• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په استانبول کې لسګونه زره کسانو د اسراییل پر ضد لاریون کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۰

لاریون کوونکو «قاتل اسراییله! له فلسطینه ووځه!» او «الله اکبر» شعارونه ورکول. دغو لاریوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د اسراییل د روانې جګړې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په غزه کې دې په بېړني ډول جګړه ودروي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې؛ په لسګونو زره کسانو د دوشنبې په ورځ په استانبول کې په غزه کې د اسراییل د «وژنو» او جګړې پر ضد لاریون کړی.

دغه لاریون په استانبول کې له ایاسوفیا جومات څخه پیل شو. مظاهره چیانو د ترکیې او فلسطین بېرغونه په لاس کې نیولي وو او د باسفورس تر پله پورې یې مزل وکړ.

لاریون کوونکو «قاتل اسراییله! له فلسطینه ووځه!» او «الله اکبر» شعارونه ورکول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د فلسطین کلک ملاتړی دی، په پرله پسې ډول په اسراییل باندې په غزې کې د اړول شوې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ له امله نیوکې کړې دي.

هغه اسراییل په "دولتي ترهګرۍ" تورن کړی او ویلي یې دي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له اډولف هټلر سره کوم توپیر نه لري.

حماس له خوا د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل برید کې ۱ زرو ۱۴۰ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ملکي وګړي وو،‌ په دغه برید کې ۲۵۰ کسان د حماس له لوري یرغمل شوي هم وو.

اسراییل د دغه برید د غچ اخیستو لپاره پر غزه پراخ هوايي بریدونه او وروسته بیا ځمکنی یرغل پیل کړ، چې تر اوسه پکې ۲۱ زره ۸۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.‌

د اسراییل پوځ وايي؛ د ځمکني یرغل راهیسې یې ۱۷۲ عسکر په غزه کې وژل شوي؛ خو د جنګ د درېدو څرک لا نه لګي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

هند: پاکستان دې هغه ۱۸۴ کب نیونکي بندیان خوشې کړي چې د بند موده یې پوره شوې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۰

هند له پاکستانه غوښتي؛ هغه ۱۸۴ کب نیونکي بندیان خوشې کړي چې د بند موده یې پوره شوې ده. د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ دغه هېواد دا غوښتنه د ملکي بندیانو او کب نیوونکو د نوملړ د تبادلې په برخه کې چې هر کال ترسره کیږي کړې ده.

هند نن دوشنبه (د مرغومې ۱۱مه) له پاکستانه وغوښتل تر څو د دواړو هېوادونو له خوا د ملکي بندیانو او کب نیونکو د نوملړ د تبادلې په برخه کې چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې شوی و او هر کال د جنوري او جولای په لومړۍ نېټه ترسره کیږي عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هند په بندخونو کې ۳۳۷ ملکيان او ۸۱ کب نیونکي پاکستانیان بندیان دي او د پاکستان په بندخونو کې بیا ۴۷ ملکي وګړي او ۱۸۴ کب نیونکي بندیان دي.

د راپورونو پربنسټ؛ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پاکستان له بندخونو څخه ۲۶۳۹ کب نیوونکي او ۶۷ ملکیان خوشې شوي دي.

د یادولو ده، چې دا دواړه هېوادونه تل د یو بل کب نیونکي په غیر قانوني توګه سمندري حدودو ته د ننوتلو په تور نیسي.

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۱ زرو څخه واوښت

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

حماس خبر ورکړی، چې غزې نوی میلادي کال د اسراییل په پراخو بریدونو او بمباریو سره پیل کړ. د حماس د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۴۰۰ فلسطینیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

دغه وزارت وایي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۱۵۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۶ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د غزې او اسراییل تر منځ د جګړو له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱ زره او ۹۷۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د یادولو ده، چې پر اسراییل د حماس د بریدونو په يایله کې بیا ۱۴۰۰ اسراییليانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اخوا تېره ورځ د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د نوي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې پر غزې د اسراییل د بریدونو پر بندېدو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که د غزې پر تړانګې او لویدیځې غاړې د بریدونو د دوام لپاره د اسراییل د لومړي وزیر د امر مخنیوی ونه شي؛ نو ۲۰۲۴ کال به هم د «مرګ کال» وي.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنيامين نتنياهو ویلي وو، چې په بشپړه توګه یې د حماس د له منځه وړلو قسم خوړلی.

واشنګتن پوسټ په سیمه کې د ایران د نيابتي ډلو ترمنځ د زياتې همغږۍ خبر ورکړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۰

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د غزې جګړې د ایران اسلامي جمهوریت لپاره دا زمينه برابر کړې؛ څو د جګړې په ډګر کې له مخامخ ښکېلتیا پرته په سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو په کارولو سره خپل ستراتېژیک نفوذ وښيي.

د راپور له مخې؛ د اکټوبر مياشتې له اومې نېټې د پيل شوي جګړې د شروع څخه د تهران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې هره ورځ په منځني ختيځ کې لږ تر لږ يو وسله وال بريد ترسره کوي.

واشنګټن پوسټ زياته کړې، چې که څه هم د جوړښت او فکر له مخې دغه ډلې توپير سره لري او بريدونه یې تصادفي دي؛ خو د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران د محاسبه شويو ستراتيژيو په پايله کې دغه ډلې جوړې شوي دي.

د ایران د نيابتي ډلو درېیو غړو له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ويلي، چې د دې ډلو ترمنځ همغږي لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دوی په وينا؛ د اسلامي جمهوریت د متحدو ډلو استازي په منظمه توګه له یو بل سره ليدنې، مشورې او همکاري کوي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ چې دغه غونډې اکثره مهال د لبنان په پلازمېنه بېروت کې تر سره کېږي؛ خو همېشه نه وي.

واشنګټن پوسټ ليکلي، چې له مخامخ جګړې او شخړو څخه څخه لېري پاتې کېدل به د ایران پلان لا کمزوری کړي.

خو د تهران نيابتي ډلې باور لري، چې د دوی بريدونه به د امريکا او اسراييل د ګټو په مخنيوي کې نتيجه ورکړې او په سيمه کې به ناامني تر اوسني حالت زياته نه شي.

د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید: ۹۰ بې پیلوټه الوتکو پر اوکراین بمبار کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۰

روسیې د دوشنبې په ماښام پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید ترسره کړي. ۹۰ بې پیلوټه الوتکو په یو وخت د اوکراین ځینې ښارونه بمبار کړي‌ او په اودیسا سیمه کې یې یو ۱۵ کلن هلک وژلی دی.

د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په داسې حال کې بېلابېلې سیمې په نښه کړي، چې روسیې پر خارکیف، خرسون او زاپوریژهیا سیمو باندې توغندي هم توغولي دي.

د اوکراین پوځ ویلي، چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم په ټولو سیمو کې کار کړی او ۸۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

د هوایي ځواک په اعلامیه راغلی: "د روسیې هوایي برید د دفاعي ځواکونو د ګرځنده اور وژونکو ډلو، جنګي الوتکو او د هوایي ځواک د الوتکو ضد توغندیو سیسټمونو له خوا خنثا شو دی."

په خارکیف سیمه کې د الوتکو ضد څلور لایزري توغندي، درې د رادار ضد توغندي او یو د روسیې کروز توغندی په خرسون او زاپوریزیا سیمو کې لګیدلي دي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیه په قصدي توګه د استوګنې سیمې په نښه کوي.

د اودیسا والي اولیګ کیپر پر تلیګرام خپور کړي پیغام کې لیکلي: "پر نیمه شپه، دښمن په قصدي توګه د اودیسا په سیمه کې پر استوګنو سیمو د بې پیلوټه لوتکو بریدونه وکړل، چېرې چې خلکو په خپلو کورونو کې له خپلو کورنیو سره نوی کال نمانځه."

د نوموړي په وینا؛ په دې بریدونو کې یو ۱۵ کلن ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.‌ په برید کې لږ تر لږه ۳ لوړ پوړي ودانۍ، ۳ شخصي کورونه او د کرنې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د ژورنالستانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۳ کال کې ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د ژورنالستانو نړۍوال فدراسیون "ای اېف جې" اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۱ تنه یې میرمنې دي.

د فدراسیون په کلني رپوټ کې راغلي، چې د دغو ژورنالستانو او رسنیو د کارکوونکو ۶۸٪ په غزه کې د حماس او اسراییل د جګړې په لړ کې وژل شوي دي.

د دغه فدراسیون مشر انتوني بیلینګر ویلي،‌ چې په ډېری مواردو کې خبریالان په قصدي توګه ځکه وژل شوي، چې په جګړو کې ښکیلې غاړې هڅه کوي چې په سیمه کې روان وضعیت پټ کړي تر څو خلک ترې خبر نه شي.

د ژورنالستانو د نړۍوال فدراسیون په وینا؛ یوازې په غزه کې ۷۵ فلسطیني، څلور اسراییلي او درې لبناني ژورنالستان وژل شوي. په همدې حال کې په سوریه کې هم د روان کال په جریان کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوي دي.

د فدراسیون په راپور کې ویل شوي، چې په اسیا کې په ټوله کې ۱۲ خبریان وژل شوي چې له دې ډلې په هند کې درې خبریالان، په افغانستان کې دوه، په فلیپین کې دوه،‌ په بنګلدیش کې دوه، په پاکستان کې دوه او په چین کې یو خبریال وژل شوی دی.

په شمالي او سویلي امریکا کې لس خبریالان، په افریقا کې اته او په اروپا کې درې خبریالان د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.‌

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې د خبریالانو د خوندیتوب او خپلواکۍ د ساتنې لپاره په چټکۍ سره یو نړۍوال پابند کنوانسیون تصویب کړي.