• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي ویلي وروستیو شېبو کې پاکستان ټي‌ټي‌پي سره له هوکړې په شا شو،خو پاکستان یې خبرې رد کړې

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۴ GMT+۰

اسلام اباد د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعا رد کړه، چې ویلي و پاکستان په وروستیو شېبو کې د تحریک طالبان پاکستان سره له هوکړې په شا شو. د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، دغې ډلې هڅه کړې چې د قبایلی سیمو ځینې برخې تر کنټرول لاندې راولي.

تېره اونۍ په تهران کې د فلسطین په کنفرانس کې د طالبانود بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی او سناتور مجاهد حسین سید تر منځ د خبرو اترو په ترڅ کې متقی ادعا وکړه، چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ ډېرې مسلې په ۲۰۲۲ کې حل شوې.
هغه زیاته کړه، چې د شخړې یوازینی پاتې ټکی د پخواني فدرال اداره شوې قبایلي سیمو (فاټا) ادغام په اړه و.
د متقی په وینا، پاکستان هغه وخت له دغې هوکړې ووت، چې دواړه لوري د یوې هوکړې د وروستي کولو په درشل کې وو؛ خو یو پاکستاني چارواکي، د متقي دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې او ویې ویل، چې د افغان ډیپلوماټ دغه خبرې ریښتینې نه دي.
د چهارشنبې په ورځ د اېکسپرېس ټریبیون سره په خبرو کې دغه چارواکي چې، د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کولې، څرګنده کړه چې خبرې اترې د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د نا معقوله غوښتنو له امله ناکامې شوې.
دغه چارواکي دا روښانه کړه، چې د خبرو اترو تر پوښښ لاندې، د ترهګرې ډلې موخه دا وه چې د افغان طالبانو په خاموش ملاتړ سره په پخوانیو قبایلي سیمو کې خپله "امپراتوري" جوړه کړي.

دغه چارواکي ټینګار وکړ، پاکستان افغان طالبانو ته کافي وخت ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان ګواښ له منځه یوسي.
هغه وایي، موږ شواهد وړاندې کړل او په افغانستان کې مو د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو ځایونه په نښه کړل؛ خو د دغو هڅو سره سره، افغان طالبانو یوازې ژمنې وکړې او د ټي‌ټي‌پي پر ضد په اساسي اقدام کې پاتې راغلل.
هغه زیاته کړه،ر چې پاکستان اوس روښانه دریځ غوره کړی دی: "له ترهګرو سره به خبرې اترې ونه شی."
د دغه چارواکي په وینا، افغان طالبان باید د ټي‌ټي‌پي او د هغو د ملګرو پر وړاندې د تایید وړ ګامونه پورته کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ خرابې شوې، چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د لوړې کچې ناندریو او تربګنیو زور واخیست.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرام تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې افغان طالبان تورن کړل، چې دوی ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او په پاکستان کې ټول وسله‌وال بریدونه د طالبانو تر واک لاندې خاوره کې پلانیږي.

منیر اکرم دا هم وویل، چې نن سبا افغان طالبان نه یوازې پاکستان ته ګواښونه پېښوي؛ بلکې سیمې او نړۍ ته یې هم ګواښ پېښ کړی دی، هغه ادعا چې طالبانو په کلکه رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پولیسو له لوري د شاه محمود قریشي په نیولو یو شمېر افغانانو د خوښیو غبرګونونه ښودلي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۷ GMT+۰

له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر او تحریک انصاف ګوند د مخکښ غړي شاه محمود قریشي هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې د راولپنډۍ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې بیرته پولیس نیسي او په ناسم ډول یې ګاډي ته پورته کوي.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا له قریشي سره پر شوي چلند سخت په غوسه دی.

د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۶مه) د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي او د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي هغه ویډیو پر ټویټر خپره شوه چې نوموړی د راولپنډۍ له زندانه تر خوشې کېدو سملاسي وروسته بیا ځلې د پولیسو له لوري نیول کیږي او په زور د پولیسو موټر ته پورته کړل کیږي.

100%

نوموړی پولیسو ته د یو لیک په ښکاره کولو سره وايي چې د سترې محکمې په امر خوشی شوی او پولیس یې د نیولو حق نه لري، خو پولیس د نوموړي خبرې نه اوري او قریشي په کش کولو موټر ته پورته کوي.

له قریشي سره د پولیسو د داسې چلند په اړه ګڼو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو خوښي ښودلې ده.

لیکوال او د ټولنیزو رسنیو فعال مجید قرار د پولیسو له لوري د قریشي د نیولو ویډیو شریکه کړې او لیکلي یې دي، «دا د افغانانو قاتلان دي، په دې رنګ بې عزتۍ یې د زړه له تله خوشحاله یو.»

همدارنګه دیني عالم او د سیاسي چارو شنونکي قاري عیسي محمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، «ډیر مغرور او کبرجن انسان و، د جمهوریت په سقوط يې پر خلکو مټایان ویشل، طالبانو او پاکستاني پوځ ته یې مبارکیانې ورکولې، ډیر ژر یې کابل ته منډه کړه او په ارګ کې یې لکه خپل کور قدمونه واخیستل. نن یې د پولیسو له لوري دیکې خوړلې، زړه مې ورباندې یخ شو.»

بل خوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د پولیسو له لوري د قریشي د بیا ځلې نیول کیدو ته غبرګون ښودلی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړی عمر ډار وايي، د یاد ګوند غړي د نواز شریف په لارښوونه په یو نوم او بل نوم بندیان کیږي. «نن د شاه محمود قریشي سره ډیر بد چلند وشو، نوموړی ذلیله شو،دا ټول د مسلم لیک ن کړنې دي هغوی جمهوریت تر پښو لاندې کوي قانون تر پښو لاندې کوي غواړي په ټګۍ او درغلیو ټاکنې ترسره کړي.»

شاه محمود قریشي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی دی او نوموړی د عمران خان لپاره د عدالت غوښتنې په لاریونونو کې بندې شوی دی.

یورو اېشیا ټایمز: د طالبانو له خوا د اوبو د بندونو جوړولو د دوی ګاونډیان غوسه کړي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۱ GMT+۰

یورو اېشیا ټایمز خپرونه وايي، د طالبانو حکومت چې نړیوالو لا تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان پر سېندونو د بندونو د جوړولو پلانونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د اوبو مدیریت او په دې برخه کې کار ته د پخواني جمهور رییس اشرف غني د واک پر مهال ډېر پام ور واوښت چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسیدو وروسته دوی هم په دې برخه کې د تېر حکومت د ځینو طرحو پلي کولو ته دوام ورکړ.

یورو ایشیا ټایمز د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، «افغانستان باید د خپلو سېندونو اوبه مدیریت کړي هغه که فراه کې وي، که هلمند کې وي، که فاریاب کې وي او یا کونړ کې وي.»

د نوموړي په وینا، د دوی حکومت خپله پرېکړه کړې ده او دا افغانستان د خلکو حق دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

د یورو ایشیا ټایمز د دې لیکنې په بله برخه کې راغلي: «هندوستان چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د سلما د بند په جوړولو کې مرسته وکړه، اوس چمتو دی چې خپلې تخنیکي تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.»

د خپرونې لیکوال وړاندې وايي: «د کونړ پر سېند د بریښنا د بند جوړول پاکستان خوابدی کوي او هغه د پاکستان پر ضد د دښمنۍ یو اقدام ګڼي.»

د افغانستان بانک: شخصي حساب لرونکي کولای شي په میاشت کې ۳ زره ډالره له خپل حسابه وباسي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر هدایت الله بدري په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته هر کس کولای شي له خپلو حسابونو څخه په میاشت کې تر درې زرو امریکايي ډالره وباسي.

دا رنګه نوموړي ویلي، په بانکونو کې د افغانیو حساب لرونکي بیا په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانۍ له خپل حسابه اخیستی شي.
خو په افغانستان کې د بانکونو ګڼ حساب لرونکي د طالب چارواکو د دغو ادعاوو په خلاف، د پیسو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو شکایت کوي او وايي، په دې سوړ ژمي کې ساعتونه، ساعتونه د خپلو تنخوا او پیسو د ترلاسه کولو لپاره پر سړکونو د بانکونو مخې ته تمه وي او خپلې پیسې په ډېرې سختۍ سره ترلاسه کوي.

دغه طالب چارواکي دا ادعا هم وکړه، چې د دوی د پولي سیاستونو له امله افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د نړۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په سر کې ځای لري.

نوموړي دغه راز د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د طالبانو د رژیم لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې بانکي سکتور ښه پر مخ روان دی.

خو د طالب واکمنۍ پر مهال د افغاني بانک نوټونو د چاپ اعلان په لومړي ځل د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ کړی و.

د افغانستان د هرات سربېره د ایران او ترکمنستان یو شمېر سیمې یو ځل بیا زلزلې ولړزولې

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۲ GMT+۰

د امریکا د زلزله پېژندنې او ارزونې مرکز د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې د هرات شمال لوېدیځ ته په ۱۴ کیلومترۍ کې د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې او ۷،۵ کیلومتره ژوروالي زلزله وشوه. په ورته وخت کې د زلزلې ټکانونه په ایران او ترکمنستان کې هم حس شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې زلزله د شپې ۱۲:۲۶ دقیقې وشوه، چې نسبتاً زوروه وه.

تر اوسه د زیانونو په اړه معلومات نه شته.

د زلزلو د پېژندنې او ارزونې ادارې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، چې دا زلزله د هرات سربېره په غور او بادغس کې هم حس شوې ده.

ویب پاڼه زیاتوي، چې په ورته وخت کې د ایران او ترکمنستان یو شمېر سیمې هم زلزلې لړزولي دي.

پاکستاني رسنۍ: د دیره اسماعیل خان بریدګر تر برید مخکې افغانستان ته تللی و

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۸ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ته منسوب یو سند خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې وژل شوی ځانمرګی تېر کال د تورخم له لارې افغانستان ته تللی و او په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.

د نیوز انټرنشنل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې د دېره اسماعیل خان اصلي بریدګر صفت الله د پاکستان د لکی مروت سیمې د سرای نو رنګ کلي اوسېدونکی و، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۱ نېټه تللی و.

دغه هېواد چارواکي وايي؛ پاکستان ته د هغه د قانوني راستنېدو هېڅ سند نه شته او داسې ښکاري چې صفت الله په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.

رسنیو راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست نوموړی د هغه موټر د سیریل نمبر او د هغه سیم کارتونو له لارې وپېژاند چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان په څو ځایونو کې کارولي وو.

د لیندۍ په ۲۱ مه د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ.

د پاکستان پوځ ویلي؛ بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي ځواکونو د اډې ودانۍ سره چاودولی، چې لږترلږه ۲۳ پوځیان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د دې پېښې پړه تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د لیندۍ په ۳۰ مه اعلان وکړ، چې دوه ځانمرګي برید کوونکي افغانان وو.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د شپږو افغانانو په ګډون ۹ تنه د دغه برید د «اسانتیا» په تور نیول شوي دي.

په دې ځانمرګو کې یو هم حسن افغاني چې په شاکر مشهور و، په دېره اسماعیل خان کې له ځانمرګي برید مخکې یو ویډیويي پیغام خپور کړ.

دغې ادارې دا هم ویلي، چې په برید کې د وژل شوي بل ځانمرګي بریدګر چې صفت الله مروت نومېږي، د هویت کارت او د اوسېدو ځای دا ثابتوي چې بریدګر "د یوه ګاونډي هېواد سره تعلق لري".

په دغو اسنادو کې ویل شوي چې د صفت الله مروت پلار تایید کړې چې زوی یې د افغانستان د طالبانو له اسلامي امارت سره تړاو لري.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د پاکستاني طالبانو جنګیالي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې دي.