• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏امریکا د یمن حوثیانو ته د ایران مالي مرسته رسوونکي تحریم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۲ GMT+۰

‏د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي پوځ: د اکټوبر له اوومې راهیسې د دغه هېواد ۵۰۱ پوځیان او افسران وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د اسراییل پوځ د اکټوبر له اوومې او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد د ۵۰۱ پوځیانو او افسرانو د وژل کیدو خبر ورکړی. د حماس د برید په ترڅ کې ۲۷۴ پوځیان او ۳۸ افسران وژل شوي دي.

پر غزې د ځمکني برید په ترڅ کې د وژل شویو پوځیانو شمېر هم ۱۶۷ تنو ته رسېدلی دی.

د نښتو له پیل راهیسې له لبنان سره په پوله کې په بریدونو کې ۹ سرتیري وژل شوي، چې د حزب الله او د فلسطین اسلامي جهاد ډله له خوا یې مسوولیت منل شوی دی.

له حماس سره د جګړې له پیل څخه ۸۲ ورځې وروسته اسراییل بیا په غزه کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د شمېرو له خپرولو ډډه کړې ده.

اخوا د راپورونو له مخې؛ په غزه کې د جګړې له پیل څخه تر اوسه ۲۱ زره ۱۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ زره ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د جعلي اسنادو له امله امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو "ایس ای وي" ۲۱ زره قضیې رد شوې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د لیفټ بي هاینډ ادارې اجراییوي رییسې د پنجشنبې په ورځ ( د مرغړمۍ په ۸مه) ویلي، چې د جعلي او دروغجنو اسنادو له امله د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ۲۱زره او ۲۵۰ قضیې رد شوې دي.

اغلې ډیمي هیسټر پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دا قضیې د جعلي اسنادو (ناسم سپارښت لیکونو او ایچ ار لیکونو) له امله رد شوې دي.

اغلې هیسټر زیاته کړې، دا لویه مساله کولی شي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) او د کام اپرول (COM) قضیو تایید او پروسس ځنډنی کړي.

د لیفټ بي هاینډ (Fight for Left Behind Afghans) اداره د هغو افغانانو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي او اوس مهال په افغانستان کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره د مرستو د بستې د اعلان خبر ورکړ

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، چې حکومت یې له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو د وروستۍ بستې اعلان کوي. نوموړي له کانګرس څخه غوښتي چې په دغه برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي نن پنجشنبه (د مرغومې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی تېر کموالي ته په کتو له اوکراین سره د خپلو وسلو او تجهیزاتو د سږني کال د وروستۍ بستې اعلان کوي.

بلېنکن د کانګرس له غړو غوښتي چې د امریکا د دفاع او د ملي امنیت ګټو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي.

له دې وړاندې د امریکا د کانګرس غوڅ اکثریت غړو له اوکراین سره د مرستو مخالفت ښودلی و؛ خو ولسمشر بایډن ویلي وو، چې له اوکراین سره مرسته نه یوازې د اوکراین له خلکو دفاع ده؛ بلکې په اوږدمهال کې د امریکا له ګټو دفاع ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.

ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.

په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

د مسکو یوې محکمې دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور په بند محکوم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د مسکو یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور له پنځه نیمو تر اوو کلونو بند محکوم کړل. دا دوه شاعران د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مسکو یوه مشاعره کې له ګډون وروسته نیول شوي وو.

ارتیوب کاماردین او اېګور شتوبا لومړی "نفرت ته د هڅولو"تر تعقیب لاندې ونیول شول او بیا "په عامه توګه د ملي امنیت پروړاندې د فعالیتونو پرضد" تورن شول.

تر دې مخکې هم په روسیه کې سیاسي او مدني فعالان د "ملي امنیت پر ضد عمل" یا "چارواکو ته د سپکاوي" په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.

د روسیې دولت هڅه کوي چې پر رسنیو او خپلواکو نادولتي سازمانونو د بندیزونو په لګولو سره د دغه هېواد سیاسي فضا خپل کنټرول کې وساتي.

د روسیې دولت همداراز هڅه کوي چې د ځینو قوانینو په تصویبولو سره د دې هیواد سیاسي فضا او د بیان ازادي محدود کړي.

په روسیه کې د اختلافي غږونو ځپل د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو دغه کړنې غندلي او د نیول شویو سیاسي او د مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، په ټاکنو کې همکاري کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، امنیتي ځواکونه به راتلونکو ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېسون مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه په اسلام اباد کې د مرکزي قومندانانو په غونډه کې وکړه.

د پاکستان د صوبايي او قامي اسمبلۍ او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست په تېره ټاکنو کې ښکېل بلل کېږي او تل ورته ګوته نیول کېږي چې په خوښه یې ولسي چارواکي تر واک رسېږي.

پوځ ورته تورونه ردوي.