• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین ولسمشر وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د اودیوکا په محاصره شوې سیمه کې زرګونه روسي پوځیان وژل شوي دي. ولادیمیر زیلینسکي د دې ادعا لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي؛ خو لویدیځ پوځي کارپوهان وايي، چې روسیې د اوکراین په ختیځ او جنوبي برخه کې د یوې وړې سیمې د کنټرول لپاره دروند قیمت ادا کړی دی.

ولادیمیر زیلینسکي چې تیره اونۍ د اوکراین په ختیځ کې د اودیکا سیمې ته تللی و، د اکانومیسټ مجلې ته وویل: "په زرګونو او په زرګونو روسي سرتېري وژل شوي او هیچا د دوی جسدونه هم نه دي راټول کړي."

روسي چارواکو تر اوسه د اوکراین د ولسمشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

کرملین وايي؛ لوېدیځ چارواکي په جګړه کې د روسیې د تلفاتو په اړه ډېر مبالغه کوي او د اوکراین تلفات کم بولي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه؛ په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۲ زرو واوښت

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د الجزیرې خبري ټلویزیون د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله ویلي دي، چې د تېرې میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې په غزه کې ۲۲۱۸۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۷۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. د دغه راپور له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۷ کسان وژل شوي او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې د اسراییل پوځ په تېره ورځ او شپه کې پر غزې ۱۵ ځله بریدونه کړي دي.

پر دې سربیره ویل شوي، چې د تلې له ۱۵ نېټې راهیسې په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۳۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې القسام بریګیډ له قوله دا هم ویل شوي، چې د دې ډلې وسله والو د غزې د تړانګې په مرکز کې د البریج د کډوالو په کمپ کې پر اسراییلي پوځیانو برید کړی دی.

د قسام کنډکونو هم د غزې په جنوب کې د خان یونس په سیمه کې د اسراییل د پوځیانو په مرکزونو د هاوان د حملې خبر ورکړی.

اسراییلي چارواکي وايي؛ حماس د غزې له اوسېدونکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي او ملکي ځایونه لکه؛ کمپونه، ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه د خپلو ترهګریزو موخو لپاره کاروي.
​

ملګري ملتونه: په راتلونکي کال کې لسګونه میلیونه افغانان نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۴ میلیونه افغانان دننه او ۵.۷ میلیونه په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې نړۍوالو مرستو ته اړتیا ولري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدل به سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه اداره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د پښو لاندې کول، اقتصادي بې ثباتي، د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب او طبیعي ناورینونه، د اقلیم بدلون په ۲۰۲۴ کال کې په سیمه کې د لا زیاتې بې باورۍ لامل کېدی شي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې افغانستان له اوسني بشري ناورین سره د دې هېواد د پرمختګ او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په لوړه کچه نړۍوالو مرستو او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ همداراز د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب لپاره له پنځو هېوادونو ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سازمان زیاته کړه، چې په ۲۰۲۴ کې به "کډوالو ته د ادارې بین الافغاني ځواب" پلان په څو کلن پروګرام بدل شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د پنځو کډوالو کوربه هېوادونو ملګرو ته به اجازه ورکړي، چې په اوږد مهال کې د کډوالو او کوربه هېوادونو ملاتړ وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې په ایران کې د څه باندې ۲۶۰ زرو افغان کډوالو لپاره د ثانوي روغتیايي بیمې د لګښت ملاتړ کوي.

دا سازمان به په پاکستان کې د ۶۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو کډوالو ماشومانو لپاره لومړنیو او ثانوي زده کړو ته لاسرسی پراخ کړي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه بنسټ د ژوند لوړ لګښت او په کوربه هېوادونو کې د کاري فرصتونو نشتوالی، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی او له خپلو کورنیو سره لېوالتیا د دوی د راستنېدو لاملونه په ګوته کړل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې په پام کې لري تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱۲۸۰۰ کډوالو ته په افغانستان کې دننه د راستنېدو او بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.
​

د پاکستان مشرانو جرګه: په پوځ او امنیتي ځواکونو پسې منفي تبلیغ کوونکو ته دې سزا ورکړل شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

په مشرانو جرګه كې د پاکستان د پيپلز پارټۍ سناتور بهرام خان تنګي داسې وړاندیز وکړ چې هر هغه کس یا ډله چې د پاکستان په پوځ او یا نورو امنیتي ځواکونو پسې په خواله رسنیو کې «منفي تبلیغات کوي، سزا دېورکړل شي.»

وروسته په جرګه کې دغه وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو او له هغې وروسته د رایو په اکثریت تصویب شو.

په دې اړه داسې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې هغه کسان په نښه او سزا دې ورکړل شي چې دغسې تبلیغاتو ته لمن وهي.
د پرېکړه ليک د متن له مخې، د ترهګرۍ ضد جګړه او د پولو په ساتنه کې د پوځ او امنيتي ځواکونو «سرښندنو» وروسته په جرګه کې دغه وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو او له هغې وروسته د رایو په اکثریت تصویب شو.

په دې اړه داسې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې هغه کسان په نښه او سزا دې ورکړل شي چې دغسې تبلیغاتو ته لمن وهي.
د پرېکړه ليک د متن له مخې، د ترهګرۍ ضد جګړه او د پولو په ساتنه کې د پوځ او امنيتي ځواکونو «سرښندنو» ته د درناوي تر څنګ داسې پرېکړه هم وشوه چې د پوځ د پیاوړتیا لپاره دې لا نور ګامونه هم واخیستل شي.
دغه قرارداد د رایو په اکثریت تایید شو او د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف غړو هم له دغه قرارداد څخه ملاتړ وکړ.

بلوڅ لاریون والو د چهار شنبې په ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د بلوڅ لاریون سر لارې ماه رنګ بلوڅ پر خپله اېکس پاڼه د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د چهار شنبې په ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ. دغه لاریون د تېرې نومبر په میاشت کې د بلوڅانو د ژوندي تري تم کېدو او د «بې ګناه» کسانو د وژنو په غبرګون پیل شوی.

د اسلام اباد پریس کلب مخ ته ناست بلوڅ لاریون والو د چهار شنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ.

د دغه لاریون مخکښې ماه رنګ بلوچ پر خپله ایکس پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې یې ویلي چي، د روانې جنورۍ میاشتې په دریمه نیټه به په ټول پاکستان کې کار بندیز وي.

نوموړې وايي: «دغه لاریون د هغه کسانو غږ دی چې له کلونو راهیسې یې خپلوان په قصدي ډول د پاکستان حکومت له لوري تري تم شوي خو له ډاره یې غږ نه شو پورته کولای. د اسلام اباد د پولیسو له لوري د لاریون د ثبوتاز کېدو په موخه پر لاریون والو تاوتریخوالی تر سره کیږي، د بي ګناه بلوڅ زده کړیالانو پر ضد قضیې ثبتیږي. او د ټولو هغه کسانو پر ضد د پولیسو له لوري قضیې ثبتیږي چې په بلوچستان کې زموږ د لاریون په ملاتړ لاریونونه کوي.»

ماه رنګ بلوڅ وايي، د بلوڅانو د نسل وژنې، په جبري ډول د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کیدو او په زندانونو کې د بې ګناه بلوڅانو د ساتل کېدو په غبرګون کې د لاریون له پیله تر دې مهاله د پاکستان د حکومت له لوري په بلوچستان ایالت کې شل بلوڅان تري تم شوي، «پاکستان دې د بلوڅانو د نسل وژنې په اړه خپله تګلاره بدله کړي. د پاکستان له لوري تل ټینګار کیږي چې حکومت یې د بلوڅ نسل وژني په اړه خپله تګلاره نه بدلوي. دا د دې ښکارندويي کوي چې، له هغې ورځې چې موږ دا لاریون پیل کړی په بلوچستان کې له شل څخه زیات بلوڅان په جبري ډول تري تم شوي دي.»

دغه بلوڅ لاریونه واله وايي، غوښتنې یې په ډاګه دي او د پاکستان حکومت دې د پاکستان قانون ته احترام ولري.

نوموړې د پاکستان له خلکو غوښتنه کوي چې د کار بندیز غږ یې بدرګه کړي چې په جبري توګه د تري تم شویو بلوڅانو حقونه ترلاسه کړي.

د بلوڅانو لاریون هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورولو له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې له هغه سره یې چاودیدونکي توکي نیولي و.

له پخواني پاکستاني وکیل جمشېد دستي سره د «امنیتي کسانو زور زیاتي» ته د 'ټي ټي پي' غبرګون

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۰

له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنۍ اېکس کې د پاکستان پارلمان پخواني غړي جمشید دستي یوې خپرې شوې ويډيو ته په پاکستان کې د (ټي ټي پي) وسله والې ډلې غبرګون ښودلی او دغه پېښه یې د نوموړي او د هغه د کورنۍ د غړو پر شخصي حریم تیری بللی دی.

جمشېد دستي پرون دوشنبه (د مرغومې ۱۱مه) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې د ده کور ته د پاکستان امنیتي ادارو کسان ورغلي، او د ده د کورنۍ پر غړو یې جنسي تېری کړی.
جمشېد دستي له دغې پېښې وروسته ويډیو خپره کړې او د پاکستان له قاضي القضات څخه یې په ژړغوني غږ د پېښې د څېړولو او د عدالت غوښتنه کړې.
تر اوسه پورې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونو او حکومتي ادارو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستاني طالبانو تحریک يا (ټي ټي پي) وسله والې ډلې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري داسې کړنې لومړنۍ نه دي، خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې وړاندې د دغه هیواد له یوه بل پخواني چارواکي اعظم سواتي او د هغه د کورنۍ له غړو سره ورته زور زیاتی شوی و.

100%


د ټي ټي پي) خبرپاڼه زیاتوي: «د نوي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان دولتي غلو (امنیتي ادارو) د ملي اسمبلۍ د څلورو دورو وکیل، پاکستانی تبع جمشید دستي او د هغه د کورنۍ غړو انساني کرامت تر پښو لاندې کړ، هغوی یې توهین کړل. د جمشید دستي له مېرمنې یې جامې و ایستلې او ان د هغه ماشومان یې شکنجه کړل»
په دغې خبرپانه کې وړاندې لیکل شوي چې په پاکستان کې امنیتي ادارې هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د غږ پورته کولو بنسټونه خاموش کړي.
د ټي ټي پي په دغې خبرپاڼه کې له پاکستاني ولس غوښتل شوي چې د دغې ډلې تر شا ودریږي، نو له شته ناخواله به وژغورل شي.
جمشېد دستي څلور ځله د پاکستان د پارلمان غړی پاتې شوی، هغه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف مخکښ غړی و، او د تېر ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې په نهمه پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له امله د لاریونونو پر مهال په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په دروازې او په لاهور کې د پوځ قول اردو د قوماندان پر کور په بریدونو کې ښکېل بلل شوی.
د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې غواړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د نواز شریف ګوند (مسلم لیک ن) په ګټه کار وکړي او د نورو ګوندونو د کامیابېدو مخه ونیسي.