د اسراییل د دفاع وزیر : اسراییلي پوځ په خان یونس کې د حماس د لوړ پوړو چارواکو په لټه کې دی

د اسراییل د دفاع وزیر په غزه کې د پوځي عملیاتو په دوام ټينګار وکړ. د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانت د غزې د مرکزي لویې لارې د لیدو پر مهال په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د بندولو خبرونه رد کړل.