• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ژورنالستانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۳ کال کې ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د ژورنالستانو نړۍوال فدراسیون "ای اېف جې" اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۱ تنه یې میرمنې دي.

د فدراسیون په کلني رپوټ کې راغلي، چې د دغو ژورنالستانو او رسنیو د کارکوونکو ۶۸٪ په غزه کې د حماس او اسراییل د جګړې په لړ کې وژل شوي دي.

د دغه فدراسیون مشر انتوني بیلینګر ویلي،‌ چې په ډېری مواردو کې خبریالان په قصدي توګه ځکه وژل شوي، چې په جګړو کې ښکیلې غاړې هڅه کوي چې په سیمه کې روان وضعیت پټ کړي تر څو خلک ترې خبر نه شي.

د ژورنالستانو د نړۍوال فدراسیون په وینا؛ یوازې په غزه کې ۷۵ فلسطیني، څلور اسراییلي او درې لبناني ژورنالستان وژل شوي. په همدې حال کې په سوریه کې هم د روان کال په جریان کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوي دي.

د فدراسیون په راپور کې ویل شوي، چې په اسیا کې په ټوله کې ۱۲ خبریان وژل شوي چې له دې ډلې په هند کې درې خبریالان، په افغانستان کې دوه، په فلیپین کې دوه،‌ په بنګلدیش کې دوه، په پاکستان کې دوه او په چین کې یو خبریال وژل شوی دی.

په شمالي او سویلي امریکا کې لس خبریالان، په افریقا کې اته او په اروپا کې درې خبریالان د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.‌

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې د خبریالانو د خوندیتوب او خپلواکۍ د ساتنې لپاره په چټکۍ سره یو نړۍوال پابند کنوانسیون تصویب کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو تېر کال له افغانستان سره ۵۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته کړې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کې افغانستان د مرکزي بېړني غبرګون وجهي صندوق څخه د پیسو دویم لوی تر لاسه کوونکی هېواد و. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ تېر کال افغانستان له دغه صندوق څخه ۵۳ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې چې په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو ډېر خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، د بېړنیو حالاتو د مخنیوي مرکزي صندوق له دغه هېواد سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

په راپور کې دا هم راغلي چې د روان کال له پیله تر پایه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه ۱۳۵ میلیونه ډالره د بشري مرستو د ملاتړ لپاره لګول شوي دي.

راپور زیاتوي، چې له دې مرستو سره په بادغیس، دایکنډي، غور او ارزګان ولایتونو کې ۳۹۰ زره کسانو نغدي او غیرې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د دغه راپور له مخې؛ د مرکزي بېړني غبرګون د وجهي صندوق له مرستې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه لید یو څه ښه شوی او د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر منځ د سختې لوږې سره د مخامخ شویو کسانو شمېر له ۱۸.۳ میلیونو څخه ۱۵.۸ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

راپور وايي؛ افغانستان د سپټمبر په میاشت کې د ژمي په را رسېدو سره د مرکزي بېړني غبرګون له وجهي صندوق څخه ۲۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړل، چې ډېری پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله ګډوډ شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د هرات د خونړۍ زلزلې په لومړۍ ورځ د دغه ولایت له خلکو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالره ځانګړي شوې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې تر اوسه له ۲۴۲ زره ډېرو زلزله ځپلو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستان څخه د افغان کډوالو داېستلو له پیل وروسته د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق په پولو کې د دغو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره لس میلیونه ډالره مرسته وکړه.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بېړني حالت سره مخ دی او په دغه هېواد کې له ۲۴ میلیونو څخه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په جاپان کې تر یوې زورورې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړل شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۱مه) د جاپان مرکزي برخه د ۷.۶ درجې په کچه یوې سختې زلزلې ولړزوله، چې د څونامي او خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی. خو تر اوسه پورې د دغې زلزلې د ځاني او مالي زیان په اړه کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

یوې جاپاني رسنۍ خبر ورکړی، چې د جاپان د سمندر په اوږدو کې د شاوخوا یو متر په لوړوالي څونامي د ساحل ځینې برخې اغیزمنې کړې دي.

د این ایچ کې تلویزیوني چینل په خپل راپور کې ویلي ښايي د څونامي یوه لویه څپه رامنځته شي.

په ورته وخت کې د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د ایشیکاوا، نیګاتا او تویاما ساحلي ولایتونو ته د څونامي خبرداری ورکړی دی.

په خبرداري کې راغلي دي چې ښايي په دغو سیمو کې د څونامي څپې تر دریو مترو پورې ورسېږي.

ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان په 'ترهګریزو' بریدونو کې وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي. دغې رسنۍ راپور ورکړی چې، ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

په اسلام اباد کې چاپېدونکې دغې ورځپاڼې لیکلي چې ۲۰۲۳ په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته دریم پرله پسې کال و چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه ایالتونه سږ کال تر ټولو ډير د خونړیو پېښو شاهدان دي.

سند او پنجاب ایالتونه تېر کال د تاوترخیوالي تر ټولو ټیټې کچې شاهدان وو چې د تاوتریخوالي پېښې اته سلنه دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۹۸۰ کسانو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

ډان لیکلي دي چې، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۵۸۶ «ترهګریز بریدونه» شوي، چې ۱۷ سلنه ټي ټي پي او د داعش خراسان ډلې له لوري تر سره شوي.

معلومات ښيي چې،۲۰۲۳ کال په پاکستان کې فرقه ییز او مذهبي تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. پر مذهبي ټولنو او عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو په پایله کې سږ کال ۸۸ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یوې څیړنیزې ادارې، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د وسله والو له خوا لږ تر لږه له۶۴۱ بریدونو سره مخ شوی، چې په پایله کې یې ۹۷۴ کسان وژل شوي او ۱۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور پښتین د بندي کېدو او وزیرستان د نا امنیو په اړه غونډه کوو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د بندې کېدو او په وزیرستان کې د نا امنیو ډېروېدو په غبرګون کې د جمعې په ورځ لویه غونډه کوي. منظور پښتين له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد پولیسو په بند کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عرفان وزیر پر خپله اېکس پاڼه د یو ویډیو کیلپ په خپرولو سره وايي، د غونډې لپاره یې چمتوالی نیولی او د راتلونکي جمعې په ورځ به د سوېلي وزیرستان په واڼه کې تر سره شي.

نوموړي ویلي: «د منظور پښتین تر څنګ د تحریک د نورو غړو د بندی کیدو په غبرګون، په وزیرستان کې د نا امنیو ډیریدو او په پښتونخوا کې د پښتنو مشرانو د هدفي وژنو په غبرګون کې د جنورۍ په پنځمه نیټه د سوېلي وزیرستان په واڼه کې لویه غونډه تر سره کوو.»

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین نږدې یوه میاشت وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه تر سره کړل.

د اردن بهرنیو چارو وزیر: پر غزې د اسراییل د بریدونو په دوام به ۲۰۲۴ کال هم د «مرګ کال» وي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۰

د اردن بهرنیو چارو وزیر د نوي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې پر غزې د اسراییل د بریدونو پر بندېدو ټینګار وکړ. ایمن الصفدي خبرداری ورکړ چې که د غزې پر تړانګې او لویدیځې غاړې د بریدونو د دوام لپاره د اسراییل د لومړي وزیر د امر مخنیوی و نه شي، نو ۲۰۲۴ به هم د «مرګ کال» وي.

هغه د یکشنبې په ورځ (د مرغومي۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په ۲۰۲۳ کې، اسراییل غزه د سختو جنګي جرمونو سره مخ کړه.»

د هغه په ​​وينا، دغو کړنو وښوده چې نړيوال نظام له دوه ګوني معيارونو سره مخ دى.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر تر اوسه د اردن د بهرنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د اسراييلي کابينې د دفاع وزير بيني ګانټز د نوي کال په مناسبت په يوه پيغام کې ويلي چې په داسې حال کې چې نوی کال رانږدې کېږي، په اسراييل کې د اکټوبر اوومه لا هم پر هېواد د حماس وسله والو د بريد ورځ ده. هغه هیله څرګنده کړه چې د دغه هیواد یرغمل شوي کسان به په ۲۰۲۴ کال کې له حماس څخه خوشي شي.

په ورته پیغام کې، د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په داسې حال کې چې د نړۍ خلک د نوي کال ماښام نمانځي، اسراییلیان لا د اکتوبر په اوومې نیټې غمیزه کې پاتې دي، له سلو څخه زیات اسراییلیان لاهم د حماس یرغمل دي او «‌هره دقیقه یې شمیرل کیږي.»

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر دې مخکې ويلي وو: «موږ قسم خوړلی او ما د حماس د له منځه وړلو قسم کړی دی. هیڅ شی به زموږ مخه ونه نیسي»