• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلامي پراختیايي بانک: د افغان میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره ۱.۵ میلیونه ډالر ور کوو

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۲ GMT+۰

اسلامي پراختیایي بانک وايي، په افغانستان کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالره ورکوي. اسلامي پراختیایي بانک په اېکس پاڼه کې لیکلي دي، چې دغه بودیجه په بیلابیلو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ولګول شي.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکتر لو ډاپنګ د اسلامي پراختيايي بانک له دې بوديجې مننه کړې او ویلي یې دي، چې په دې پيسو سره به د روغتيا نړيوال سازمان اړمنو کسانو ته ژوند ژغورونکي روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان همغږي کوونکې ډاکتر پاټا چیکويدزي په لوړ کیفیت سره د ميندو او ماشومانو د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول اړين بللي دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول حیاتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي سیستم په جدي توګه د بودیجې له کمښت سره مخ دی او د دغه وضعیت دوام به ناوړه پایلې ولري.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې له هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو څخه ۶۹۹ مواردو کې مور او یا ماشوم ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې په چاناک‌ کلا کې ۶۹ افغان کډوال نیول شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د ترکیې سمندرساتو په چاناک‌ کلا بندري ښار کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې ۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي خبر ورکړی، چې دغه کسان د چاناک‌ کلا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د ډسمبر تر ۱۲ مې نیټې پورې څه باندې ۲۴۷ زره بې اسناده کډوال نیولي دي.

افغانان د کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې سږکال په ترکیه کې نیول شوي دي.

تر افغانانو وروسته سوريايي وګړي دويمه ډله دي، چې نيول شوي دي.

د دغو رسمي شمېرو له مخې، سږ کال څه باندې ۶۷ زره او ۴۶۳ بې اسناد افغان کډوال د ترکیې په ښارونو او پولو کې نیول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په سلګونو زره افغان کډوال د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د طالبانو د تاوتريخوالي له امله په تېښته نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

ډیری یې اروپایی هیوادونو ته د رسیدو لپاره د ترکیې خطرناکه لاره غوره کړې ده.

د یادولو ده، چې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو پر نیونې او د هغوی پر ځورولو نیوکې کړي دي.

ندا محمد ندیم: تازه فارغ شوي محصلین باید په خالي بستونو کې په دندو وګمارل شي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زد‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد نديم د فريلانسېنګ تخصصي پروګرام په فراغت‌ غونډه کې ویلي، چې خالي بستونو باید تازه فارغو شويو محصلینو ته ورکړل شي.

نوموړي نن په غونډه کې د وینا پرمهال پرته له دې چې د نجونو د زدکړو په اړه خبرې وکړي زیاته کړه، چې ځوانان د ټولنې مهم قشر دي او په ټولنه کې لوړ حيثيت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د وزګارۍ کچه په بې ساري توګه زیاته شوې ده او ډیری تحصیلي کدرونه ان اړ شوي چې شاقه کارونه وکړي.

له دې سره، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه بیا د فريلانسېنګ تخصصي پروګرام په فراغت‌‌غونډه کې له ځوانانو وغوښتل، څو د هیواد د پرمختګ لپاره دې خپلې تحصیلي وړتیاوې زیاتې کړي.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته روزنیز نظام سخت زیانمن شوی، سلګونه خصوصي ‏پوهنتونونه او روزنیز مرکزونه بند شوي، ډیر شمیر استادانو هیواد پریښی او په درسي نصاب کې لوی بدلون رامنځته شوی خو بیا هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه ټینګار کوي، چې د هېواد ځوانان بايد خپل فکرونه د قيادت، ترقۍ او د هېوادوالو د خدمت لپاره عيار کړي او خپلې تحصيلي او کاري وړتياوې دې لوړې کړي.

له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوي او ددې ترڅنګ سلګونه لوستي ځوانان د اوږمهاله وزګارتیا له امله یا په شاقه کارونه لاس پورې کوي او یا هم هیواد پریږدي.

پاکستانی چارواکی: د سولې خبرې د پاکستاني طالبانو د ناقانونه غوښتنو له امله ناکام شوې

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۰

یو پاکستانی چارواکی د امیر خان متقي هغه ادعا ردوي، چې ګواکي اسلام اباد له پاکستاني طالبانو سره د سولې له خبرو وتلی دی. دغه چارواکي له نوم پرته پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د سولې خبرې د "ټي، ټي، پي د بې قانونه او بې منطقه غوښتنو" له امله ناکام شوې دي.

دې پاکستاني چارواکي همداراز زیاته کړې ده، چې پاکستاني طالبان په خبرو کې هڅه کوي څو د دغه هېواد پر قبايلي سيمو واکمن شي.

تر دې مخکې یو شمیر پاکستاني رسنیو د پاکستاني سناتور مشاهد حسین له قوله ویلي وو، چې امیر خان متقي د فلسطین په اړه د تهران نړیوال کنفرانس په څنډه کې هغه ته ویلي و، چې د پاکستاني چارواکو او د تحریک طالبان د مشرتابه تر منځ له ځینې کتنو وروسته، پاکستان د قبایلي سیمو د قانوني اړخ پرته ډیری جنجالي مسایل حل کړي دي.

رپوټونو کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې «ټي ټي پي غوښتل په خیبر پښتونخوا ایالت کې د قبایلي سیمو ادغام لغوه کړي، خو د پاکستان حکومت دا غوښتنه ونه منله او د خبرو له دوام یې ډډه وکړه." د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان موتاغي تر اوسه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر اوسه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۷مه) راپور ورکړ چې د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې واخیستل شي، د امیر خان متقي څرګندونې یې "بې بنسټه" وبللې او ویلي یې دي چې د نوموړي دا کیسه رښتیا نه ده.

سرچینې اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، «ایا موږ باید خپله خاوره دغو ترهګرو ته ورکړو؟ بلکل چې نه،» دغه چارواکي د خپلو خبرو پر دوام افغان طالبان "په دوه اړخیزو اړیکو کې د اوسني کړکېچ لپاره مسوول بللي دي.»

سرچینې اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان د سولې خبرې د بیا تنظیمولو لپاره د یوې بهانې په توګه کاروي او د هغه په ​​وینا دا یو بل لامل و چې د خبرو د پرمختګ مخه یې ونیوله.

دغه چارواکی وايي، چې پاکستان اوس روښانه دریځ خپل کړی او «د ټي ټي پي له ترهګرو سره به خبرې اترې ونه کړي.»

جاپان وايي د افغانستان له روغتیا برخې سره مرسته جاري ساتي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د عامې روغتیا له وزارت سره د درملو او امبولاسونو په برخه کې د جاپان د مرستو خبر ورکړ.

باختر خبري اژانس نن لیکلي، چې د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي د طالبانو د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په لیدنه کې ویلي، چې جاپان په نږدې وخت کې له افغانستان سره د درملو او ۱۳ امبولانسونو مرسته کوي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست قلندر عباد د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او افغان جاپان روغتون سره د جاپان هېواد مرستې د ستاینې وړ او جدي اړتیا بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان_ جاپان روغتون په ګډون په هیواد کې ډیری روغتونونه اوسمهال د درملو او طبي وسایلو له کموالي شکایت کوي.

شننې؛ د سانسور نوې څپه

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۵ GMT+۰
•
اسدالله غضنفر

څه موده مخکې د کتابونو یوه ناشر راته وویل، په کابل کې یې دوکان ته د اطلاعات و فرهنګ وزارت استازي ورغلي، ورته ویلي یې وو چې تر دې وروسته به کتابونه تر چاپ له مخه وزارت ته ورښکاره کوي او د وزارت له اجازې وروسته به د چاپ اجازه مومي.

تېره اونۍ مې ولوستل چې له کتابتونونو څخه د ځینو کتابونو د ټولولو بندوبست شوی دی. که دا خبرې جدي وي نو ویلی شو چې هېواد ته د کتابونو د سانسور نوې څپه راروانه ده.

ځینې فکرونه ټولنې ته مضر بلل کېږي او توقع ده چې حکومتونه یې باید مخه ونیسي، دغه بندیز ته سانسور وایي.

دغه تعریف کېدی شي سانسور یو بې ازاره او حتا ګټور عمل معرفي کړي خو سوال دا دی چې څوک، څه شی مضر ګڼي؟

د ۳۰۹ قمري کال په پسرلي کې د عباسي خلیفه مقتدر په زمانه کې د بغداد قاضي په حسین بن منصور حلاج باندې د اعدام حکم وکړ، ځکه د قاضي او ګڼو نورو په نظر د هغه عقاید ناسم وو خو په راتلونکو زمانو کې ورو ورو حسین بن منصور د خلکو په ذهنونو کې په لوی شهید او بزرګ بدل شو او وویل شول چې قاضي د هغه له نظریو سمه معنا نه وه اخیستې.

دلته وینو چې سم او ناسم معلومول اسانه نه دي او هغه څوک چې ځينو ته د بزرګ مقام لري، ځینو نورو ته د اعدام وړ دی.

په هره زمانه او هره ټولنه کې له ځینو فکرونو سره ځینو نورو مخالفت کړی دی. له فکر سره د فکر له لارې مخالفت د ټولنې د ودې سبب ګرځي خو د زور له لارې مخالفت که د قانون په اساس نه وي، د ټولنې فکري ودې ته سخته صدمه رسوي.

قانون ممکن پوره عادلانه نه وي او د هغو نظریاتو مخنیوی هم وکړي چې ټولنې ته تاوان پکې نشته، خو تر بې قانونه سانسور ځکه په مراتبو بهتر دی چې د فکر تولیدوونکي او خپروونکي مخکې تر مخکې په دې پوهوي چې د کومو، کومو خبرو د کولو حق نه لري.

په جرمني کې د فکر او بیان ازادي خورا زیاته ده، مګر په دغه هېواد کې دا اجازه نشته چې څوک د هتلر ستاینه وکړي یا مثلا د هغه لیکنې خپرې کړي. جرمنیان د خپل تاریخ په اساس استدلال کوي چې د هتلر فکرونه د تباهي سبب ګرځي نو بندیز یې پکار دی.

دغه قانوني بندیز به هغه وخت غیرعادلانه و چې د هتلر فکرونو تباهي نه وای راوستې، خو ان په هغه حالت کې به هم د فکر تولیدوونکي او خپروونکي صرف په څو مشخصو موردونو کې له بندیز سره مخامخ وو، حال دا چې بې قانونه سانسور د حافظ غونډاری دی او د فکر مصونیت له منځه وړي.

استاد حبیب الله رفیع راته کیسه کوله چې د شاهي نظام له نسکورېدو وروسته په اطلاعات و کلتور وزارت کې سانسورچیانو یوه ولسي نکل ته ځکه د چاپ اجازه ورنه کړه چې د (پاچا) کلمه پکې راغلې وه.

د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې کله سانسور وي خو داسې قانون نه وي چې د سانسور موارد یې واضح کړي وي، بیا د اطلاعاتو کلتور مامورین کمبختان ممکن د ځان له وېرې په ولسي نکلونو کې هم جمهوري نظام وغواړي.

قانون چې نه وي د سانسور حدود نه مامور او نه یې رییس ته معلومېږي او دوی د خپلو چوکیو د ساتلو لپاره شاید هرې خبرې ته د شک په سترګه وګوري.

البته، د ولسي نکل سانسورچیانو به شاید ځکه د( پاچا) په کلمه اور اخیستی وي چې ځان نوي نظام ته ډېر وفادار ثابت کړي. په بې قانوني کې غوړه مالي خامخا زیاتېږي.

د داوود خان مرحوم د جمهوریت په زمانه کې نه انټرنیت و، نه په ګاونډیو هېوادونو کې د افغاني کتابونو چاپ دومره اسانه و، نه د اوس غوندې په میلیونونو وطنوال په بهر کې وو، نه د اوس په اندازه غیردولتي ناشران فعال وو او نه ټولنه د اوس هومره سیاسي وه.

زمانه ډېره بدله شوې ده. که ځینې کسان د خپل ذهن، خپل ذوق او خپلې پوهې په اساس په بازار کې د موجودو اثارو یا چاپ ته چمتو آثارو سانسور شروع کړي، د فکر او قلم خاوندان به د وطن پرېښودلو ته وهڅېږي، په ټولنه کې به بدګومانۍ زیاتې شي او د ناشرانو کاروبار ته به صدمه ورسېږي.

ناشران نن سبا هسې هم له خپل کاروباره راضي نه ښکاري، د یو څه نور فشار په نتیجه کې ممکن ګڼ ناشران دوکانونه وتړي او یا هغه کتابونه چې تر اوسه یې په وطن کې چاپول، تر دې وروسته د ګاونډیو ملکونو په مطبعو کې چاپ او بیا یې په وطن کې په پټه خرڅ کړي.

په دیارلس سوه څوڅلوېښتمو کلونو کې د مشهور مورخ میرغلام محمد غبار (افغانستان در مسیر تاریخ ) کتاب په دولتي مطبعه کې چاپ او د څو نسخو تر خپرېدو وروسته سملاسي بند شو. په هغه زمانه کې به له کابو هر هغه چا سره چې د سیاست او مطالعې شوقي و، د دغه کتاب د لوستو سودا وه. زه هاله د هېواد په یوه متوسط ښار کې د ابتداییه دورې زده کوونکی وم. زموږ د مکتب د یوه ښوونکي په اړه به ویل کېدل چې د غبار تاریخ ورسره دی. ښوونکي به انکار کاوه خو ډېرو ته دی داسې څوک ښکارېده لکه چا چې خزانه موندلي وي او نورو ته حال نه وایي.

یو متن که لوستونکي ته د مسو حیثیت لری، سانسور یې ورته په طلا بدلولی شي.

ډېر کلونه پخوا چې د لېسې زدکوونکی وم، د پوهاند عبدالحی حبیبي د (ظهرالدین محمد بابرشاه) کتاب مې ولوست. د کتاب د منځ په یوه پاڼه کې یو ځای په درې، څلورو جملو باندې د سانسور په نیت تورې کرښې ایستل شوې وې. دغه پاڼه مې بیا بیا تېزې رڼا ته ونیوله چې ګوندې هغه کرښې ولوستلای شم.

(افغانستان در مسیر تاریخ) د ثور له کودتا وروسته بازار ته راووت، ډېر ژر خرڅ شو. موږ هم واخیست او ما په شوق ولوست. البته په دې سم پوه نه شوم چې ولې بندیز ورباندې لګېدلی و. شاید په دې وجه چې د بورژوازي او فیوډالیزم غوندې کلمې چې چپیانو به زیاتې استعمالولې، پکې ډېرې راغلې وې. سانسور چې د قانون په اساس نه وي، ډېر ځله ممکن د وهم پیداوار وي.

د استاد رباني د حکومت کلونه وو. په پېښور کې یوه افغان لیکوال خپل ناول چاپ کړ چې مرکزي کرکټر یې یو عیاش زلمی و. یو بل څوک دې نتیجې ته ورسېد چې لیکوال د ده د نوم بدولو لپاره دا ناول لیکلی دی نو سره جنجال یې شو. دوی خپل مشترک دوست ته سره ورغلل او هغه فیصله وروکړه چې لیکوال به خپل کتاب نه ویشي. څو کاله وروسته چې مرکزي کرکټر یو ډېر لرې وطن ته مهاجر شو، لیکوال د ناول د وېشلو جراات وکړ خو هیچا ونه ویل چې لیکوال پلانی ښیي. یوازې حکومتونه نه بلکې افراد هم د سانسور سبب کېږي او یوازې د حکومت کسانو ته نه بلکې عادي وګړو ته هم شاید وهم پیدا شی چې پلانۍ لیکنه به د ده بېخ و بنیاد وباسي.

د وروستي جمهوریت د اساسي قانون په څلوردېرشمه ماده کې راغلي دي « هر افغان حق لري چې د قانون له حکمونو سره سم، مطالب بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتي مقامونو ته وښیي، خپاره او نشر کړي.»

سانسور کله تر نشر له مخه وي، کله وروسته. د جمهوریت په اساسي قانون کې ولې ټینګار شوی دی چې دولتي ادارې د آثارو تر نشر له مخه د هغو لیدلو ته اړتیا نه لري؟ یوه وجه یې تخنیکي ده. تر چاپ له مخه سانسور د دې سبب کېږي چې آثار په مودو مودو له حکومت سره پاته شي او دا ځنډ لیکوال او ناشر ته ستونزې پیدا کوي.

بله وجه دا ده چې له چاپه وروسته که په کوم اثر اعتراض کېږي نو د سانسور اداره به هرکاره نه بلکې د دعوا یوه غاړه وي او دا به د منصفه هیات مخې ته ثابتوي چې لیکوال او ناشر غلط کار کړی دی. تر نشر له مخه سانسور تر ډېره حده یو اړخیز وي.

د کتاب سانسور که له نشره وروسته وي یا مخکې خو چې موارد یې په قانون کې تصریح شوي نه وي د فکر په تولید او خپراوي کې سختې ګډوډۍ راوستلای شي.

له بلې خوا د انټرنیټ په زمانه کې سانسور حکومتونو ته د ګټې په ځای ممکن تاوان ورسوي ځکه له چاپي سانسوره مایوس شوی لیکوال به مجازي فضا ته مخه کړي او هلته به لا زیات لوستونکي ولري.

د نوې تکنالوژي په زمانه کې د زور او قدرت خاوندان چې کله غواړي یوه خبره نااورېدلې پاته شي، نورې طریقې کاروي. دغو نویو طریقو ته د معاصر مفکر نوح هراري ښه پام شوي دي، دی وایي:

«نور نو د معلوماتو د پټولو له لارې سانسور بې اثره دی. اوس بلا ناسم معلومات ورکول کېږي، بې ارتباطه معلومات خپرېږي او د ساتېري بې معنا ویدیوګانې جوړېږي څو په دې توګه ستا ذهن تمرکز ته پرې نه ږدي.»

د ۱۶۰۰ میلادي کال په ژمي کې د روم ښار د ګلونو په چوک کې فیلسوف او نجومي جیوردانو برونو د خپلو فکرونو په جرم په اور کې لولپه شو. کابو درې سوه کاله وروسته په هماغه میدان کې د ده مجسمه ودرول شوه.

معنا نه په توره غوڅېږي او نه په بند کې ایسارېږي. له بنده خامخا راوځي. په تېرو زمانو کې به یې راوتلو کله کله یو څه ډېر وخت وغوښت خو د اڼټرنیټ په زمانه کې یې راوتل ډېر ځله وخت نه غواړي. که یو حکومت وغواړي چې یو کتاب خامخا ولوستل شي، سانسور دې ورباندې ولګوي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.