یوناما: د افغانستان نېږدې اویا سلنه خاوره له ماینونو پاکه شوې ده

په کابل کې د یوناما دفتر وايي، چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نړۍ په کچه د ماین پاکۍ بشرپاله یاد پروګرام پکې پیل شوی دی. د یوناما د دفتر په خبره؛ د دې فعالیتونو له پيل راهیسې د افغانستان ماین پاکۍ پروګرام نېږدې ۱۴میلیونه چاودېدونکي توکي شنډ کړي دي.