د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر د بشري سرچینو مشر وايي د «جهاد» په زور واکمن شوي

د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر د بشري سرچينو رييس محمد داود محمدي وايي، چې دوی هېواد ته د ټاکنو، لارينونو او شعارونو د لارې ندي راغلي بلکې د «جهاد» په زور واکمن شوي دي.

د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر د بشري سرچينو رييس محمد داود محمدي وايي، چې دوی هېواد ته د ټاکنو، لارينونو او شعارونو د لارې ندي راغلي بلکې د «جهاد» په زور واکمن شوي دي.
نوموړي دا خبره نن په ارګ کې د طالبانو د لومړۍ وزير د ادارې ساتونکو لپاره د نظامي لباس د پېژندنې په مراسېمو کې وکړه او وويل، چې د «جهاد» په څېر به د خپلو مشرانو ساتنه کوي.
طالبان څه باندي دوه کاله کېږې، چې پر افغانستان واکمن شوي؛ خو تر اوسه د طالبانو د ارګ او د لومړي وزير ساتونکو خاص نظامي لباس نه درلود.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دغه هېواد کې د هغو مدافعانو پر نیولو اندېښنه ښودلې چې د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي. دغه دفتر د چارشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې په خپلسري ډول د دوى له نيولو لاس واخلي.
یوناما ټینګار کوي، چې باید د کورنیو، وکیلانو، پاملرنې او قانوني حقونو ته درناوی وشي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د احمد فهیم عظیمي، د پوهنې فعال صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو فعالې منیژه صدیقي پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.
یوناما د دغو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
طالبانو د نجونو د زدکړو ملاتړي احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران په دې تور نیولي چې د روباټیک ټیم له نجونو سره یې د تلې په ۲۵مه مرسته کړې چې له هېواده ووځي.
دغې ډلې د تلې په ۱۷مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې وه.
تر اوسه د دغو فعالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ نېټه واک ته ورسېدل، دغې ډلې په مدني ازادیو او په ځانګړې توګه د ښځو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه ولګول.
د طالبانو د رهبر لخوا پر ښځو د محدودیت لګولو فرمانونو د ښځو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او په تېرو دوو کلونو کې دغو فعالانو د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره اعتراضي حرکتونه جوړ کړي دي.
د سړکونو په سر لاریونونو او همدارنګه په تړلو سیمو کې د انفرادي او ډله ایزو مظاهرو وروسته، طالب وسله والویو شمېر لاریون کوونکي ونیول.

دجمهوریت د وخت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، «طالبان دې د پخوانیو تېروتنو د تکرار پر ځای له ولس سره سمه لار خپله کړي.» د نوموړي په خبره، «د زندانونو ډکول نظام نه ټینګوي. نظام یوازې د عدالت او ولسي یووالي پر بنسټ ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولی شي.»
که څه هم نوموړي د چا بندیانولو ته اشاره نه ده کړې، خو ویل کېږي تېرو ورځو کې طالبانو د دوی د خوښې حجاب نه مراعتولو په تور په کابل کې ځینې نجونې او ښځې نیولې دي.
معصوم ستانکزي نن په خپل اېکس پر طالبانو غږ کړی چې ملي پخلاینې ته لاره هواره کړي.»
ورته غوښتنه بیا بیا له طالبانو کېږي، خو طالبان وايي، د دوی غېږ هر چا ته پرانیستې ده او د دې ډلې په واکمنېدو سره بهر ته تللي پخواني چارواکي افغانستان ته ستنېدلی او ارام ژوند کولی شي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د رامنځته شوي کړکېچ د هواري لپاره د طالبانو د کندهار والي ملا شيرين په اسلام اباد کې د بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی. د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د بهرنيو او کډوالو چارو د وزيرانو په شتون کې کندهار والي د خبرو لپاره ګومارلی.
د طالبانو د کندهار والي محمد شيرين اخوند په مشرۍ لس کسيز پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی او دواړه لوري به د یو شمېر مسايلو په اړه بحثونه وکړي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو استخباراتو مرستيال او کندهار والي نن چهارشنبه په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې برخه اخيستې، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د جوړېډو او ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.
مجاهد پاکستان ته د طالبانو د پلاوي دا شپږ خاص سفر بللی.
نوموړي وايي، چې د نورو ناستو په تعقيب په نننۍ ناسته کې د ډېورنډ کرښې دواړو خواته د ستونزو د حل او سياسي موضوعاتو اړوند خبرې شوي.
مجاهد زیاتوي: « په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواو ته د پرتو ولسونو لپاره د تسهیلاتو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه کیږي.»
مجاهد د پلاوي د غړو او د دې سفر په اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.
په دې پلاوي کې د ملي دفاع، کورنيو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د استازو ترڅنګ يو شمېر ديني عالمان هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو له پلاوي سره يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، سوداګرۍ او مخکنيو ژمنو پر بيا تازه کولو خبري کړي.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلې، چې پاکستان ته د طالبانو تللی پلاوی به د پاکستاني استخباراتو، د پوځ له مسوولينو، سياسيونو او هلته د حکومت له يو شمېر نورو استازو سره په پاکستان کې د ناامنه وضعیت د کابو کولو اړوند هم مجلسونه ولري.
اسلام اباد د ناامنۍ له منځه وړلو لپاره د افغانستان د واکمنو طالبانو څخه څو ځله د مرستې غوښتنه کړې.
د بهرنيو او کډوالو چارو وزارتونو په شتون کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر له پاکستان سره د ستونزو د حل په موخه د يوې جلا کمېټې جوړول خلکو ته ګڼې پوښتنې پېدا کړي.
عام باور دا دی، چې لا هم د طالبانو په منځ کې بې باوري موجوده ده.
څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې تېر کال په افغانستان کې په شویو بریدونو کې تاجکستاني او پاکستاني وګړي ښکېل وو.

د امریکا د زلزلې معلوماتي مرکز د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي۱۳ مه) د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د رېښتر په کچه د ۴،۹ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.
دغه سازمان ویلي، چې دغه زلزله پر ځايي وخت ماسپښین دوه نیمې بجې د ځمکې په ۱۳۸ کیلومترۍ ژوره شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه شته.
د سیمې اوسېدونکي ویلي، چې د زلزلې ټکانونه یې حس کړي دي.
د سې شنبې په شپه (د مرغومي۱۲ مه) د بدخشان مرکز فيض اباد ځيني سېمې هم د رېښتر په کچه د ۴،۴ درجې دوو زلزلو لړزولي وې.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ، چې په بغلان او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو د ډلې دوه غړي وژل شوي او د دغې ډلې درې غړي ټپیان شوي دي. دغه جبهې زياته کړې، چې په دې عملياتو کې د مقاومت د جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې جبهې د چهارشنبې په ورځ (د جدي ۱۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سې شنبې په شپه ناوخته یې د بدخشان ولایت د والي پر دفتر د توغندیز برید په ترڅ کې د طالبانو د ډلې دوه غړي ټپیان کړي دي.
دغه جبهې زیاته کړه، چې په یوه بل برید کې د دې جبهې ځواکونو د سې شنبې په شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د طالبانو پر یوه سراچه ډوله موټر چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي؛ په دغو بریدونو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د مقاومت جبهې د سې شنبې په ورځ هم په کندز کې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو خبر ورکړی.
په دې وروستیو کې د ملي مقاومت جبهې خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه، چې په دې موده کې یې پر طالبانو ۹۰ ځله بریدونه کړي او د دغې ډلې ۱۲۸ غړي یې وژلي دي.