د طالبانو مشر ملا هبت الله په ملکي او پوځي څانګو کې نوې ګومارنې کړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله په ملکي او پوځي څانګو کې نوې ګومارنې کړي او له ۳۰ زیات کسان یې بدل رابدل کړي دي. د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دوو جلا خبر پاڼو کې په درېیو ولایتونو کې د امنیه قومندانانو، ښاروالانو او یو مستوفي په ګډون د پنځو نویو ګومارلو خبر ورکړی دی.





