د کابل لویدیځ کې ځینې نجونې د طالبي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو یو شمېر نجونې د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتولو په تور د کابل په لویدیځ کې نیولې دي. یو شمېر سرچینې وایي، چې دغه نجونې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۱مه) د کابل په دشت برچي، پل خشک او د کابل ښار په یو شمېر سوداګریزونو مرکزونو کې نیول شوې دي.