• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان مشرانو جرګه: په پوځ او امنیتي ځواکونو پسې منفي تبلیغ کوونکو ته دې سزا ورکړل شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

په مشرانو جرګه كې د پاکستان د پيپلز پارټۍ سناتور بهرام خان تنګي داسې وړاندیز وکړ چې هر هغه کس یا ډله چې د پاکستان په پوځ او یا نورو امنیتي ځواکونو پسې په خواله رسنیو کې «منفي تبلیغات کوي، سزا دېورکړل شي.»

وروسته په جرګه کې دغه وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو او له هغې وروسته د رایو په اکثریت تصویب شو.

په دې اړه داسې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې هغه کسان په نښه او سزا دې ورکړل شي چې دغسې تبلیغاتو ته لمن وهي.
د پرېکړه ليک د متن له مخې، د ترهګرۍ ضد جګړه او د پولو په ساتنه کې د پوځ او امنيتي ځواکونو «سرښندنو» وروسته په جرګه کې دغه وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو او له هغې وروسته د رایو په اکثریت تصویب شو.

په دې اړه داسې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې هغه کسان په نښه او سزا دې ورکړل شي چې دغسې تبلیغاتو ته لمن وهي.
د پرېکړه ليک د متن له مخې، د ترهګرۍ ضد جګړه او د پولو په ساتنه کې د پوځ او امنيتي ځواکونو «سرښندنو» ته د درناوي تر څنګ داسې پرېکړه هم وشوه چې د پوځ د پیاوړتیا لپاره دې لا نور ګامونه هم واخیستل شي.
دغه قرارداد د رایو په اکثریت تایید شو او د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف غړو هم له دغه قرارداد څخه ملاتړ وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بلوڅ لاریون والو د چهار شنبې په ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د بلوڅ لاریون سر لارې ماه رنګ بلوڅ پر خپله اېکس پاڼه د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د چهار شنبې په ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ. دغه لاریون د تېرې نومبر په میاشت کې د بلوڅانو د ژوندي تري تم کېدو او د «بې ګناه» کسانو د وژنو په غبرګون پیل شوی.

د اسلام اباد پریس کلب مخ ته ناست بلوڅ لاریون والو د چهار شنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ.

د دغه لاریون مخکښې ماه رنګ بلوچ پر خپله ایکس پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې یې ویلي چي، د روانې جنورۍ میاشتې په دریمه نیټه به په ټول پاکستان کې کار بندیز وي.

نوموړې وايي: «دغه لاریون د هغه کسانو غږ دی چې له کلونو راهیسې یې خپلوان په قصدي ډول د پاکستان حکومت له لوري تري تم شوي خو له ډاره یې غږ نه شو پورته کولای. د اسلام اباد د پولیسو له لوري د لاریون د ثبوتاز کېدو په موخه پر لاریون والو تاوتریخوالی تر سره کیږي، د بي ګناه بلوڅ زده کړیالانو پر ضد قضیې ثبتیږي. او د ټولو هغه کسانو پر ضد د پولیسو له لوري قضیې ثبتیږي چې په بلوچستان کې زموږ د لاریون په ملاتړ لاریونونه کوي.»

ماه رنګ بلوڅ وايي، د بلوڅانو د نسل وژنې، په جبري ډول د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کیدو او په زندانونو کې د بې ګناه بلوڅانو د ساتل کېدو په غبرګون کې د لاریون له پیله تر دې مهاله د پاکستان د حکومت له لوري په بلوچستان ایالت کې شل بلوڅان تري تم شوي، «پاکستان دې د بلوڅانو د نسل وژنې په اړه خپله تګلاره بدله کړي. د پاکستان له لوري تل ټینګار کیږي چې حکومت یې د بلوڅ نسل وژني په اړه خپله تګلاره نه بدلوي. دا د دې ښکارندويي کوي چې، له هغې ورځې چې موږ دا لاریون پیل کړی په بلوچستان کې له شل څخه زیات بلوڅان په جبري ډول تري تم شوي دي.»

دغه بلوڅ لاریونه واله وايي، غوښتنې یې په ډاګه دي او د پاکستان حکومت دې د پاکستان قانون ته احترام ولري.

نوموړې د پاکستان له خلکو غوښتنه کوي چې د کار بندیز غږ یې بدرګه کړي چې په جبري توګه د تري تم شویو بلوڅانو حقونه ترلاسه کړي.

د بلوڅانو لاریون هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورولو له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې له هغه سره یې چاودیدونکي توکي نیولي و.

له پخواني پاکستاني وکیل جمشېد دستي سره د «امنیتي کسانو زور زیاتي» ته د 'ټي ټي پي' غبرګون

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۰

له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنۍ اېکس کې د پاکستان پارلمان پخواني غړي جمشید دستي یوې خپرې شوې ويډيو ته په پاکستان کې د (ټي ټي پي) وسله والې ډلې غبرګون ښودلی او دغه پېښه یې د نوموړي او د هغه د کورنۍ د غړو پر شخصي حریم تیری بللی دی.

جمشېد دستي پرون دوشنبه (د مرغومې ۱۱مه) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې د ده کور ته د پاکستان امنیتي ادارو کسان ورغلي، او د ده د کورنۍ پر غړو یې جنسي تېری کړی.
جمشېد دستي له دغې پېښې وروسته ويډیو خپره کړې او د پاکستان له قاضي القضات څخه یې په ژړغوني غږ د پېښې د څېړولو او د عدالت غوښتنه کړې.
تر اوسه پورې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونو او حکومتي ادارو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستاني طالبانو تحریک يا (ټي ټي پي) وسله والې ډلې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري داسې کړنې لومړنۍ نه دي، خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې وړاندې د دغه هیواد له یوه بل پخواني چارواکي اعظم سواتي او د هغه د کورنۍ له غړو سره ورته زور زیاتی شوی و.

100%


د ټي ټي پي) خبرپاڼه زیاتوي: «د نوي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان دولتي غلو (امنیتي ادارو) د ملي اسمبلۍ د څلورو دورو وکیل، پاکستانی تبع جمشید دستي او د هغه د کورنۍ غړو انساني کرامت تر پښو لاندې کړ، هغوی یې توهین کړل. د جمشید دستي له مېرمنې یې جامې و ایستلې او ان د هغه ماشومان یې شکنجه کړل»
په دغې خبرپانه کې وړاندې لیکل شوي چې په پاکستان کې امنیتي ادارې هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د غږ پورته کولو بنسټونه خاموش کړي.
د ټي ټي پي په دغې خبرپاڼه کې له پاکستاني ولس غوښتل شوي چې د دغې ډلې تر شا ودریږي، نو له شته ناخواله به وژغورل شي.
جمشېد دستي څلور ځله د پاکستان د پارلمان غړی پاتې شوی، هغه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف مخکښ غړی و، او د تېر ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې په نهمه پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له امله د لاریونونو پر مهال په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په دروازې او په لاهور کې د پوځ قول اردو د قوماندان پر کور په بریدونو کې ښکېل بلل شوی.
د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې غواړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د نواز شریف ګوند (مسلم لیک ن) په ګټه کار وکړي او د نورو ګوندونو د کامیابېدو مخه ونیسي.

په استانبول کې لسګونه زره کسانو د اسراییل پر ضد لاریون کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۰

لاریون کوونکو «قاتل اسراییله! له فلسطینه ووځه!» او «الله اکبر» شعارونه ورکول. دغو لاریوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د اسراییل د روانې جګړې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په غزه کې دې په بېړني ډول جګړه ودروي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې؛ په لسګونو زره کسانو د دوشنبې په ورځ په استانبول کې په غزه کې د اسراییل د «وژنو» او جګړې پر ضد لاریون کړی.

دغه لاریون په استانبول کې له ایاسوفیا جومات څخه پیل شو. مظاهره چیانو د ترکیې او فلسطین بېرغونه په لاس کې نیولي وو او د باسفورس تر پله پورې یې مزل وکړ.

لاریون کوونکو «قاتل اسراییله! له فلسطینه ووځه!» او «الله اکبر» شعارونه ورکول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د فلسطین کلک ملاتړی دی، په پرله پسې ډول په اسراییل باندې په غزې کې د اړول شوې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ له امله نیوکې کړې دي.

هغه اسراییل په "دولتي ترهګرۍ" تورن کړی او ویلي یې دي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له اډولف هټلر سره کوم توپیر نه لري.

حماس له خوا د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل برید کې ۱ زرو ۱۴۰ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ملکي وګړي وو،‌ په دغه برید کې ۲۵۰ کسان د حماس له لوري یرغمل شوي هم وو.

اسراییل د دغه برید د غچ اخیستو لپاره پر غزه پراخ هوايي بریدونه او وروسته بیا ځمکنی یرغل پیل کړ، چې تر اوسه پکې ۲۱ زره ۸۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.‌

د اسراییل پوځ وايي؛ د ځمکني یرغل راهیسې یې ۱۷۲ عسکر په غزه کې وژل شوي؛ خو د جنګ د درېدو څرک لا نه لګي.

هند: پاکستان دې هغه ۱۸۴ کب نیونکي بندیان خوشې کړي چې د بند موده یې پوره شوې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۰

هند له پاکستانه غوښتي؛ هغه ۱۸۴ کب نیونکي بندیان خوشې کړي چې د بند موده یې پوره شوې ده. د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ دغه هېواد دا غوښتنه د ملکي بندیانو او کب نیوونکو د نوملړ د تبادلې په برخه کې چې هر کال ترسره کیږي کړې ده.

هند نن دوشنبه (د مرغومې ۱۱مه) له پاکستانه وغوښتل تر څو د دواړو هېوادونو له خوا د ملکي بندیانو او کب نیونکو د نوملړ د تبادلې په برخه کې چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې شوی و او هر کال د جنوري او جولای په لومړۍ نېټه ترسره کیږي عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هند په بندخونو کې ۳۳۷ ملکيان او ۸۱ کب نیونکي پاکستانیان بندیان دي او د پاکستان په بندخونو کې بیا ۴۷ ملکي وګړي او ۱۸۴ کب نیونکي بندیان دي.

د راپورونو پربنسټ؛ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پاکستان له بندخونو څخه ۲۶۳۹ کب نیوونکي او ۶۷ ملکیان خوشې شوي دي.

د یادولو ده، چې دا دواړه هېوادونه تل د یو بل کب نیونکي په غیر قانوني توګه سمندري حدودو ته د ننوتلو په تور نیسي.

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۱ زرو څخه واوښت

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

حماس خبر ورکړی، چې غزې نوی میلادي کال د اسراییل په پراخو بریدونو او بمباریو سره پیل کړ. د حماس د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۴۰۰ فلسطینیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

دغه وزارت وایي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۱۵۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۶ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د غزې او اسراییل تر منځ د جګړو له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱ زره او ۹۷۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د یادولو ده، چې پر اسراییل د حماس د بریدونو په يایله کې بیا ۱۴۰۰ اسراییليانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اخوا تېره ورځ د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د نوي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې پر غزې د اسراییل د بریدونو پر بندېدو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که د غزې پر تړانګې او لویدیځې غاړې د بریدونو د دوام لپاره د اسراییل د لومړي وزیر د امر مخنیوی ونه شي؛ نو ۲۰۲۴ کال به هم د «مرګ کال» وي.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنيامين نتنياهو ویلي وو، چې په بشپړه توګه یې د حماس د له منځه وړلو قسم خوړلی.