• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ټولګټو چارو وزير: پر لویو لارو د ښځو او سړو لپاره ۷۵ نوي جوماتونه جوړوو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزير وايي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې د نارينه او مېرمنو لپاره ۷۵ نوي مسجدونه جوړوي. دغه جوماتونه پر لويو لارو د مسافرو لپاره جوړيږي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزير محمد عیسی ثاني په کندهار کې د يوه مسجد د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وويل، چې د لويو لارې په اوږدو کې د جوماتونو جوړول د طالبانو د مشر امر دی او پيل يې له کندهار څخه کيږي.

د نوموړي په خبره، چې د مسجدونو د جوړېدو لړۍ يې د کندهار د دامان ولسوالۍ څخه پيل کړه.

هغه د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د جومات د جوړېدو په مراسمو کې وويل، چې د ښځو او سړو لپاره په درې جريبه ځمکه کې دغه مسجد به په يو نيم کال کې د ۳۵ میليونو افغانيو په لګښت جوړ شي.

د طالبانو د ټولګټو چارو د وزير په خبره، چې د نارینه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره به د لمانځه او اودس کولو ځايونه بېل وي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ چې جوماتونه به په عصري ډول د ټولو امکاناتو په درلودلو سره جوړيږی او هر جومات به په يوه وخت کې د ۱۷۰ لمونځ کوونکو ځای او د موټرونو خاص تم ځای ولري.

د افغانستان پر لويو لارو د استراحت، ډوډۍ خوړلو او شپې تېرولو مجهز او عصري ځايونه ډېر کم دي، چې زيات مهال پر دې لارو تلوونکي کسان د ستونزو سره مخ وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر: افغانستان او چين به ډېر ژر د ځمکې له لارې سره وصل شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني وايي، چې ډېر ژر به د افغانستان او چين تر منځ ځمکنۍ سړک جوړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ به مستقيمه سوداګري شروع شي. چين له کلونو راهیسي هڅه کوي، چې د واخان دهليز له لاري منځي ختيځ هېوادونو ته سوداګري وغځوي.

د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا غبدالغني برادر نن سې شنبه په کندهار کې د يوه مسجد د جوړېدو په غونډه کې وويل، چې په کمزوري اقتصادي حالت کې د ۵۰۰ لويو پروژو کارونه جريان لري.

د هغه په خبره، چې افغانستان په يو ډېر بد حالت کې ورته پاته شوی او ټولې چارې يې له صفر څخه شروع کړې دي.

ملا برادر په دې غونډه کې وويل، چې د بدخشان په واخان کې د هغه سړک د جوړېدو چاري روانې دي، چې افغانستان او چين سره نښلوي.

نوموړي زیاته کړه: « په بدخشان کې داسې سړک جوړيږي، چې د چين سره به وصل کېږي. موږ تاسي ته به داسې يوه لاره وي، چې زموږ به تګ راتګ او سوداګري راکړه ورکړه پرې کوو.»

نوموړي د دې سړک د کارونو د خلاصېدو او لګښت په اړه جزیيات ورنه کړل.

مخکې به د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د نورو ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسيا او پاکستان له لارې تر سره کېدله؛ خو د دې ځمکنۍ لارې په جوړېدو، چې تر ټولو لنډه لاره بلل کېږي افغانستان او چين به د سوداګرۍ په برخه کې مستقيم تګ راتګ پيل کړي.

چين هم له ډېرو کلونو څخه هڅه کوي، چې د واخان دهليز په پرانيستلو د افغانستان له لارې ځان منځني ختيځ هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي ورسوي.

ملګري ملتونه: په راتلونکي کال کې لسګونه میلیونه افغانان نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۴ میلیونه افغانان دننه او ۵.۷ میلیونه په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې نړۍوالو مرستو ته اړتیا ولري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدل به سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه اداره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د پښو لاندې کول، اقتصادي بې ثباتي، د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب او طبیعي ناورینونه، د اقلیم بدلون په ۲۰۲۴ کال کې په سیمه کې د لا زیاتې بې باورۍ لامل کېدی شي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې افغانستان له اوسني بشري ناورین سره د دې هېواد د پرمختګ او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په لوړه کچه نړۍوالو مرستو او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ همداراز د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب لپاره له پنځو هېوادونو ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سازمان زیاته کړه، چې په ۲۰۲۴ کې به "کډوالو ته د ادارې بین الافغاني ځواب" پلان په څو کلن پروګرام بدل شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د پنځو کډوالو کوربه هېوادونو ملګرو ته به اجازه ورکړي، چې په اوږد مهال کې د کډوالو او کوربه هېوادونو ملاتړ وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې په ایران کې د څه باندې ۲۶۰ زرو افغان کډوالو لپاره د ثانوي روغتیايي بیمې د لګښت ملاتړ کوي.

دا سازمان به په پاکستان کې د ۶۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو کډوالو ماشومانو لپاره لومړنیو او ثانوي زده کړو ته لاسرسی پراخ کړي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه بنسټ د ژوند لوړ لګښت او په کوربه هېوادونو کې د کاري فرصتونو نشتوالی، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی او له خپلو کورنیو سره لېوالتیا د دوی د راستنېدو لاملونه په ګوته کړل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې په پام کې لري تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱۲۸۰۰ کډوالو ته په افغانستان کې دننه د راستنېدو او بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.
​

طالبانو په پروان کې د پخواني حکومت د والي د مطبوعاتي دفتر یو کارکوونکی نیولی دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د پروان د پخواني حکومت والي د مطبوعاتي دفتر د کارکوونکي ضمير ظهير کورنۍ وايي، له هغه راهيسې چې د قوس په ١٤مه په جبل السراج کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى؛ تر اوسه په بند کې دى.

د ظهیر کورنۍ وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته ولاړ او د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې هېواد ته راستون شو.

د ضمیر ظهیر د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل د امنیتي دلایلو له مخې یې نوم واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو دوه غړي د وږي په ۱۴مه په قلعه صحرا کلي کې د ښاغلي ظهیر کور ته ورغلل او له ځانه سره یې وړی.

د دې سرچینې په وینا؛ له یوې میاشتې راهیسې د ضمیر ظهیر د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی ظهیر په پروان کې د تېر حکومت د والي د مطبوعاتي دفتر کارکوونکی و او له سیمه ییزو رسنیو سره یې خبرې او همکاري کوله.

تر اوسه د نوموړي د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د ضمير ظهير د کورنۍ غړو په پروان او کابل کې د طالبانو د استخباراتو دفتر ته مراجعه وکړه؛ خو طالبانو ورته وويل، چې ضمير ظهير يې نه دى نيولى.

سرچينې زياته کړه، چې د ښاغلي ظهير د نيول کېدو په لومړيو څو ورځو کې د هغه ته مبايل زنګ ورغلی، خو چا يې ځواب ور نه کړ.

طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او د دغې ډلې د مشر د حکم له مخې به د پخواني حکومت له عسکرو او کارکوونکو څخه د دوی د پخوانیو مسوولیتونو په اړه پوښتنې نه کیږي.

په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د نظامي پرسونل، پخوانیو ملکي کارمندانو او ژورنالیستانو د نیولو او شکنجه کولو ډېری راپورونه شته.

د روان کال د زمري په مياشت کې طالبانو د پروان ولايت د پخواني حکومت د امنيې قوماندانۍ د ښځينه پوليسو د جلب او جذب پخوانۍ مشره صابرو رضايي ونيوله او له څه مودې وروسته يې خوشې کړه.

سره صليب د طالبانو له سرې مياشتې ټولنې سره د ۱۶ امبولانسونو مرسته وکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د سره صليب نړۍوالي کمېټې عملياتي مرستيال وايي، په روغتيايي برخه کې يې د خپلو مرستو په دوام ۱۶ نوي امبولانسونه له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره مرسته کړې. د افغانستان په لرې پرتو سېمو کې ډېری اوسېدونکي روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

نن سې شنبه هغه ۱۶ امبولانسونه د طالبانو ته واک کې افغان سرې مياشتې ادارې تر لاسه کړه، چې سور صليب ورسره مرسته کړې.
د افغان سرې مياشتې لپاره د طالبانو مشر مطيع الله خالص وايي، پر افغانستان د نړۍ بنديزونو د هېواد ډېری اوسېدونکې له ستونزو سره مخ کړي او دامهال په بېلابيلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

د خالص په خبره، چې د طالبانو واک ته د رسېدو سره سم، د افغاني سرې مياشتې ادارې سره د ترکيې، قطر او سعودي عربستان ډېرو خيريه بنسټونو مرستې کړې دي.

نوموړي د نورو مرستو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

د سور صليب ادارې عملياتي مرستيال ادرين زميرمن په خبره، چې تر دې مخکي يې هم د افغاني سرمياشتې ادارې سره د ۱۶ امبولانسونو مرسته کړې او ډېر ژر به ۲۲ نور امبولانسونه دې ټولنې ته ورکول شي.

نړیوالو روغتيايي بنسټونو هم په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان په لرې سېمو کې روغتيايي خدماتو ته د خلکو پر نه لاس رسي اندېښنې ښودلې.

د تېرې ليندۍ د میاشتي پر دوهمه نېټه اروپايي اتحاديې هم په روغتيايي برخه کې لس مېليونه ايرو مرسته اعلان کړې وه او ويلې وه، چې دغه مرسته به د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې تر سره کيږي.

بې پولې ډاکټرانو په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د لومړيو ماشومانو د زېږېدو مبارکي ورکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د ۲۰۲۴ کال هغو لومړنیو ماشومانو ته چې په افغانستان کې د دې موسسې په روغتونونو کې زیږیدلي دي مبارکي ورکړه. ویل کیږي، چې په ۰۰:۰۲ یو هلک په خوست کې زیږیدلی، په ۰۰:۱۰ یو بل هلک په هلمند کې زیږیدلی، او په ۰۰:۴۸ په خوست کې دوه - دوه جوړه انجونې زیږیدلې دي.

بې پولې ډاکټران یوه نړۍواله، خپلواکه او بشردوستانه موسسه ده. دغه سازمان په ۱۹۸۰ کال کې په افغانستان کې خپل کار پیل کړ.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په هدف د روان کال په اسد میاشت کې په مزارشریف کې یو روغتون پرانیست.

دغه سازمان ویلي، چې ډېری افغانان طبي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاو ته د لاسرسي لپاره د بشري مرستو او د نادولتي موسسو په ملاتړ تکیه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېر کال ویلي وو، چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مري.