طالبانو د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر د درې زره قیراطه زمرود د پلور اعلان کړی

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ـ ټلویزیون د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پنجشېر د زمرودو ۲ زره ۷۴۶ قیراطه یې په ۸۰ زره ډالر پلورلي. په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم اداره وايي چې دغه زمرود د داوطلبۍ په نهم پړاو کې پر سوداګرو پلورل شوي دي.