• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمن وايي پاکستان د افغانستان په شان ثبات ته اړتیا لری

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۰

په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال مولانا فضل الرحمن ویلي: "اوسمهال پاکستان د افغانستان په شان ثبات ته اړتیا لری.‌ موږ به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي بیا ورغوو."

هغه ویلي چې پلان لري چې په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې له پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د سفر موخه یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کول دي.

ښاغلي فضل الرحمان ویلي، چې طالبانو له هغه په رسمي توګه بلنه کړې ده.

افغان طالبانو ته نېږدې دغه مذهبي مشر ټینګار کوي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلاره باید د باور پر اړیکو ولاړه وي او دغه باور باید وساتل شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر اعلان کړی، چې د ټاکنیزو ناندریو له پای ته رسېدو وروسته به یې لومړیتوب افغانستان ته سفر او له طالب چارواکو سره لیده کاته وي.

نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره په لیدنه کې به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تلپاتې باور رامنځته کولو هڅې وکړي.

هغه وايي: "پاکستان د خپل ځواک لپاره افغانستان ته اړتيا لري او افغانستان د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره پاکستان ته اړتيا لري."

هغه د نړۍوالو قوانينو پر تعقیبولو د ټينګار په ترڅ کې ویلي له نړۍوالو قوانينو په استفادې د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اختلافونو پاى ته رسولو ته جدي اړتيا ده."

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې په اسلام اباد کې طالب چارواکو ښاغلي فضل الرحمان ته بلنه ورکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړی. د مجاهد په وينا؛ دغه پاکستاني مولوي په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي په موخه کابل ته بلل شوى.

مجاهد ویلي، چې د طالبانو ډله د پاکستان خلکو ته د ځینو حقایقو د رسولو اراده لري او مولانا فضل الرحمان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

مولانا فضل الرحمان چې ځينې يې د طالبانو روحاني پلار بولي، له يوې خوا د پاکستان له پوځ او حکومت سره نېږدې اړيکې لري او له بلې خوا هڅه کوي له افغان طالبانو سره چې ځينې يې شاګردان هم وو، خپلې نېږدې اړيکې وساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزیر د پولیو مخنیوي کې د عالمانو همکاري وغوښته

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، چې د پولیو په ختمولو کې د عالمانو رول مهم دی او پکار ده په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي. انوارالحق کاکړ دا خبره د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د عالمانو ملي کنفرنس کې وکړه.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې؛ ښاغلي کاکړ زیاته کړه چې د پولیو واکسین پر اهمیت د خلکو د پوهاوي لپاره باید له دیني لارو کار واخیستل شي.

نوموړي دې غونډې ته په وینا کې پر عالمانو سربېره له خلکو هم وغوښتل چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره له پولیو د پاک پاکستان جوړولو کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره؛ پولیو د راتلونکو نسلونو لپاره هم ګواښ دی او له دې ناروغۍ د ماشومانو ژغورل ټولنیز مسوولیت دی.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان پر پولیو اخته کېږي.

پاکستان کې سږ کال تر پنځو پورې ماشومان پولیو شوي دي او افغانستان کې هم د دې ناروغۍ شپږ پېښې ثبت شوې دي.

د واکسین پر اهمیت د خلکو نه پوهاوی او په لېرې پرتو سیمو کې د وسلوالو تاوتریخوالی هغه لاملونه دي، چې لا هم په دواړو هېوادونو کې ماشومان په پولیو اخته کېږي.


‏طالبان وايي ننګرهار کې یې د وژل شوي ماشوم قاتل وواژه

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال وايي، چې د دې ډلې وسلوالو د الیاس مومند قاتل ووژاه. الیاس مومند تېره اونۍ د جلال اباد ښار له څلورمې ناحیې وتښتول او درې ورځې وروسته یې مړی وموندل شو.

مولوي محمد طاهر مبارز د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ماشوم قاتل یې پرون په عملیاتو کې وژلی دی.

خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا انسان تښتوونکی چېرته وژل شوی او په دې تړاو نور کسان هم ښکېل دي که نه.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د پخواني کارکوونکي انګار مومند زوی شپږ کلن الیاس مومند نېږدې اونۍ وړاندې د څلورمې ناحیې په قصبه کې لومړی اختطاف او وروسته یې جسد د خپل کور مخې ته اچول شوی و.

د انګار مومند د کورنۍ یوه غړي په همغه ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې غلو د الیاس مومند له کورنۍ پېسې غوښتې وې؛ خو د هغه له پلار انګار مومند سره په هغه اندازه پېسې نه وې او مخکې له دې چې د پېسو په اړه بیا خبرې وکړي، ماشوم تښتوونکو وژلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د تښتونې پېښې زیاتې شوي دي، له دې وړاندې هم دوه سوداګر د تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو، همدا راز د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال هم په جلال باد ښار کې وژل شوی و

اسلامي پراختیايي بانک: د افغان میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره ۱.۵ میلیونه ډالر ور کوو

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۷ GMT+۰

اسلامي پراختیایي بانک وايي، په افغانستان کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالره ورکوي. اسلامي پراختیایي بانک په اېکس پاڼه کې لیکلي دي، چې دغه بودیجه په بیلابیلو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ولګول شي.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکتر لو ډاپنګ د اسلامي پراختيايي بانک له دې بوديجې مننه کړې او ویلي یې دي، چې په دې پيسو سره به د روغتيا نړيوال سازمان اړمنو کسانو ته ژوند ژغورونکي روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان همغږي کوونکې ډاکتر پاټا چیکويدزي په لوړ کیفیت سره د ميندو او ماشومانو د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول اړين بللي دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول حیاتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي سیستم په جدي توګه د بودیجې له کمښت سره مخ دی او د دغه وضعیت دوام به ناوړه پایلې ولري.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې له هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو څخه ۶۹۹ مواردو کې مور او یا ماشوم ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

د ترکیې په چاناک‌ کلا کې ۶۹ افغان کډوال نیول شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د ترکیې سمندرساتو په چاناک‌ کلا بندري ښار کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې ۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي خبر ورکړی، چې دغه کسان د چاناک‌ کلا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د ډسمبر تر ۱۲ مې نیټې پورې څه باندې ۲۴۷ زره بې اسناده کډوال نیولي دي.

افغانان د کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې سږکال په ترکیه کې نیول شوي دي.

تر افغانانو وروسته سوريايي وګړي دويمه ډله دي، چې نيول شوي دي.

د دغو رسمي شمېرو له مخې، سږ کال څه باندې ۶۷ زره او ۴۶۳ بې اسناد افغان کډوال د ترکیې په ښارونو او پولو کې نیول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په سلګونو زره افغان کډوال د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د طالبانو د تاوتريخوالي له امله په تېښته نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

ډیری یې اروپایی هیوادونو ته د رسیدو لپاره د ترکیې خطرناکه لاره غوره کړې ده.

د یادولو ده، چې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو پر نیونې او د هغوی پر ځورولو نیوکې کړي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، په ټاکنو کې همکاري کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، امنیتي ځواکونه به راتلونکو ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېسون مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه په اسلام اباد کې د مرکزي قومندانانو په غونډه کې وکړه.

د پاکستان د صوبايي او قامي اسمبلۍ او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست په تېره ټاکنو کې ښکېل بلل کېږي او تل ورته ګوته نیول کېږي چې په خوښه یې ولسي چارواکي تر واک رسېږي.

پوځ ورته تورونه ردوي.