• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: له ټي ټي پي سره تړلي افغان وسلوال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د قوماندانانو عمومي غونډه کې چې د عاصم منیر په ګډون جوړه شوه او په دې غوڼډه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله والو فعالیت او نویو وسلو ته د دې ډلې لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره جدي اندېښنه بلل شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو ۲۶۱مه غونډه د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز سید عاصم منیر په مشرۍ د دغه هېواد د پوځ په مرکز کې جوړه شوه او په دغه هېواد کې د امنیتي ننګونو په هکله پکې خبرې اترې شوي.

د پاکستان د پوځ اعلامیه کې په یوه ګاونډي هېواد کې د پاکستاني طالبان تحریک او نورو ورته ډلو د پټنځایونو شتون، د خپلواکه فعالیت زمینه او نوو وسلو ته د هغوی لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره د یوې جدي اندېښنې په توګه یاد شوی دي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې له ټولو ترهګرو ډلو، د هغوی له تمویلوونکو او ملاتړو سره به په پوره قوت سره مقابله کوي.

د پاکستان پوځ له افغان طالبانو غوښتي وو، چې د پاکستاني طالبان تحریک د غړو پر ضد دې جدي اقدام وکړي؛ خو د پوځ دغه غوښتنه افغان طالبانو په نظر کې نه ده نیولې.

د پاکستان پوځ وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره تړلي افغان وسله وال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په خونړیو بریدونو کې لاس لري او په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي‌ غړي د پاکستان پر پوځ او پولیسو د بریدونو پلانونه جوړوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ ته نېږدې سیاسي او مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې له پارلماني ټاکنو وروسته به د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د باور رامنځته کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مولوي عبدالکبیر: خلک دې د مالیې په راټولولو کې د فساد په اړه اندېښنه نه لري

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا سیاسي مرستیال د کابل د سوداګرو د اتحادیې له غړو سره په کتنه کې ویلي چې خلک باید د مالیاتو د راټولولو په برخه کې د اداري فساد د شتون په اړه اندېښنه ونه ‎لري؛ خو سوداګرو بیا د مالیې د فیصدۍ د ټیټولو وړاندیز کړی.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې د افغانانو مالیه د افغانستان په بیارغونه او بنسټیزو چارو باندې لګول کیږي.

د طالبانو د سياسي مرستيال مطبوعاتي دفتر د جدي په ٧مه نېټه په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې غونډه کې سوداګرو د ماليې د راټولولو په برخه کې شته ستونزې او د مالیې د فیصدۍ د کمولو په اړه خپل وړانديزونه په ليکلي ډول مولوي عبدالکبير ته وړاندې کړل.

د طالبانو سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې د دې ډلې حکومت نوی جوړ شوی او د سوداګرو د ملاتړ لپاره به د مالیاتو راټولولو مقرراتو ته پام وکړي.

د طالبانو رژیم له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په تېرو دوو کلونو کې د خپلو مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره دغې ډلې په بیلابیلو نومونو له ښاریانو او سوداګرو څخه مالیه اخیستې ده.

په وروستیو میاشتو کې ښاریانو او سوداګرو د طالبانو له خوا د مالیاتو له زیاتوالي شکایتونه هم کړي دي.

د مولوي عبدالکبير مطبوعاتي دفتر هم ليکلي، چې دغو سوداګرو د پاکستان په کراچۍ بندر کې د يو شمېر کانټينرونو او مالونو د ناڅرګند برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو سوداګر ویلي، چې د دوی د مالونو نامعلوم وضعیت دوی ته اقتصادي زیانونه اړولي او له طالبانو یې وغوښتل چې د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بندو پاتو ترانزیتي مالونو د انتقال بهیر پیل شوی دی.

طالبانو ویلي وو، چې د میزان میاشتې له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو درې زره کانټینرونه درول شوي وو.

د طالبانو سیاسي مرستیال د کراچۍ په بندر کې د سوداګرو د مالونو بند پاتې کېدو موضوع ته له اشارې پرته ویلي، چې بې له خصوصي سکتور د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا ناشونې ده.

هغه زیاته کړه چې دا ډله د "اسلامي اصولو" پر بنسټ د ټولو افغان او بهرنیو سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې یو پر درېیمه برخه کورنۍ له نشه یي توکو اغېزمنې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۰

له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د نشه يي توکو د کارونې له ستونزې سره مخ دی او له هرو درېیو کورنیو څخه یې یوه یې له نشه یي توکو اغېزمنه ده.

دغه بنسټ وايي، چې د جګړې له امله رامنځته شويو رواني ناروغيو افغانان د نشه يي توکو کارولو ته اړ کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې دغې ادارې له ۷۴ زره هغو کسانو سره چې له ګواښ سره مخ وو او یا هم د نشه يي توکو د کارونې اختلالات یې درلودل د مخنیوي او درملنې په برخه کې مرسته کړې ده.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې د نشه يي توکو کارول د ژوند په ډېرو برخو کې د زیانونو په زیاتولو سره د منفي ټولنیزو او روغتیايي پایلو لکه؛ ایډز، نري رنځ او نورو ساري ناروغیو په ګډون د روحي او فزیکي اختلالاتو لامل کېږي.

د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او بې ثباتیو د دغه هېواد ډېری خلک د اضطراب، فشار او خپګان په ګډون له یو لړ روحی ستونزو سره مخ کړي، چې د نشه یی توکو د استعمال د پیل او خپرېدو ګواښ یې زیات کړی دی.

دغه بنسټ لیکلي، چې د هغو کورنیو لپاره چې د ماشومانو عمرونه یې له ۸ څخه تر ۱۴ کلونو پورې دي تعلیمي پروګرامونه د کورنیو د مهارتونو د لوړولو، د ماشومانو د هوساینې او د کورنیو د رواني روغتیا په موخه جوړ شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ افغانستان چې تر ۶۰ سلنې ډېر نفوس یې تر ۲۵ کلونو کم عمر لري، په نړۍ کې تر ټولو د چټکې ودې ځوانانو نفوس لري، له همدې امله د نشه يي توکو د کارونې د مخنیوي هڅې پکې ډېرې مهمې دي.

دغه بنسټ وايي، د اچ ای وي، هیپاتیت او جنسي انتقالي ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې یې د افغانستان د ملي ستراتیژیک پلان په جوړولو سره د ملي لارښوونو او ښوونیزو پروګرامونو په برابرولو سره له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی او د تولید شویو نشه یي توکو لویه برخه په دغه هېواد کې مصرفېږي؛ خو په ورته وخت کې بیا د روږدو کسانو د درملنې او مخنیوي لپاره کافي اسانتیاوې او تدابیر هم نه لري.

غني د مېرمنو د بندیزونو په اړه:که څوک منع کوئ نو دومره مېړانه ولرئ چې شرایط ورته برابر کړئ

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د غږیزو پوډکاسټونو په درېیم پروګرام کې د افغانستان مېرمنو ته په اشارې سره ویلي، چې مېرمنې د یوې ټولنې بنسټیز رکن دی او اړینه ده، چې په افغانستان کې مېرمنو ته پاملرنه وشي. نوموړي پوښتنه کړې: "ایا زموږ نازو انا او زرغونه انا بې عفته وې؟"

ښاغلي غني ترکیې، پاکستان او قطر ته په اشارې ویلي، چې مېرمنې او نجونې پکې کار او زده کړې کوي.

نوموړی وايي، چې د افغانستان مطلق اکثریت په خپل عزت او حقوقو ولاړ دي او که چېرې مېرمنې خپلې شوراګانې ولري کومه ستونزه نه راولاړیږي.

هغه طالبانو ته په اشارې وویل: “ که څوک منع کوئ نو دومره مېرانه ولرئ،چې د ژوند شرایط ورته برابر کړئ، خدای چا ته دا حق ورکړی چې یو څوک په تدریجي مرګ ووژني؟”.

کډوال

نوموړی وايي، چې د ایران په اقتصاد کې څلور فیصده افغان کډوال ونډه لري؛ خو پر ایران د نړۍوالو بندیزونو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او خپلو خلکو ته د کار زمینه نه شي برابرولی، نو ځکه د افغان کډوالو پر وړاندې منفي ذهنیت رامنځته شوی دی.

پخوانی ولسمشر غني وايي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له پاکستان او ایران سره د اوږدمهاله دوه اړخیزو همکارایو او په ځانګړي ډول د کډوالو په اړه خبرې کړې وې.
نوموړی زیاتوي، چې له ایران او پاکستان سره د خبرو بنسټ اېښودل شوی او باید هماغه مذاکراتو ته دوام ورکړل شي؛ تر څو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ نه شي.

ښاغلي غني د داخلي بې ځایه شویو کډوالو پر بیا ځای پر ځای کېدو او باعزته سولې یو ځل بیا ټینګار وکړ؛ خو په داسې مهال کې چې طالبان حاکم دي د باعزته سولې په راتګ یې رڼا وانه چوله.

چاپیریال

د وروستي جمهوري دولت وروستی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادنو څخه دی، چې د چاپیریال له اړخه یې زیات زیان لیدلی دی.

نوموړي وايي، چې په افغانستان کې د کاریزونو، ویالو او ځینو سیمو غصب، د ژورو څاه ګانو ویستل د اوبو د کمښت سبب شوي دي.

د ښاغلي غني په خبره، چې د افغانستان د اقلیم د نه مدیریت له امله د افغانستان سرسبزي له منځه تللې او که له دغه حالت سره شعوري چلند ونه شي افغانستان به له اقلیمي ستونزو سره نور هم لاس او ګرېوان شي.

پخوانی ولسمشر زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو له خوا د پروژو تخمین نادرست او نورې عملي لارې چارې شته چې په ډېر کم لګښت اجرا کېدلی شي.

نوموړي یو ځل بیا د اعتماد د فضاء او ملي یووالي په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، که چېرې ملي یووالی رامنځته شي راتلونکي ګواښونه له منځه ځي.

خو تر اوسه یې د ملي یووالي د رامنځته کېدو پر څرنګوالي څه نه دي ویلي.

د جعلي اسنادو له امله امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو "ایس ای وي" ۲۱ زره قضیې رد شوې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د لیفټ بي هاینډ ادارې اجراییوي رییسې د پنجشنبې په ورځ ( د مرغړمۍ په ۸مه) ویلي، چې د جعلي او دروغجنو اسنادو له امله د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ۲۱زره او ۲۵۰ قضیې رد شوې دي.

اغلې ډیمي هیسټر پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دا قضیې د جعلي اسنادو (ناسم سپارښت لیکونو او ایچ ار لیکونو) له امله رد شوې دي.

اغلې هیسټر زیاته کړې، دا لویه مساله کولی شي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) او د کام اپرول (COM) قضیو تایید او پروسس ځنډنی کړي.

د لیفټ بي هاینډ (Fight for Left Behind Afghans) اداره د هغو افغانانو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي او اوس مهال په افغانستان کې دي.

مولانا فضل الرحمن وايي پاکستان د افغانستان په شان ثبات ته اړتیا لری

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال مولانا فضل الرحمن ویلي: "اوسمهال پاکستان د افغانستان په شان ثبات ته اړتیا لری.‌ موږ به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي بیا ورغوو."

هغه ویلي چې پلان لري چې په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې له پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د سفر موخه یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کول دي.

ښاغلي فضل الرحمان ویلي، چې طالبانو له هغه په رسمي توګه بلنه کړې ده.

افغان طالبانو ته نېږدې دغه مذهبي مشر ټینګار کوي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلاره باید د باور پر اړیکو ولاړه وي او دغه باور باید وساتل شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر اعلان کړی، چې د ټاکنیزو ناندریو له پای ته رسېدو وروسته به یې لومړیتوب افغانستان ته سفر او له طالب چارواکو سره لیده کاته وي.

نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره په لیدنه کې به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تلپاتې باور رامنځته کولو هڅې وکړي.

هغه وايي: "پاکستان د خپل ځواک لپاره افغانستان ته اړتيا لري او افغانستان د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره پاکستان ته اړتيا لري."

هغه د نړۍوالو قوانينو پر تعقیبولو د ټينګار په ترڅ کې ویلي له نړۍوالو قوانينو په استفادې د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اختلافونو پاى ته رسولو ته جدي اړتيا ده."

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې په اسلام اباد کې طالب چارواکو ښاغلي فضل الرحمان ته بلنه ورکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړی. د مجاهد په وينا؛ دغه پاکستاني مولوي په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي په موخه کابل ته بلل شوى.

مجاهد ویلي، چې د طالبانو ډله د پاکستان خلکو ته د ځینو حقایقو د رسولو اراده لري او مولانا فضل الرحمان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

مولانا فضل الرحمان چې ځينې يې د طالبانو روحاني پلار بولي، له يوې خوا د پاکستان له پوځ او حکومت سره نېږدې اړيکې لري او له بلې خوا هڅه کوي له افغان طالبانو سره چې ځينې يې شاګردان هم وو، خپلې نېږدې اړيکې وساتي.