د مذهبي چارو وزیر: په پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د افغانانو حج ته تلل بند شوي

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر انیق احمد وايي، افغان کډوال چې په پاکستاني پاسپورټونو حج ته تلل، د دوی ټولو شناختي کارډونه تړل شوي دي. تر دې وړاندې هم د پاکستان نادرا ادارې ویلي و، چې د افغانانو ټول شناختي کارډونه باید راټول شي او دوی به خپل هېواد ته ستانه کړای شي.