تېره اونۍ مې ولوستل چې له کتابتونونو څخه د ځینو کتابونو د ټولولو بندوبست شوی دی. که دا خبرې جدي وي نو ویلی شو چې هېواد ته د کتابونو د سانسور نوې څپه راروانه ده.
ځینې فکرونه ټولنې ته مضر بلل کېږي او توقع ده چې حکومتونه یې باید مخه ونیسي، دغه بندیز ته سانسور وایي.
دغه تعریف کېدی شي سانسور یو بې ازاره او حتا ګټور عمل معرفي کړي خو سوال دا دی چې څوک، څه شی مضر ګڼي؟
د ۳۰۹ قمري کال په پسرلي کې د عباسي خلیفه مقتدر په زمانه کې د بغداد قاضي په حسین بن منصور حلاج باندې د اعدام حکم وکړ، ځکه د قاضي او ګڼو نورو په نظر د هغه عقاید ناسم وو خو په راتلونکو زمانو کې ورو ورو حسین بن منصور د خلکو په ذهنونو کې په لوی شهید او بزرګ بدل شو او وویل شول چې قاضي د هغه له نظریو سمه معنا نه وه اخیستې.
دلته وینو چې سم او ناسم معلومول اسانه نه دي او هغه څوک چې ځينو ته د بزرګ مقام لري، ځینو نورو ته د اعدام وړ دی.
په هره زمانه او هره ټولنه کې له ځینو فکرونو سره ځینو نورو مخالفت کړی دی. له فکر سره د فکر له لارې مخالفت د ټولنې د ودې سبب ګرځي خو د زور له لارې مخالفت که د قانون په اساس نه وي، د ټولنې فکري ودې ته سخته صدمه رسوي.
قانون ممکن پوره عادلانه نه وي او د هغو نظریاتو مخنیوی هم وکړي چې ټولنې ته تاوان پکې نشته، خو تر بې قانونه سانسور ځکه په مراتبو بهتر دی چې د فکر تولیدوونکي او خپروونکي مخکې تر مخکې په دې پوهوي چې د کومو، کومو خبرو د کولو حق نه لري.
په جرمني کې د فکر او بیان ازادي خورا زیاته ده، مګر په دغه هېواد کې دا اجازه نشته چې څوک د هتلر ستاینه وکړي یا مثلا د هغه لیکنې خپرې کړي. جرمنیان د خپل تاریخ په اساس استدلال کوي چې د هتلر فکرونه د تباهي سبب ګرځي نو بندیز یې پکار دی.
دغه قانوني بندیز به هغه وخت غیرعادلانه و چې د هتلر فکرونو تباهي نه وای راوستې، خو ان په هغه حالت کې به هم د فکر تولیدوونکي او خپروونکي صرف په څو مشخصو موردونو کې له بندیز سره مخامخ وو، حال دا چې بې قانونه سانسور د حافظ غونډاری دی او د فکر مصونیت له منځه وړي.
استاد حبیب الله رفیع راته کیسه کوله چې د شاهي نظام له نسکورېدو وروسته په اطلاعات و کلتور وزارت کې سانسورچیانو یوه ولسي نکل ته ځکه د چاپ اجازه ورنه کړه چې د (پاچا) کلمه پکې راغلې وه.
د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې کله سانسور وي خو داسې قانون نه وي چې د سانسور موارد یې واضح کړي وي، بیا د اطلاعاتو کلتور مامورین کمبختان ممکن د ځان له وېرې په ولسي نکلونو کې هم جمهوري نظام وغواړي.