• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل ښاروالۍ: د کابل په بازارونو کې د نفتي توکو بیې راټیټې شوې دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د کابل ښاروالۍ وايي، په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د نفتي توکو بیې رالوېدلې دي. دغه اداره د بیو د دغه ټيټوالي لاملونه په بهرنیو بازارونو کې د تېلو د بیو راټیټېدل، د سالنګ د لویې لارې پرانیستل کېدل او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو لوړېدل په ګوته کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي احمد شکیب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« په تېرو څو ورځو کې د پټرولو بیه په هر لیټر کې لس افغانۍ راټیټه شوې ده، چې تېره اونۍ د یو لیټر پټرولو بیه ۷۶ افغانۍ وه؛ خو اوس دغه بیه ۶۶ افغانیو ته راښکته شوې ده.»
له دې سره د ډبرو سکاره هم په همدې کچه ارزانه شوي دي او د مایع غازو(ګازو) بیه هم په یو لیټر کې پنځه افغانۍ راټیټه شوې ده، تر دې وړاندې یو لیټر مایع غاز په ۶۵ افغانیو پلورل کېده چې نن سبا دغه بیه ۶۰ افغانیو ته ښکته شوې ده.
خو د بیو د دغې ټېټېدنې سره، سره هم یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې دغه بیې په ټولو سیمو کې یو شان نه دي.

د دوی په وینا، لا هم په بازار کنټرول نه شته او هر کس یې د خپلې خوښې سره سم پر توکو بیې ټاکي.

دوی وايي، که چېرته د ښاروالۍ له اړخه بیې په سمه توګه کنټرول شي؛ نو د خلکو له پاره به زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
خو د دې ټولو سره، سره بیا هم د کابل ژمی سخت دی او خلک د وزګارۍ او تنګلاسۍ له امله د دې توان نه لری چې خپلې سړې خونې تودې وساتي، په دغه ښار کې لا هم داسې ډېر داسې کسان ژوند کوي چې د درې وختو پر ځای د یو وخت له پاره هم خواړه نه مومي.
یو شمېر کابل ښاریان وايي، د ژمي په رارسېدو سره د دغه ښار هوا زښته زیاته ککړه شوې او ښايي یوه وجه یې دا وي، چې خلک د کورونو د ګرمولو له پاره سون توکي نه شي رانیولای او پر ځای یې ربړونه، پلاستیکونه او نور څېزونه سوځوي، چې ورسره هوا زیاته ککړه شوې او خلک یې به بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې یوې مېرمنې له خپل مېړه څخه تناسلي اله پرې کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۴ GMT+۰

ځایي سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په هلمند کې یوې ښځې د خپل مېړه تناسلي اله پرې کړې ده.

ځایي سرچینې وایي، چې ښځې لومړی خپل مېړه ته د بې هوښۍ درمل ورکړي او بیایې په چاړه تناسلې اله ترې پرې کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې علت نه دې په ګوته شوی.

هغه غږیز کلیپ چې پکې د طالبانو دوه غړي غږیږي افغانستان انټرنشنل - پښتو تر لاسه کړی دی.

په دغه غږیز کلیپ کې یو طالب وايي، چې د پېښې سیمې ته له خپلو ملګرو سره ورغلی او یاده مېرمن یې نیولې ده.

تر اوسه په رسمي ډول طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغان ملت ګوند:سیاسي ګوندونه دې د سیاسي تفاهم له لارې د خلکو غوښتنې ملګرو ملتونو ته ورسوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د افغان ملت ګوند وایي، ناوسله وال سیاسي ګوندونه دې د یوه سوله ییز میکانیزم او معقولو طرحو په اساس چې د ژبې، سیمې او قوم په نوم امتیاز وانه خلي د سیاسي تفاهم او خبرو اترو له لارې د خلکو غوښتنې د ملګرو ملتونو ادارې ته ورسوي.

د افغان ملت ګوند د سې شنبې په ورځ (د جنوري په دویمه) په خپلې فیسبوک پاڼې د یوې اعلامیې په نشرولو دې ته په اشارې چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی استازی ټاکي لیکلي: « د افغانستان لپاره دا ملګرو ملتونو استازی به له سیاسي، قومي او ښکیلو اړخونو سره د خبرو اترو په پروسې کار کوي او خپل راپور به اړوندې ادارې ته وړاندې کوي، چې دا هم د طالبانو او هم سیاسي ګوندونو لپاره د وړاندیزونو سپارلو لپاره تر بل هر وخت ښه موقع ده.»

اعلامیه زیاتوي، چې په افغانستان کې روان وضعیت د اقتدار پر سر د جنګونو زیږنده ده، شاوخوا څلورو لسیزو روان ناورین د وسله والو ډلو د نیابتي واکمنۍ او پر وړاندې یې د بلې وسله والې ډلې عملیات دي، چې د افغانستان هر څه یې ګواښلي.

طالبان په کور دننه او په نړۍواله کچه له اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخ دي.

طالبانو ته تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د استازولۍ څوکې نه ده ورکړل شوې، ملګرو ملتونو په کراتو او بېلابېلو بڼو خپلې غوښتنې تر طالبانو رسولي؛ خو دغه ډله یې په منلو کې پاتې راغلې.

دا درېیم کال دی، چې طالبان د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لالهانده دي؛ خو د نړۍ هېڅ یو هېواد یې په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزير: پر لویو لارو د ښځو او سړو لپاره ۷۵ نوي جوماتونه جوړوو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزير وايي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې د نارينه او مېرمنو لپاره ۷۵ نوي مسجدونه جوړوي. دغه جوماتونه پر لويو لارو د مسافرو لپاره جوړيږي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزير محمد عیسی ثاني په کندهار کې د يوه مسجد د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وويل، چې د لويو لارې په اوږدو کې د جوماتونو جوړول د طالبانو د مشر امر دی او پيل يې له کندهار څخه کيږي.

د نوموړي په خبره، چې د مسجدونو د جوړېدو لړۍ يې د کندهار د دامان ولسوالۍ څخه پيل کړه.

هغه د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د جومات د جوړېدو په مراسمو کې وويل، چې د ښځو او سړو لپاره په درې جريبه ځمکه کې دغه مسجد به په يو نيم کال کې د ۳۵ میليونو افغانيو په لګښت جوړ شي.

د طالبانو د ټولګټو چارو د وزير په خبره، چې د نارینه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره به د لمانځه او اودس کولو ځايونه بېل وي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ چې جوماتونه به په عصري ډول د ټولو امکاناتو په درلودلو سره جوړيږی او هر جومات به په يوه وخت کې د ۱۷۰ لمونځ کوونکو ځای او د موټرونو خاص تم ځای ولري.

د افغانستان پر لويو لارو د استراحت، ډوډۍ خوړلو او شپې تېرولو مجهز او عصري ځايونه ډېر کم دي، چې زيات مهال پر دې لارو تلوونکي کسان د ستونزو سره مخ وي.

ملا برادر: افغانستان او چين به ډېر ژر د ځمکې له لارې سره وصل شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني وايي، چې ډېر ژر به د افغانستان او چين تر منځ ځمکنۍ سړک جوړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ به مستقيمه سوداګري شروع شي. چين له کلونو راهیسي هڅه کوي، چې د واخان دهليز له لاري منځي ختيځ هېوادونو ته سوداګري وغځوي.

د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا غبدالغني برادر نن سې شنبه په کندهار کې د يوه مسجد د جوړېدو په غونډه کې وويل، چې په کمزوري اقتصادي حالت کې د ۵۰۰ لويو پروژو کارونه جريان لري.

د هغه په خبره، چې افغانستان په يو ډېر بد حالت کې ورته پاته شوی او ټولې چارې يې له صفر څخه شروع کړې دي.

ملا برادر په دې غونډه کې وويل، چې د بدخشان په واخان کې د هغه سړک د جوړېدو چاري روانې دي، چې افغانستان او چين سره نښلوي.

نوموړي زیاته کړه: « په بدخشان کې داسې سړک جوړيږي، چې د چين سره به وصل کېږي. موږ تاسي ته به داسې يوه لاره وي، چې زموږ به تګ راتګ او سوداګري راکړه ورکړه پرې کوو.»

نوموړي د دې سړک د کارونو د خلاصېدو او لګښت په اړه جزیيات ورنه کړل.

مخکې به د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د نورو ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسيا او پاکستان له لارې تر سره کېدله؛ خو د دې ځمکنۍ لارې په جوړېدو، چې تر ټولو لنډه لاره بلل کېږي افغانستان او چين به د سوداګرۍ په برخه کې مستقيم تګ راتګ پيل کړي.

چين هم له ډېرو کلونو څخه هڅه کوي، چې د واخان دهليز په پرانيستلو د افغانستان له لارې ځان منځني ختيځ هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي ورسوي.

ملګري ملتونه: په راتلونکي کال کې لسګونه میلیونه افغانان نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۴ میلیونه افغانان دننه او ۵.۷ میلیونه په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې نړۍوالو مرستو ته اړتیا ولري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدل به سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه اداره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د پښو لاندې کول، اقتصادي بې ثباتي، د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب او طبیعي ناورینونه، د اقلیم بدلون په ۲۰۲۴ کال کې په سیمه کې د لا زیاتې بې باورۍ لامل کېدی شي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې افغانستان له اوسني بشري ناورین سره د دې هېواد د پرمختګ او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په لوړه کچه نړۍوالو مرستو او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ همداراز د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب لپاره له پنځو هېوادونو ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سازمان زیاته کړه، چې په ۲۰۲۴ کې به "کډوالو ته د ادارې بین الافغاني ځواب" پلان په څو کلن پروګرام بدل شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د پنځو کډوالو کوربه هېوادونو ملګرو ته به اجازه ورکړي، چې په اوږد مهال کې د کډوالو او کوربه هېوادونو ملاتړ وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې په ایران کې د څه باندې ۲۶۰ زرو افغان کډوالو لپاره د ثانوي روغتیايي بیمې د لګښت ملاتړ کوي.

دا سازمان به په پاکستان کې د ۶۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو کډوالو ماشومانو لپاره لومړنیو او ثانوي زده کړو ته لاسرسی پراخ کړي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه بنسټ د ژوند لوړ لګښت او په کوربه هېوادونو کې د کاري فرصتونو نشتوالی، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی او له خپلو کورنیو سره لېوالتیا د دوی د راستنېدو لاملونه په ګوته کړل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې په پام کې لري تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱۲۸۰۰ کډوالو ته په افغانستان کې دننه د راستنېدو او بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.
​