لسګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د سه شنبې په ورځ ۲۹ کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه، افغانستان ته ستنې شوې دي. د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) ۱۳۸ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه شوي.