمن ازادې د خوشې کېدو خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې نوموړې د طالبانو په بند کې له شکنجې وروسته بالاخره نن خوشې شوه.

د ښځو د حقونو بلې فعالې تمنا زریاب پریاني هم په خپله اېکس کې د پریسا په خوشې کیدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې نور بندیان هم د طالبانو له بند خوشي شي.

سره له دې چې تر دې وړاندې د ژولیا پارسي او ندا پرواني په ګډون یو شمیر نورې معترضې ښځې چې له میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې وې، د دغې ډلې له خوا خوشې شوې دي، خو منیژه صدیقي تراوسه هم د طالبانو په بند کې ده.

د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر ښځو د طالبانو د فرمانونو پر ضد لاریونونه وکړل، خو دغه لاریونونه او اعتراضونه د طالبانو له خوا وځپل شو.

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره ژمی سخت شوی، له درې تنو یو وږی ویده کیږي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (مرغومي څلورمه) پر خپله ایکس پاڼه یو ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ژمی سخت او نه بښونکی شوی دی.

دغه سازمان وايي، په ټول هیواد کې ډیرو اړمونو کسانو ته خواړه رسوي خو د ډیرو سیمو لارې د واورې او سړې هوا له امله بندې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په دې ساړه موسم کې د افغان وګړو د لوږې په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره ژمی خورا سخت شوی دی.

همدا راز یاد سازمان ویلي چې، د ډیریو وګړو لپاره د ګرم پاتې کېدو او د ماشومانو د نس مړولو لپاره د خوراکي توکو ټولې سرچینې له منځه تللې.

یاد پروګرام وايي، دمګړۍ په افغانستان کې یو پر درې سلنه وګړي هره شپه وږي ویده کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د افغانستان وګړي ساړه ژمي سخت ځپلي دي.

د دوی په خبره دغه هیواد په نړۍ کې د اتو هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د خوړو د نا امنۍ په تر ټولو خورا بد حالت کې ځای لري.

دغه پروګرام ویلي، د بودجې له لوی کمښت سره مخ دي او سږکال د بودجې د کمښت له امله ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو ته د خوراکي مرستو رسولو کمولو ته اړ شوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې له ایران سره د اوبو او پولې اړوند ستونزې هوارې کړي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې دغه ډله باید له ایران سره «د اوبو او پولو په ګډون نا حل شوې ستونزې» حل کړي. امیر حسین عبداللهیان هیله څرګنده کړه چې طالبان به له دغه هېواد سره د اختلافاتو د هواري لپاره «عملي ګامونه» واخلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې د غونډې په اړه په خپل راپور کې د ایراني لوري د غوښتنو یادونه نه ده کړې. بلخوا د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

ایران تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په هغه ځای کې چې عبداللهیان د طالبانو له پلاوي سره لیدلي وو، د طالبانو د بیرغ له لګولو ډډه وکړه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ په تهران کې د فلسطین په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ. نوموړي په دغه سفر کې تر اوسه پورې یوازې د ایران بهرنیو چارو له وزیر او ځانګړي استازي سره کتلي دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د نورو ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره د متقي د ناستې په اړه کوم خبر نه دی خپور کړی.

ایران په وار وار د طالبانو پر حکومت چې تولګډونه یې نه بولي، نيوکې کړې، خو طالبانو د ایران دغه نيوکې بابېزه بللې دي.

ایراني چارواکو په وار وار پر طالبانو د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې نه ورکړې له امله نیوکې کړي، خو طالبانو یې لامل په افغانستان کې د اورښت کموالی بللی دی.