یورو اېشیا ټایمز: د طالبانو له خوا د اوبو د بندونو جوړولو د دوی ګاونډیان غوسه کړي دي

یورو اېشیا ټایمز خپرونه وايي، د طالبانو حکومت چې نړیوالو لا تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان پر سېندونو د بندونو د جوړولو پلانونو ته دوام ورکوي.

یورو اېشیا ټایمز خپرونه وايي، د طالبانو حکومت چې نړیوالو لا تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان پر سېندونو د بندونو د جوړولو پلانونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د اوبو مدیریت او په دې برخه کې کار ته د پخواني جمهور رییس اشرف غني د واک پر مهال ډېر پام ور واوښت چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسیدو وروسته دوی هم په دې برخه کې د تېر حکومت د ځینو طرحو پلي کولو ته دوام ورکړ.
یورو ایشیا ټایمز د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، «افغانستان باید د خپلو سېندونو اوبه مدیریت کړي هغه که فراه کې وي، که هلمند کې وي، که فاریاب کې وي او یا کونړ کې وي.»
د نوموړي په وینا، د دوی حکومت خپله پرېکړه کړې ده او دا افغانستان د خلکو حق دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
د یورو ایشیا ټایمز د دې لیکنې په بله برخه کې راغلي: «هندوستان چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د سلما د بند په جوړولو کې مرسته وکړه، اوس چمتو دی چې خپلې تخنیکي تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.»
د خپرونې لیکوال وړاندې وايي: «د کونړ پر سېند د بریښنا د بند جوړول پاکستان خوابدی کوي او هغه د پاکستان پر ضد د دښمنۍ یو اقدام ګڼي.»


د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر هدایت الله بدري په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته هر کس کولای شي له خپلو حسابونو څخه په میاشت کې تر درې زرو امریکايي ډالره وباسي.
دا رنګه نوموړي ویلي، په بانکونو کې د افغانیو حساب لرونکي بیا په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانۍ له خپل حسابه اخیستی شي.
خو په افغانستان کې د بانکونو ګڼ حساب لرونکي د طالب چارواکو د دغو ادعاوو په خلاف، د پیسو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو شکایت کوي او وايي، په دې سوړ ژمي کې ساعتونه، ساعتونه د خپلو تنخوا او پیسو د ترلاسه کولو لپاره پر سړکونو د بانکونو مخې ته تمه وي او خپلې پیسې په ډېرې سختۍ سره ترلاسه کوي.
دغه طالب چارواکي دا ادعا هم وکړه، چې د دوی د پولي سیاستونو له امله افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د نړۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په سر کې ځای لري.
نوموړي دغه راز د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د طالبانو د رژیم لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې بانکي سکتور ښه پر مخ روان دی.
خو د طالب واکمنۍ پر مهال د افغاني بانک نوټونو د چاپ اعلان په لومړي ځل د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ کړی و.

د امریکا د زلزله پېژندنې او ارزونې مرکز د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې د هرات شمال لوېدیځ ته په ۱۴ کیلومترۍ کې د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې او ۷،۵ کیلومتره ژوروالي زلزله وشوه. په ورته وخت کې د زلزلې ټکانونه په ایران او ترکمنستان کې هم حس شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې زلزله د شپې ۱۲:۲۶ دقیقې وشوه، چې نسبتاً زوروه وه.
تر اوسه د زیانونو په اړه معلومات نه شته.
د زلزلو د پېژندنې او ارزونې ادارې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، چې دا زلزله د هرات سربېره په غور او بادغس کې هم حس شوې ده.
ویب پاڼه زیاتوي، چې په ورته وخت کې د ایران او ترکمنستان یو شمېر سیمې هم زلزلې لړزولي دي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ته منسوب یو سند خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې وژل شوی ځانمرګی تېر کال د تورخم له لارې افغانستان ته تللی و او په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.
د نیوز انټرنشنل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې د دېره اسماعیل خان اصلي بریدګر صفت الله د پاکستان د لکی مروت سیمې د سرای نو رنګ کلي اوسېدونکی و، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۱ نېټه تللی و.
دغه هېواد چارواکي وايي؛ پاکستان ته د هغه د قانوني راستنېدو هېڅ سند نه شته او داسې ښکاري چې صفت الله په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.
رسنیو راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست نوموړی د هغه موټر د سیریل نمبر او د هغه سیم کارتونو له لارې وپېژاند چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان په څو ځایونو کې کارولي وو.
د لیندۍ په ۲۱ مه د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ.
د پاکستان پوځ ویلي؛ بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي ځواکونو د اډې ودانۍ سره چاودولی، چې لږترلږه ۲۳ پوځیان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د دې پېښې پړه تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د لیندۍ په ۳۰ مه اعلان وکړ، چې دوه ځانمرګي برید کوونکي افغانان وو.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د شپږو افغانانو په ګډون ۹ تنه د دغه برید د «اسانتیا» په تور نیول شوي دي.
په دې ځانمرګو کې یو هم حسن افغاني چې په شاکر مشهور و، په دېره اسماعیل خان کې له ځانمرګي برید مخکې یو ویډیويي پیغام خپور کړ.
دغې ادارې دا هم ویلي، چې په برید کې د وژل شوي بل ځانمرګي بریدګر چې صفت الله مروت نومېږي، د هویت کارت او د اوسېدو ځای دا ثابتوي چې بریدګر "د یوه ګاونډي هېواد سره تعلق لري".
په دغو اسنادو کې ویل شوي چې د صفت الله مروت پلار تایید کړې چې زوی یې د افغانستان د طالبانو له اسلامي امارت سره تړاو لري.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د پاکستاني طالبانو جنګیالي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.
خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې دي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، چې د خوړو د نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې د افغانستان نیمايي نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ۱۷،۹ میلیونه خلک کیفیت لرونکي روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.
په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې په لرو پرتو سيمو او کليو کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی دوی له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د سویس د یوې نړۍوالې غیر دولتي خیریه موسسې له پروګرامونو څخه ۲۳۴ زره ۱۱۷ کسانو ګټه اخیستې ده.
په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ۱۸۵ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د روان کال په نیمایي کې د کډوالو نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې ۷۰ سلنه افغانان د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د بې وزلۍ او اوزګارۍ کچه زیاته شوې ده.

مقوله ده، چې ستا تېر تاریخ ستا راتلونکې نه شي تعینولی؛ خو له تاریخ څخه باید یو څه یاد کړو نه دا چې د تاریخ په تورو ورځو کې ژوند وکړو او تېر تاریخ د دې باعث شي، چې د اوس او راتلونکي لپاره خپله لاره او تګلاره تعین نه کړی شو.
په افغانستان کې د سپینو ورځو په عوض د تورو ورځو شمېر زیات و او اوس هم ورځ تر بلې تورې ورځې زیاتیږي.
خبره دا ده، چې کومه - کومه توره ورځ وغندو ؟
د پخوانيو پادشاهانو او امیرانو له جنګونو څخه یې پیل کړو او که د کودتاه ګانو او نظامونو د ړنګېدلو او بهرنیانو له یرغلونو څخه؟
دا د تاریخي شالید د څېړنې په اړه د ګڼ شمېره تورو ورځو د شمار د لومړیتونو غوراوی دی.
د هرې مرحلې ورځې تورې ورځې وې؛ ځکه د علم او پرمختګ د فرهنګ په عوض د جنګ، د وطن د ورانولو او ورور وژنې فرهنګ زیات شوي او رواج شوی دی.
ایا د افغانانو لپاره همدا نن توره ورځ نه ده؟
ایا همدا نن توره ورځ نه ده، چې افغان بچي ته نه په بهر او نه دننه څوک په درنه سترګه نه ګوري؟
همدا اوس د نجونو په تعلیم بندیز، هره ورځ یې توره ورځ نه ده؟
ایا د یو غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمیت موجودیت چې نړېوال او ملي مشروعیت نه لري، هره ورځ یې د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟
روان جبر او وحشت د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟
کله چې یو د هېواد حاکمیت ملي او نړېوال مشروعیت ونه لري، سفارتونه یې فلج وي، د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو چوکۍ ورسره نه وي، بانکي سیستم یې فلج وي، ولس یې له حاکمانو څخه فرار کوي، مشران یې ورځ تر بلې په تور لېست کې اضافه کیږي، د داسې ملت هره ورځ توره ورځ نه ده؟
ایا په یو ملت باندې داسې نامعلومه کس حکومت کوي، چې ولس او خپل ملګري یې نه شي لیدلی، دا هره ورځ توره ورځ نه ده؟
ایا یو ملت چې نه یې مشر او نه یې کشر، نه یې عالم او نه یې جاهل اعتبار نه لري، داسې ملت په تورو ورځو کې شپې او ورځې نه تېروي؟
د هر جنګ نه وروسته د دنیا د پرمختګ او سیالیو نه چې یو هېواد وروسته پاتې کیږي، ایا دا ورځې تورې ورځې نه دي؟

یوه کیسه مې راپه یاد شوه.
د ۱۳۵۸ل کال په اولو کې د کوز کونړ یو قومي مشر حاجي سیف الدین خان راته وویل، چې روسان به خامخا په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کیږي.
ما ورته وویل، چې حاجي صیب روسان (شوروي اتحاد) یو سوپر پاور دی؛ نو څنګه د خړو پړو مجاهدینو له لاسه د ماتې سره مخامخ کېدلی شي؟
حاجي صیب راته وویل، چې خبره په مجاهدینو کې نه ده؛ خبره د شوروي اتحاد او د امریکي په مشرۍ د غرب رقابت کې ده. شوروي اتحاد چې هره ورځ په افغانستان کې تېروي، د خپل رقیب څخه وروسته پاتې کیږي. له افغانانو څخه څه ځي؟ نه فابریکې لري، چې ودرېږي او نه بل کار و بار. بس غنم وکري، بیا د دېوال چنو ته میاشتې - میاشتې پراته وي او بچي راوړي. د جنګ بشري قوه نه کمیږي او په وژلو نه کیږي. روسان دلته ستړي کیږي او مجبوریږي چې له افغانستانه ووځي ځکه دلته ورته موجودیت ګټور نه تمامیږي.
هغه وخت د امریکې د ملي امنیت مشاور بريژنسکي هم د حاجي صیب سیفدالدین خان غوندې تحلیل نه درلود ځکه هغوی هم په دې باور نه وو، چې شوروي اتحاد قواوې دې له افغانستانه ووځي. هغه وخت ویل کیدل چې شوروي اتحاد د پیل پښه ده چې یو ځلې چیرته کیږدي نو بیرته په شا کیږي.
امریکا او د هغوي غربي او اسلامي هیوادونو یوازې غوښتل یې چې د ماشي عملیات په افغانستان کې جاري وساتي تر څو د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه هند سمندر ته او هم نورو اسلامي هیوادونو کې ونیسي. د ماشي عملیاتو ته یې Operation Mosquitoes ویل چې روسان ستړي او مصروفه کړي.
که د انګریزانو تاریخ ولولئ خبره بیا هماغه ده، چې د هند په راج یې د افغانستان اشغال ساته او نور ستړي شوي وو، چې په افغانستان کې اوسېدل ورته ارزښت نه لري.
د امریکا محاسبه هم همدا وه، چې په افغانستان کې ورته اوسېدل اهمیت نه لري او د خپلو اهدافو لپاره یې طالبان غوره وګڼل.
د افغانانو د مشرانو محاسبه دا نه وه؛ خو د پاکستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو محاسبه دا وه، چې امریکا د افغانستان څخه وځي؛ نو پاکستان د ماشي د عملیاتو تجربه یې بېرته په امریکا عملي کړله. که د تاریخ نه عبرت وانه خستل شي؛ نو بیا د ماشي د عملیاتو تجربه به بیا تکرار شي او طالبان به بیا د غوماشو ښکار شي.
لکه څنګه چې جمهوریت په اولو کلونو کې د طالبانو د محوه کولو خبرې کولې؛ خو د ماشي عملیاتو تجربه یې هیره وه. اوس له طالبانو هم د خپلو ماشو عملیاتو تجربه ډیره ژر هېره شوې او نه پوهیږي، چې همدا ماشي د دوی غوندې یوه ورځ لکه د دوی په څېر په غوماشو بدلیدلی شي.
پدې توګه تورې ورځې دومره ډېرې دي، چې هماغه د کفن کش قصه ده. ټولې تورې ورځې د غندلو دي؛ خو د تېرو تورو ورځو او تاریخ نه باید یو څه زده کړو ځکه هغوي چې د ماشو نه غوماشي جوړوي، ډېر ماهره دي.
عاقبت بخیر
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.