• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننې؛ اخر کومه توره ورځ؟

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۰

مقوله ده، چې ستا تېر تاریخ ستا راتلونکې نه شي تعینولی؛ خو له تاریخ څخه باید یو څه یاد کړو نه دا چې د تاریخ په تورو ورځو کې ژوند وکړو او تېر تاریخ د دې باعث شي، چې د اوس او راتلونکي لپاره خپله لاره او تګلاره تعین نه کړی شو.

په افغانستان کې د سپینو ورځو په عوض د تورو ورځو شمېر زیات و او اوس هم ورځ تر بلې تورې ورځې زیاتیږي.

خبره دا ده، چې کومه - کومه توره ورځ وغندو ؟

د پخوانيو پادشاهانو او امیرانو له جنګونو څخه یې پیل کړو او که د کودتاه ګانو او نظامونو د ړنګېدلو او بهرنیانو له یرغلونو څخه؟
دا د تاریخي شالید د څېړنې په اړه د ګڼ شمېره تورو ورځو د شمار د لومړیتونو غوراوی دی.

د هرې مرحلې ورځې تورې ورځې وې؛ ځکه د علم او پرمختګ د فرهنګ په عوض د جنګ، د وطن د ورانولو او ورور وژنې فرهنګ زیات شوي او رواج شوی دی.

ایا د افغانانو لپاره همدا نن توره ورځ نه ده؟
ایا همدا نن توره ورځ نه ده، چې افغان بچي ته نه په بهر او نه دننه څوک په درنه سترګه نه ګوري؟

همدا اوس د نجونو په تعلیم بندیز، هره ورځ یې توره ورځ نه ده؟

ایا د یو غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمیت موجودیت چې نړېوال او ملي مشروعیت نه لري، هره ورځ یې د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟

روان جبر او وحشت د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟

کله چې یو د هېواد حاکمیت ملي او نړېوال مشروعیت ونه لري، سفارتونه یې فلج وي، د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو چوکۍ ورسره نه وي، بانکي سیستم یې فلج وي، ولس یې له حاکمانو څخه فرار کوي، مشران یې ورځ تر بلې په تور لېست کې اضافه کیږي، د داسې ملت هره ورځ توره ورځ نه ده؟

ایا په یو ملت باندې داسې نامعلومه کس حکومت کوي، چې ولس او خپل ملګري یې نه شي لیدلی، دا هره ورځ توره ورځ نه ده؟

ایا یو ملت چې نه یې مشر او نه یې کشر، نه یې عالم او نه یې جاهل اعتبار نه لري، داسې ملت په تورو ورځو کې شپې او ورځې نه تېروي؟

د هر جنګ نه وروسته د دنیا د پرمختګ او سیالیو نه چې یو هېواد وروسته پاتې کیږي، ایا دا ورځې تورې ورځې نه دي؟

د روسي ځواکونو د وروستی قطار
100%
د روسي ځواکونو د وروستی قطار

یوه کیسه مې راپه یاد شوه.
د ۱۳۵۸ل کال په اولو کې د کوز کونړ یو قومي مشر حاجي سیف الدین خان راته وویل، چې روسان به خامخا په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کیږي.

ما ورته وویل، چې حاجي صیب روسان (شوروي اتحاد) یو سوپر پاور دی؛ نو څنګه د خړو پړو مجاهدینو له لاسه د ماتې سره مخامخ کېدلی شي؟
حاجي صیب راته وویل، چې خبره په مجاهدینو کې نه ده؛ خبره د شوروي اتحاد او د امریکي په مشرۍ د غرب رقابت کې ده. شوروي اتحاد چې هره ورځ په افغانستان کې تېروي، د خپل رقیب څخه وروسته پاتې کیږي. له افغانانو څخه څه ځي؟ نه فابریکې لري، چې ودرېږي او نه بل کار و بار. بس غنم وکري، بیا د دېوال چنو ته میاشتې - میاشتې پراته وي او بچي راوړي. د جنګ بشري قوه نه کمیږي او په وژلو نه کیږي. روسان دلته ستړي کیږي او مجبوریږي چې له افغانستانه ووځي ځکه دلته ورته موجودیت ګټور نه تمامیږي.

هغه وخت د امریکې د ملي امنیت مشاور بريژنسکي هم د حاجي صیب سیفدالدین خان غوندې تحلیل نه درلود ځکه هغوی هم په دې باور نه وو، چې شوروي اتحاد قواوې دې له افغانستانه ووځي. هغه وخت ویل کیدل چې شوروي اتحاد د پیل پښه ده چې یو ځلې چیرته کیږدي نو بیرته په شا کیږي.
امریکا او د هغوي غربي او اسلامي هیوادونو یوازې غوښتل یې چې د ماشي عملیات په افغانستان کې جاري وساتي تر څو د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه هند سمندر ته او هم نورو اسلامي هیوادونو کې ونیسي. د ماشي عملیاتو ته یې Operation Mosquitoes ویل چې روسان ستړي او مصروفه کړي.

که د انګریزانو تاریخ ولولئ خبره بیا هماغه ده، چې د هند په راج یې د افغانستان اشغال ساته او نور ستړي شوي وو، چې په افغانستان کې اوسېدل ورته ارزښت نه لري.

د امریکا محاسبه هم همدا وه، چې په افغانستان کې ورته اوسېدل اهمیت نه لري او د خپلو اهدافو لپاره یې طالبان غوره وګڼل.

د افغانانو د مشرانو محاسبه دا نه وه؛ خو د پاکستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو محاسبه دا وه، چې امریکا د افغانستان څخه وځي؛ نو پاکستان د ماشي د عملیاتو تجربه یې بېرته په امریکا عملي کړله. که د تاریخ نه عبرت وانه خستل شي؛ نو بیا د ماشي د عملیاتو تجربه به بیا تکرار شي او طالبان به بیا د غوماشو ښکار شي.

لکه څنګه چې جمهوریت په اولو کلونو کې د طالبانو د محوه کولو خبرې کولې؛ خو د ماشي عملیاتو تجربه یې هیره وه. اوس له طالبانو هم د خپلو ماشو عملیاتو تجربه ډیره ژر هېره شوې او نه پوهیږي، چې همدا ماشي د دوی غوندې یوه ورځ لکه د دوی په څېر په غوماشو بدلیدلی شي.

پدې توګه تورې ورځې دومره ډېرې دي، چې هماغه د کفن کش قصه ده. ټولې تورې ورځې د غندلو دي؛ خو د تېرو تورو ورځو او تاریخ نه باید یو څه زده کړو ځکه هغوي چې د ماشو نه غوماشي جوړوي، ډېر ماهره دي.

عاقبت بخیر

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي: له ۴ لکه او ۴۹ زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ تر دې دمه له۴ لکه او ۴۹ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ د چهار شنبې په ورځ (د مرغومي په ۶مه) د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، تېره ورځ له پاکستانه یو زرو ۷۵ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه رسنۍ ریاتوي، چې خپلو هېواد ته د افغان اتباعو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.

د دغو کډوالو د موقتي استوګنځايونو لپاره هم تیاری نیول شوی دی او لومړني اړین وسایل هم ورته برابر شوي دي.

دغې رسنۍ د سې شنبې په ورځ (د مرغومي په ۵مه) د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي وو، چې په تېرو دوه ورځو کې له پاکستانه ۲ زره او ۵۷۳ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

اسلام اباد ویلي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.

په غزني ولايت کې د ګاز له کبله د يوې کورنۍ ۵ کسان مړه شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر وایي، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ د پلار او مور ترڅنګ درې ماشومان هم مړه شوي دي. د هوا په سړېدو په ډېرو نورو ولايتونو کې هم ورته پېښي رامنځته شوي.

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو امر منصور افغان وايي، چې د عبدالصبور په نوم دغه کس د خپلي مېرمنې او درېیو ماشومانو سره د ګازي بخارۍ له کبله مړه شوي دي.

نوموړي وايي؛ دغه پېښه د غزني د پنځمې ناحيې د غيب قلندر په سېمه کې په یوه کور کې رامنځته شوې، چې دغه کورنۍ اصلي د دې ولايت د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

د منصور افغان په خبره، چې دا ډول پېښې تېر کال هم په دې ولایت کې شوي؛ خو د ارقامو په اړه يې معلومات نه درلودل.

هغه وايي، چې په دې برخه کې به د خلکو د پوهاوي لپاره کمپاينونه هم زيات کړي.

د يادوني وړ ده، چې د تېرې شبنې په ورځ د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ کې د واده د مراسمو څو ساعته وروسته يوه نوې واده شوې مېرمن هم د ګازو د بخارۍ له کبله مړه شوې وه.

د هوا په سړېدو ډېری افغانې کورنۍ د کورنو د تودېدو لپاره له ګازي بخاريو څخه کار اخلي، چې زيات مهال له اطاقونو څخه د هوا وتلو د منظم سیسټم د نه شتون او د بې احتياطۍ له کبله له دا ډول پېښو سره مخ کېږي.

د کابل طبي پوهنتون یو استاد او ډاکټر ووژل شو

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد نن کابل ښار کې ووژل شو. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ کورنیو رسنیو ته ویلي، هغه کس یې نیولی چې د ډاکټر همدرد کورنۍ د نوموړي قاتل بللی دی.

د ډاکټر همدرد ملګرو په خواله رسنیو کې کې لیکلي، چې نوموړی په کارته نو کې د خپلې معاینه خانې مخ ته وژل شوی دی.

خواله رسنیو کې ځینې ډاکټرانو د ډاکټر همدرد پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او په خپله برخه کې یې وړ کس بللی دی.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د پوره امنیت دعوه کوي؛ خو وخت ناوخت کابل او ولایتونو کې هدفي وژنې کېږي.

تېره اونۍ په ننګرهار کې یو شپږ کلن ماشوم هم د تښتوونکو له لوري لومړی تښتول شوی او بیا یې وژلی دی، چې طالبانو یې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر حالاتو وغږېدل

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر حالاتو، د اوکراین پر کړکېچ او د اسیا پیسپیک سیمې پر اوسني وضعیت وغږېد. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاروف د چهارشنبې په ورځ له هندي سیال سورامانیا جي شنکر سره په مسکو کې ولیدل.

سرګي لاوروف یوازې دا ویلي چې له هندي سیال سره یې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې؛ خو نور یې وضاحت نه دی کړی.

جي شنکر چې مسکو ته د پنځو ورځو لپاره تللی، له روسي سیال سره یې خپله لیدنه ګټوره بللې او پر خپل اېکس یې لیکلي، چې پر خپلمنځي مسالو سربېره؛ پر افغانستان، اوکراین، هند نیمه وچه، اسیا، غزه او نورو مسلو خبرې وکړې.

هند او روسیه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو د افغانستان د وضعیت په هکله ګډه اندېښنه لري او هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو هیله لري.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره مسکو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او مختلفو برخو کې له دې ډلې سره اړیکي ساتي.

نوي ډېلي که څه هم د طالبانو د واک په دویم کال خپل تخنیکي ټیم د کابل سفارت ته لېږلی؛ خو تر اوسه یې یوازې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

په ګردېز ښار کې د ښځو په مشرۍ يو کلينيک پرانيستل شو

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۰

فرانس پريس خبري اژانس د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د ښځينه کارکوونکو په مرسته د يوه ولادي کلينیک د پرانيستلو خبر ورکړی. دغه کلینیک د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مرسته جوړ شوی، چې هره ورځ د لسو مېرمنو د زېږون خدمات په کې وړاندې کېږي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس محمد منصور وویل؛ دا ډول کلینیک چې د «شریعت د اصولو» او روغتيا پر بنسټ جوړ شوی، په ډېرو ولایتونو کې نه شته.

افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د تازه شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې ۶۳۸ښځې مري، په داسې حال کې چې په فرانسه کې دا شمېره ۸ مېرمنو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر ترژ واتردال وايي، چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو د مړينې شمېره ۵ زرو ته رسيږي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه غواړي د افغان مېندو د مړينې د مخنيوي لپاره د افغانستان په څلورو نورو ولايتونو کې هم ورته کلينيکونه جوړ کړي.

په کابل کې د یوې غیر دولتي روغتيايي موسسې د روغتیا همغږي کوونکي نورخانم احمدزي وویل، په افغانستان کې د روغتيايي سیسټم سقوط د دې لامل شوی، چې روغتيايي اسانتياو ته نه لاس رسي د زېږون پرمهال د زياتو مېرمنو د مړينې سبب شوی.

هغه وایي، چې په روغتونونو کې د هر زېږون بيه شاوخوا دوه زره افغانۍ ده او مېرمنې د اقتصادي ستونزو له امله په کور کې زېږون تر سره کولو ته زړه ښه کوي.

په افغانستان کې د زېږون د نادولتي روغتيايي موسسو د شمېرو له مخې؛ ۴۰ سلنه افغان مېرمنې په کورنو کې زېږون کوي؛ خو په لرې پرتو سېمو کې دا شمېره ۸۰ سلنه ته رسېږي.

د دې سازمانونو په خبره؛ د امندوارو مېرمنو ژوند هغه وخت له خطر سره مخ کېږي، کله چې خاوند او يا مېرمن په روغتون کې له بستر کېدو څخه انکار وکړي.

مېرمنو ته د زېږون پر مهال روغتياپالانو ته د بدن ښکاره کول «شرم» يو له هغو لاملونو څخه دی، چې ښځې د خوندي زېږون لپاره روغتيايي مرکزونو ته نه ځي.

د غيرې دولتي موسسو پر فعاليتونو د طالبانو محدويتونه هم يو له هغو خنډونو څخه دي، چې د مېرمنو روغتيا او زېږون ته يې د دوی لاس رسی اغېزمن کړی دی.

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر وايي، طالبان غواړي ګرځنده روغتيايي ټيمونه بند او ځان ترې خلاص کړي ځکه دغه ډله نه شي کولی د امیدوارۍ مخنيوی لپاره روغتيايي پيغامونه کنټرول کړي.

په افغانستان کې د بې سرحده داکټرانو مشر فيليپه ربیبيرو فرانس پريس اژانس ته وويل: « په دې ورځو کې د يوې مېرمنې لپاره د زېږون مخکې او وروسته پاملرنې ته لاسرسی نور هم پېچلی شوی دی.»

د ښاغلي ريبيرو په وينا؛ د افغانستان د روغتيايي سیستم د سقوط، د مرستندويه د همکارۍ بندېدل او ښځینه روغتياپالانو دندې پرېښودل په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو د کچې د لوړېدو لامل ګرځېدلې.