د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: د غزې په جګړه کې د رسنیزو کارکوونکو مړینه ۷۷ تنو ته لوړه شوه

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د سه شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړه کې ۷۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د دغې کمېټې په وینا ۱۶ خبریالان ټپیان شوي، ۳ یې تري تم دي او ۲۱ نور یې نیول شوي دي.