د پاکستان مشهور سیاستوال سرتاج عزیز د ۹۴ کلونو په عمر ومړ

سرتاج عزیز د پاکستان یو اقتصاد پوه او ستراتیژیست و، چې د بهرنیو چارو د وزیر، مالیې وزیر او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه یې دندې ترسره کړې وې. هغه د مسلم لیګ ن یو مرکزي مشر هم پاتې شوی دی، چې تېره ورځ د ۹۴ کلونو په عمر په اسلام اباد کې ومړ.