د اسلام اباد یوې محکمې د منظور پښتین ضمانت ومانه

په اسلام اباد کې یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د ترنول پولیسو په یوه مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیول کېدو وروسته ضمانت منظور کړ.

په اسلام اباد کې یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د ترنول پولیسو په یوه مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیول کېدو وروسته ضمانت منظور کړ.
د اسلام اباد پولیسو د محکمې پرېکړې بشپړولو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محکمې ته وړاندې کړ، چیرې چې محکمې د دلایلو اورېدو وروسته د منظور پښتین ضمانت منظور کړ.
منظور پښتبن د ډسمبر په څلورمه هغه مهال ونیول شو، چې په چمن پرلت کې تر وینا وروسته د بلوڅانو اعتراضي احتجاج ته د ګډون لپاره روان و.
پولیسو ادعا کړې، پښتین وروسته له هغه نیول شوی چې پلویانو یې په بلوچستان کې د افسرانو پر موټر ډزې وکړې؛ خو پي ټي اېم په قانون نافذونکو ځواکونو تور لګولی، چې د منظور پښتین پر موټر یې ډزې کړې وې.
منظور پښتین تر دې وړاندې هم څو ځلې په بېلابېلو قضیو کې د پولیسو لهخوا نیول شوی و.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پرې له شوي بریده روغ وتلی. هغه وزیرستان ته د پاکستان په راتلوونکو ټاکنو کې له خپل ګوند نوماند دی او وزیرستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره نن چهارشنبه (مرغومي ۱۳مه) تللی.
داوړ ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې په برید کې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د هغه ګاډی زیامن شوی.

د پیښې د څرنګوالي په اړه لا ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي خو د چاودنې په شاوخوا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.
د پیښې مسوولیت لا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې د هغه په موټر ډیرې مرمۍ لګیدلې دي خو وایي خپله محسن داوړ ته زیان نه دی رسېدلی.
تر دې وړاندې د پښتونخوا په ډېره اسمعیل خان ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټریز کاروان هم برید شوی و خو خپله هغه پکې زیان نه و اوښتی.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د سه شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړه کې ۷۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د دغې کمېټې په وینا ۱۶ خبریالان ټپیان شوي، ۳ یې تري تم دي او ۲۱ نور یې نیول شوي دي.
په وژل شويو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو کې ۷۰ تنه یې فلسطینیان، ۴ یې اسراییلیان او درې نور یې لبنانیان دي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې خبریالان او رسنۍ په فلسطین کې د سایبري بریدونو، وژنو او د هغوی د کورنیو غړي هم له ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي.
تر دې وړاندې بې پولې خبریالانو د دویم ځل لپاره له اسراییلو غوښتي وو هغه څه چې دوی یې «د خبریالانو پر ضد جنګي جنایت» بولي، په نړۍوالې محکمې کې به ورڅخه شکایت وکړي.

د اسلام اباد پولیسو تېره شپه ناوخته د بلوڅو لاریون والو پر راټولېدنې چاپه وهلې او هغوی ته د خوراکي توکو، کمپلو، برېښنايي توکو او نورو توکو د ور وړلو اجازه نه ورکوي. بلوڅو لاریون والو پر اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې د اسلام اباد پولیس یې کمپلې، خواراکي او نور توکي پلټي.
د بلوڅو لاریون والو پرلت چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته روان دی، ښځې، ماشومان او د زاړه عمر لرونکي کسان برخه پکې لري.
دوی وايي، د ژمي سړې شپې او ورځي د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کېدو او د وژنو په غبرګون کې تیروي.
په هغې ویډیو کې چې بلوڅو لاریون والو خپره کړې، لیدل کیږي چې د اسلام اباد پولیس د لاریون کوونکو خوراکي توکي، کمپلي او لاریون کوونکو ته راتلونکي ټول توکي پلټي او وايي د یادو خوراکي او نورو توکو د راوړلو اجازه نه لري.
بلوڅ لاریون کوونکي وايي: «موږ له پیل څخه دا وایو چې دوی (اسلام اباد پولیسو) موږ ځوروي، په دې ویډیو کې تاسو لیدلی شئ چې دوی څنګه زموږ رسنیو ته ګواښ کوي. موږ ته که څه پيښ شي د اسلام اباد پولیس او دولتي ادارې یې په بشپړه توګه مسوولې دي.»
دغه بلوڅ لاریون وال وايي، د پاکستان حکومت له لوري د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د سوله ییز اعتراض حق نه ورکول کیږي او دوی له رسنیو غوښتنه کوي غږ یې پورته کړي او دا ظلمونه نړۍ ته وښیي.
د بلوڅو لاریون والو سرلارې ماه رنګ بلوڅ تېره ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ.
د اسلام اباد پولیسو تر دې وړاندې هم پر بلوڅ لاریون والو چاپه وهلې وه او سلګونه ښځې یې بنديانې کړې وې.
د بلوڅانو دغه لاریون هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورونې له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې چاودېدونکي توکي یې له ځان سره لرل.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل، په خیبر پښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې د یوه ځانمرګي په ګډون څلور وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، دغه عملیات د شمالي وزیرستان په ناکراره قبایلي سیمه کې د وسلهوالو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي.
د دغې څانګې په خبره، د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او تندلارو ترمنځ سخته نښته شوې چې په پایله کې يې څلور مشکوک کسان وژل شوي دي.
له وژل شويو وسلهوالو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغې څانګې زیاته کړه، چې د نورو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په شاوخوا سیمو کې عملیات روان دي.
د پاکستان د پوځ په وینا، په تېر یوه کال کې په لویدیځو سیمو کې چې د افغانستان سره ګډه پوله لري د وسلهوالو مخالفینو په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی.
په شمالي وزیرستان کې دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د همدې ولسوالۍ په میرعلي سیمه کې د شپږو کسانو جسدونه، چې د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو، وموندل شول.
د پاکستان پوځ وویل، د یکشنبې په ورځ یو پاکستانی عسکر وروسته له هغه ووژل شو چې د "افغانستان دننه" وسلهوالو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په سرحدي پوسته ډزې وکړې.
په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځ په وینا، د باجوړ په ولسوالۍ کې د افغانستان سره د پاکستان پولې ته د ننوتلو په وخت کې درې وسلهوال ووژل شول.
یوه چارواکي وویل، نامعلومو مشکوکو کسانو تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د نجونو یو حکومتي ښوونځی سوځولی چې په سیمه کې یې د خلکو لپاره د وسلهوال تاوتریخوالي د زیاتېدو وېره راپارولې ده.

په اسلام اباد کې د سختې لړې له امله ۳۰ الوتنې لغوه شوې او ۱۰۰ نورې وځنډول شوې. د ډان نیوز د راپور له مخې، اسلام اباد ته ۹ الوتکې په لاهور، پېښور، ملتان او کراچۍ کې ښکته شوې.
د پنجاب په ډېریو ښارونو کې د لړې له امله په بېلابېلو ځایونو کې لویې لارې تړل شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې، چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.
په تېرو وروستیو کې د پاکستان بېلابېل ښارونه له سختې لړې سره مخامخ شوي.
دوه اونۍ وړاندې لاهور د نړۍ تر ټولو د ککړې هوا لرونکی ښار وپېژندل شو، چې د یوې اونۍ لپاره یې ډېرۍ الوتنې لغوه شوې او ځینې یې هم وځنډېدې او د څو ورځو لپاره یې لویې لارې هم تړل شوې وې.
تېره ورځ هم په اسلام اباد کې مېشتو کسانو په خواله رسنیو د ککړې هوا تصویرونه خپاره کړي وو، چې د لید کچه صفر ته رسېدلې او د موټرو لپاره یې تګ راتګ خورا ستونزمن کړی دی.
