د پاکستان پولیس: کېدای شي د مولانا فضلالرحمان زوی د وسلهوالو لهخوا ووژل شي

د پاکستان پولیس وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ښايي د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان پر زوی اسد محمود وسلهوال برید وشي.

د پاکستان پولیس وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ښايي د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان پر زوی اسد محمود وسلهوال برید وشي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د دېره اسماعیلخان پولیسو اسد محمود ته د چهارشنبې ورځ د جنورۍ په ۳مه سپارښتنه کړې چې خپلې لیدنې کتنې محدودې کړي او د ځان ساتلو له پاره باید هوښیار اوسي.سلیم خان چې د پاکستان د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی دی، اسد محمود ته په یوه لیک کې لیکلي:« داسې ګواښونه شته، چې وسلهوالې ډلې به هغه په سفر او یا د هغه د استوګنې پر مهال په نښه کړي.»په دغه لیک کې چې د مولانا فضل الرحمن زوی ته په خطاب کې شوی، ویل شوي: «په داسې شرایطو کې له غیر ضروري سفر او مجلسونو کې له ګډون څخه باید ډډه وکړي، خپل تګ راتګ له نورو پټ وساتي او پر ځان یو لړ بندیزونه ولګوي.»د دغه لیک له مخې مولانا اسد ته په کار دي، چې امنیتي ادارې د هغه د سفر په اړه خبرې وکړي.د ډسمبر په ۳۱مه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان د مشر مولانا فضلالرحمان پر کاروان نامعلومو وسلهوالو ډزې کړې وې؛ خو په دغه برید کې هغه او د ګوند غړو ته یې کوم زیان نه و رسېدلی.