د امریکا سفیر او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، امریکا ته د افغان کډوالو پر لېږد خبرې وکړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې په پاکستان کې د امریکا سفیر د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په کتنه کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.