• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره د مرستو د بستې د اعلان خبر ورکړ

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، چې حکومت یې له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو د وروستۍ بستې اعلان کوي. نوموړي له کانګرس څخه غوښتي چې په دغه برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي نن پنجشنبه (د مرغومې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی تېر کموالي ته په کتو له اوکراین سره د خپلو وسلو او تجهیزاتو د سږني کال د وروستۍ بستې اعلان کوي.

بلېنکن د کانګرس له غړو غوښتي چې د امریکا د دفاع او د ملي امنیت ګټو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي.

له دې وړاندې د امریکا د کانګرس غوڅ اکثریت غړو له اوکراین سره د مرستو مخالفت ښودلی و؛ خو ولسمشر بایډن ویلي وو، چې له اوکراین سره مرسته نه یوازې د اوکراین له خلکو دفاع ده؛ بلکې په اوږدمهال کې د امریکا له ګټو دفاع ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.

ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.

په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د مسکو یوې محکمې دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور په بند محکوم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د مسکو یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور له پنځه نیمو تر اوو کلونو بند محکوم کړل. دا دوه شاعران د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مسکو یوه مشاعره کې له ګډون وروسته نیول شوي وو.

ارتیوب کاماردین او اېګور شتوبا لومړی "نفرت ته د هڅولو"تر تعقیب لاندې ونیول شول او بیا "په عامه توګه د ملي امنیت پروړاندې د فعالیتونو پرضد" تورن شول.

تر دې مخکې هم په روسیه کې سیاسي او مدني فعالان د "ملي امنیت پر ضد عمل" یا "چارواکو ته د سپکاوي" په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.

د روسیې دولت هڅه کوي چې پر رسنیو او خپلواکو نادولتي سازمانونو د بندیزونو په لګولو سره د دغه هېواد سیاسي فضا خپل کنټرول کې وساتي.

د روسیې دولت همداراز هڅه کوي چې د ځینو قوانینو په تصویبولو سره د دې هیواد سیاسي فضا او د بیان ازادي محدود کړي.

په روسیه کې د اختلافي غږونو ځپل د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو دغه کړنې غندلي او د نیول شویو سیاسي او د مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، په ټاکنو کې همکاري کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، امنیتي ځواکونه به راتلونکو ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېسون مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه په اسلام اباد کې د مرکزي قومندانانو په غونډه کې وکړه.

د پاکستان د صوبايي او قامي اسمبلۍ او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست په تېره ټاکنو کې ښکېل بلل کېږي او تل ورته ګوته نیول کېږي چې په خوښه یې ولسي چارواکي تر واک رسېږي.

پوځ ورته تورونه ردوي.

اوکراین د روسي ځواکونو له خوا د اعدام شويو جنګي بندیانو په اړه څېړنې کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د اوکراین د لوی څارنوال دفتر د چهارشنبې په ورځ ( د مرغومې په ۷مه) وویل ،چې د روسي ځواکونو له خوا د درېیو اوکرایني جنګي بندیانو د اعدام په اړه اوکراین د جنګي جرمونو څېړنې پیل کړي.

چارواکو وویل، چې پېښه په روانې میاشت کې د سویل ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د روبوټین کلي ته نېږدې شوې، یاده پېښه په ویډیویې بڼه ثبت شوې او په انلاین شکل لاس په لاس کیږي.
روسیې د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

په روانې میاشت کې دا دویم ځل دی چې روسیه د اوکراین د څارانوالانو له خوا تورنیږي.
د لوی څارانوال دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ دا د جنګي بندیانو سره د چلند په اړه د نړۍوال بشردوستانه قانون څخه د یرغلګر هېواد له خوا د سرغړونې یوه بله قضیه ده.
اوکراین د ډسمبر په درېیمه روسیه وروسته له هغه په ​​جنګي جرم تورنه کړه، چې په ټ\ولنیزو رسنیو کې یوه بله وو خپره شوه، چې په کې ښکاري څو سرتېري پر دوو تسلیم شويو نظامي پرسونل ډزې کوي چې له سنګر څخه د ټوپک په ډزو اېستل شوي وو.
په تېره مارچ میاشت کې یو نیول شوی اوکرایني سرتېری په یوه ویډیو کې د دې لپاره په ډزو ووژل شو، چې ویې ویل «ویاړ په اوکراین».

هغه جمله چې د جګړې له پیل راهیسې د عامو خلکو د ښه راغلاست په توګه ځانګړی اهمیت لري.

د میشیګن ایالتي محکمې د امریکا له لومړنیو ټاکنو څخه د ډونالډ ټرمپ د لرې کولو پرېکړه رد کړه

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د میشیګن ایالتي محکمې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه د ډونالډ ټرمپ د لرې کولو غوښتنه رد کړه. د ټرمپ یو شمېر مخالفانو د کیپیټل ودانۍ په برید کې د هغه د رول له امله د میشیګن په ابتدایی ټاکنو کې د ګډون کولو څخه د ټرمپ د منع کولو د حکم غوښتنه کړې وه.

له دې وړاندې یوې محکمې پریکړه کړې وه، چې ډونالډ ټرمپ نه شي کولی په کولوراډو کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶په لاریون کې د لاس لرلو له امله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي.

ټرمپ ویلي وو، چې د کولوراډو د سترې محکمې له خوا د هغه حکم استیناف غوښتنه کوي.

ډونالډ ټرمپ په خپلې څلور کلنې ولسمشرۍ دوره کې د امریکا سترې محکمې ته بدلون ورکړ.

اوس ۶-۳ محافطه کاره اکثریت چې هغه یوځای کړي دي، د یو څو قضیو له مخ کېدو سره شاید دا معلومه کړي چې ایا جمهوري غوښتونکي به وشي کړی سپینه ماڼۍ بېرته تر لاسه کړي.

ملګرو ملتونو فلسطینیانو ته د اسراییلي ښار مېشتو د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبر ورکړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې د اکټوبر له اوومۍ د اسراییل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له پیل راهیسې پر فلسطینیانو د اسراییلي ښار مېشتو ۳۶۷ بریدونه ثبت شوي دي.

د اوچا په وینا؛ د دغو بریدونو یو پر درېیمه برخه د اور ورني وسلو په کارولو سره ترسره شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د دغو بریدونو نیمایي اسراییلي ځواکونو د دغو ښار مېشتو په ملتیا او یا هم ملاتړ ترسره کړي دي.

بل خوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوي د چهارشنبې په ورځ په شمال کې له پوځ څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د لبنان حزب الله د بریدونو له زیاتېدو سره د دوی پوځ په «خورا لوړه کچه چمتووالی لري.»

هغه زیاته کړه: «نن موږ د راتلونکي لپاره بېلابېل پلانونه تصویب کړل او د اړتیا پر مهال باید د برید لپاره چمتو اوسو.»

هالوي د لبنان له حزب الله سره د مقابلې لپاره د خپلو ځواکونو «لوړ چمتووالي» ته په اشارې سره وویل: «تر دې دمه دلته [شمالي اسراییل] کې زموږ کمپاین په سمه او احتیاط سره اداره شوی او باید همداسې دوام وکړي.»

اوچا زیاته کړې، چې د غزې د جګړې له پیله مخکې په اوسط ډول هره اونۍ پر فلسطینیانو د اسراییل ښار مېشتو له خوا ۲۱ بریدونه ترسره کېدل چې دغه شمېر د اکټوبر له اوومې ۳۲ بریدونو ته لوړ شو.