په اسلام اباد کې د سختې لړې له امله ۳۰ الوتنې لغوه شوې او ۱۰۰ نورې وځنډېدې

په اسلام اباد کې د سختې لړې له امله ۳۰ الوتنې لغوه شوې او ۱۰۰ نورې وځنډول شوې. د ډان نیوز د راپور له مخې، اسلام اباد ته ۹ الوتکې په لاهور، پېښور، ملتان او کراچۍ کې ښکته شوې.

په اسلام اباد کې د سختې لړې له امله ۳۰ الوتنې لغوه شوې او ۱۰۰ نورې وځنډول شوې. د ډان نیوز د راپور له مخې، اسلام اباد ته ۹ الوتکې په لاهور، پېښور، ملتان او کراچۍ کې ښکته شوې.
د پنجاب په ډېریو ښارونو کې د لړې له امله په بېلابېلو ځایونو کې لویې لارې تړل شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې، چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.
په تېرو وروستیو کې د پاکستان بېلابېل ښارونه له سختې لړې سره مخامخ شوي.
دوه اونۍ وړاندې لاهور د نړۍ تر ټولو د ککړې هوا لرونکی ښار وپېژندل شو، چې د یوې اونۍ لپاره یې ډېرۍ الوتنې لغوه شوې او ځینې یې هم وځنډېدې او د څو ورځو لپاره یې لویې لارې هم تړل شوې وې.
تېره ورځ هم په اسلام اباد کې مېشتو کسانو په خواله رسنیو د ککړې هوا تصویرونه خپاره کړي وو، چې د لید کچه صفر ته رسېدلې او د موټرو لپاره یې تګ راتګ خورا ستونزمن کړی دی.

سرتاج عزیز د پاکستان یو اقتصاد پوه او ستراتیژیست و، چې د بهرنیو چارو د وزیر، مالیې وزیر او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه یې دندې ترسره کړې وې. هغه د مسلم لیګ ن یو مرکزي مشر هم پاتې شوی دی، چې تېره ورځ د ۹۴ کلونو په عمر په اسلام اباد کې ومړ.
ښاغلی عزیز په ۱۹۲۹ کال کې د برتانوي هند په شمال لویدیځ کې زېږیدلی و او د زدهکړو پر مهال د پاکستاني غورځنګ د فعالانو څخه شمېرل کېده.
ښاغلي عزیز په ۱۹۵۰ کال کې له هارورډ پوهنتون څخه خپله ماسټري ترلاسه کړې وه.
هغه د پاکستان لپاره ځینې ګټورې اقتصادي تګلارې جوړې کړې دي، چې لاهم په دغه هېواد کې پلې کېږي.
نوموړی له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۹ پورې د پاکستان د مشرانو جرګې غړی پاتې شوی.
د پاکستان ولسمشر، لنډ مهاله لومړي وزیر او نورو سیاستوالو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د پاکستان له پاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغان طالبانو دغه لوړپوړی پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په مهمو مسلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی، چې د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو تمرکز کوي.
د کندهار والي ملا شیرین په داسې حال کې د لوړپوړو چارواکو د یوه پلاوي مشري کوي، چې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان په سر د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
ویل کېږي، چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او همدارنګه د دغې ډلې د استخباراتو د ریاست چارواکي هم برخه لري.
ملا شیرین چې د طالبانو د مشر شیخ هبت الله یو له نږدې باوري کسانو څخه دی، د طالبانو د هغه کمیسون مشر هم دی چې په منظم ډول له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د ستونزو د حل په موخه خبرې کوي.
یوه پاکستاني چارواکي پاکستان ډیلي ورځپاڼې ته ویلي:« پاکستان به په دغو خبرو کې د ټيټيپي د فعالیتونو مسله راپورته کړي او د طالبانو حکومت څخه به زموږ غوښتنه تکرار کړي، چې ټيټيپي او نورو پاکستان ضد ډلو ته پټنځایونه ور نه کړي.»
سرچينې د پاکستان ډيلي ورځپاڼې ته دا هم ويلي، چې تېره مياشت يو افغان پلاوي پاکستان ته سفر کړى و؛ خو دغو خبرو کومه پايله نه درلوده.
پاکستان تل تور پورې کړی، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی افغانانو پورې اړونده ستونزه ده.
دغه هېواد له هر ترهګریز برید وروسته د پړې ګوته افغانستان ته نېولې او ادعا یې کړې، چې ټيټيپي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.
په روانه اونۍ کې د پاکستان د څېړنې او امنیت مطالعاتو مرکز لهخوا خپور شوي کلني امنیتي راپور کې ویل شوي، چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۸۹ ترهګرو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو څخه په ټولیزه توګه ۱۵۲۴ د تاوتریخوالي اړوند مړینې شاهد دی.
پاکستان د ډسمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې د ۲۳ امنیتي چارواکو له وژل کېدو وروسته د افغانستان د چارو شارژدافیر سردار احمد شکیب احضار کړی و.
د پاکستان امنیتي چارواکو وروسته وویل، افغانان د هغو شپږو ترهګرو په ډله کې وو چې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ یې د ډرابن په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې وجنګوله.

رویټرز خبر ورکړی، چې د حماس یو جګپوړی چارواکی صالح العاروري د سې شنبې په شپه (د جنوري دویمه) د بیروت په جنوب کې چې د لبنان د حزب الله د متحدې وسله والې ډلې مرکز دی، د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
العاروري د حماس په سیاسي دفتر کې یو لوړ پوړی چارواکی او د قسام لواګانو پوځي څانګې بنسټګر هم و، چې د اکټوبر په اوومه یې د اسراییل په خاوره کې وژونکی برید ترسره کړ.
تېر کال امریکا د هغه د پېدا کولو لپاره ۵ میلیونه ډالره ټاکلي وو.
حماس د الاقصی راډیو له لارې د العاروري وژنه تایید کړه.
د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الشرق وویل چې دا یو "بزدلانه وژنه" ده.
په برید کې د صالح العاروري په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وایي، چې اسراییلي یرغمل شوي کسان به د اسراییل د یرغل د بشپړ بندېدو وروسته خوشې شي.
نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کول یوازې هغه وخت ممکن دی چې "د مقاومت شرایط" پوره شي.
یاد خبري اژانس همداراز د هنیه له قوله لیکلي، چې د دوی شرایط د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسراییل د جګړو د بندیدو د برحقه غوښتنه ده.
د حماس د سیاسي دفتر مشر ټینګار وکړ، چې د دغې ډلې دریځ د قطر او مصر چارواکو ته مطرح شوی دی.
هنیه زیاته کړه، چې حماس د اردن سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د یوه واحد فلسطیني دولت د جوړولو له پلان سره کومه ستونزه نه لري.
د اسراییل او حماس ترمنځ د پخوانۍ هوکړ،ې له مخې؛ د ۸۱ اسراییلیانو، ۲۳ ټایلنډي او یوه فلیپيني په ګډون ۱۰۵ یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي.
که څه هم تر اوسه دقیق روښانه نه ده، چې د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو له خوا د کومو هېوادونو وګړي یرغمل شوي؛ خو د خپرو شویو معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې له اسراییل پرته د امریکا، ټایلنډ، ايټاليا، روسيې، فرانسې، هسپانيې، جرمني ارجنټاين او هالنډ وګړي د فلسطيني ډلو په اسارت کې دي.

سعودي گزت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هیفاء بنت عبد العزیز ال مقرن په اسپانیې کې د سعودي عربستان د نوې سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
د مېرمن ال مغرن ټاکل د سعودي عربستان د ولیعهد د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د دغه هېواد د یوه عصري څېرې د وړاندې کولو او په سټېج کې د لا ډېرو ښځو د راوستلو په موخه ترسره کېږي.
مېرمن ال مقرن د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د پاچا سلمان په حضور کې په هسپانیې کې د دغه هېواد د سفیرې په توګه لوړه وکړه.
سعودي عربستان د نوې ښځینه سفیرې تر ټاکلو مخکې پنځه نورې ښځې هم په خپلو سفارتي ماموریتونو کې د سفیرې په توګه ټاکلې وې.
دغه سفيرانې په امريکا، سويډن، اروپايي اتحاديې، فنلنډ او ناروې کې ټاکل شوې دي.
په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان پاچا د ښځو د پیاوړتیا او هغوی ته د لا زیاتو فرصتونو د ورکولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.
دا هڅې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د نوې تګلارې یوه برخه ګڼل شوې، چې موخه یې په دغه اسلامي هېواد کې د ښځو د حیثیت لوړول او نړۍ ته د سعودي عربستان بېل انځور وړاندې کول دي.
محمد بن سلمان چې په اصل کې د سعودي عربستان اصلي واکمن ګڼل کېږي، غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغه هېواد اقتصاد بدل کړي او د تېلو پر عایداتو تکیه کمه کړي.
