• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ د هندوستان په وړاندې د ۳ شل اوره سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د افغان لوبغاړو ۱۹ کسيز نوملړ اعلان کړ، چې په لومړي ځل به له هند سره درې شل اوره لوبې تر سره کوي. د لوبډلې مخکنی کفتان راشد خان ارمان د لوبډلې برخه دی، خو د ملا د عملياتو له کبله ممکن ونه لوبيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوې کمېټه وایي، د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ دا لوبډله به خپل لومړۍ لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ «جنوري ۱۱مه» په هند کې و کړي.

د سياليو دوهمه لوبه به د روانط جنوري میاشتې په ۱۴ او درېمه لوبه پر ۱۷ مه نېته وشي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې دې سیالو ته يې په لومړي ځل ۱۹ لوبغاړي ټاکلي چې له مخې یې د شل اوره نړیوال جام سياليو ته غوره لوبډله وټاکي.

د هند په وړاندي په افغان کرېکټ لوبډله کې « ابراهيم ځدران لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام عليخيل«ویکټ ساتونکي»، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدران، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان» شامل دي.

د افغان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف له هند سره په لومړۍ ځل د دریو شل اوره لوبو پيل د افغان لوبغاړو لپاره اغېزناک بولي

څو ورځي مخکي افغان کرېکټ لوبډلې له متحده عربي اماراتو د دريو سیالیو شل اورره لوبلړۍ وګټله.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا له پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ لوبلړۍ وګټله

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په دغه هېواد کې نن په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د لوبلړۍ درې واړه سیالۍ وګټلې. د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن سیډیني کې د لوبو په شپږمه ورځ ۱۳۰ منډې هدف وټاکه، خو اسټرالیا د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ.

اسټرالیا په په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې پر ۷۹ او دویمه کې پر ۳۶۰ منډو لوی توپیر پاکستان مات کړی و.

د پاکستان د کرېکټ ډایرېکټر محمد حفیظ وايي، دې لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو له ځینې چانسونو یې کار وانه خیست او د ځینې کېچونو غورځېدو سره یې ماتې وخوړه.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې په اسټرالیا کې ټېسټ لوبلړۍ کېږي، خو ویل کېږي یوه لوبلړۍ هم پاکستان نه ده ګټلې.

راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د لس غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې پنځم مقام ته را ټیټ شوی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچوونکو تازه نوملړ خپور کړی او په دغه نوملړ کې راشد خان پنځم مقام خپل کړی دی. تر دې وړاندې راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچونکو په لیست کې په دویم مقام کې راغلی و.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچوونکو نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې فضل الحق فاروقي پر اووم مقام پاتې دی خو مجیب الرحمن ځدران له نهم مقام څخه یولسم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د لس غوره توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د انګستان ملي لوبډلې ورو توپ اوچونکی عادل رشید پر لومړي مقام، د هند ملي لوبډلې توپ اچونکی روي بیشنو دویم، د ویسټ اندیز اکیل حسن دریم او د سریلانکا وینندو هسرانګا په څلورم مقام کې دي.

د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچونکو په نوملړ کې راشد خان پنځم مقام خپل کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د لس غوره توپ اچوونکو په دغه لیست کې فضل الحق فاروقي اووم او مجیب ځدراڼ چې وړاندې تر دې پر نهم مقام و یوولسم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ چارو شنونکي وايي، راشد خان د ټپي کیدو او له تېرو دوه میاشتو راهیسې نه لوبیدو له امله د کرېکټ نړیوالې شورا د غوره لوبغاړو په درجه بندۍ کې خپل مقام له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د توپوهنې په برخه کې دوه بهرني روزونکي پر دندو وګومارل

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۵ GMT+۰

کرېکټ بورډ ویلي د سوېلي افریقا پخوانی توپ وهونکی انډیو پټیک یې د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي او جیمز پارسنز یې د نړیوال جام لپاره د افغان نوولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه ګومارلي او دواړه روزونکي به د دواړو ملي لوبډلو په غوره روزنه کې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي لوبډلې او نوولس کلنو د لوبډلې لپاره یې د توپوهنې په برخه کې دوه بهرني روزونکي په دندو ګومارلي دي.

کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په برخه کې پر دنده ګومارل شوی دی.

کرېکټ بورډ ویلي، د سوېلي افریقا د لوېدیځ ولایت چپ لاسي توپوهونکي انډریو پټیک خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه په ۲۰۰۰ کال کې تر سره کړې او د یادې بڼې په دریمه لوبه کې لومړنۍ سلیزه هم په خپل نوم ثبت کړې.

کرېکټ بورډ د ښاعلي پټیک د لوبیزو کارنامو په اړه لیکلي، چې نوموړي یوه یو ورځنۍ لوبه تر سره کړې، خو په کورني کرېکټ کې غوره تجربه لري. او په ۱۷۳ فرسټ کلاس لوبو، ۱۷۲ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې تر سره کړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو لوبو کې یې ۱۷ زره منډې جوړې کړې چې ۴۰ سلیزې او ۸۴ نیمه سلیزې په کې شاملې دي.

ښاغلي انډریو پټیک تردې وړاندې هم د روزونکي دنده تر سره کړې ده.

پټیک په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکی، له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ د سوېلي افریقا د ښځو لوبډلې د سلاکار، د سوېلي افریقا د الف لوبډلې د مرستیال روزونکي، د یاد هیواد د ایمرجینګ لوبډلې د مرستیال روزونکي او همدارنګه د سوېلي افریقا د ښځو د ایمیرجینګ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې تر سره کړې دي.

همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوی سلاکار او لارښود د انګلستان الاصله جوردن جیمې پارسنز د انګلستان او سوېلي افریقا په کورني کرېکټ کې سترې کارنامې لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پارسنز په اړه لیکلي چې نوموړی الراونډر لوبغاړی و، او په ښي لاس چټک توپ اچونې تر څنګ یې کیڼ لاس توپ وهنه هم ترسره کړې.

ښاغلي پارسنز د کورني کرېکټ په فرسټ کلاس ۳۳۸ سیالیو او ۳۵۱ لسټ اې سیالیو کې لوبیدلی چې په فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۷۶۳ منډې او ۸۰۹ ویکټې او لست اې لوبو کې ۱۹۴۱ منډې او ۳۵۱ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د انډریو ټپیک سره د یو کال لپاره تړون کړی او د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره به له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي او همدارنګه جیمز پارسنز له وړاندې ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره په سوېلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د سلاکار او لارښود په توګه دنده ترسره کړي.

له ۱۲۲ کلونو وروسته د ټیسټ کرېکټ په نړۍ کې تازه ریکارډ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د هند او سویلي افریقا تر منځ د کیپ ټاون ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل. دا په ۱۲۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د یوې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ دومره زیاتې وېکټې سوځیدلې دي.

د کیپ ټاون ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د سویلي افریقا په ۵۵ منډو ټول لوبغاړي وسوځیدل، بیا د هند اننګز په ۱۵۳ منډو پای ته ورسېد، ورپسې سویلي افریقا په دویم ځل په ۶۲ منډو خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په دې توګه د لوبې په لومړۍ ورځ ټولټال ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل، چې دا په تېرو ۱۲۲ کلونو کې د ټیسټ لوبو په لومړۍ ورځ د ډېرو ویکټو د سوځېدو ریکارډ دی.

د جیو نیوز د راپور له مخې، تر دې وړاندې په ۱۹۰۲ کال کې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې په لومړۍ ورځ ۲۵ لوبغاړي وسوځېدل، په داسې حال کې چې په ۱۸۹۰ کال کې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د لوبې په لومړۍ ورځ ۲۲ لوبغاړي وسوځېدل.

په ۱۸۸۸ کال کې د انګلستان او اسټرالیا د لوبې په دویمه ورځ ۲۷ لوبغاړي وسوځېدل.

په ۱۸۹۶ کال کې د اوول ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۴ لوبغاړي وسوځېدل. په ۲۰۱۸ کال کې د هند او افغانستان د چنای ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۴ وېکټې، په کیپ ټاون کې په ۲۰۱۱ کال کې د سویلي افریقا او استرالیا ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل.

د طالبانو امر بالمعروف: ورزشکاران دې داسې جامې په تن کړي چې عورت یې پټ کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت ویلي، مامورینو یې د چهار شنبې په ورځ کابل کې له یو شمېر ورزشي کلبونو د لیدنې پر مهال له ورزشکارانو غوښتي، چې د شریعت خلاف جامې په تن نه کړي.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې له ورزشکارانو غوښتي د تمرین پر مهال هغه جامې په تن کړي، چې 'عورت'یې پټوي؛ خو دغه وزارت په خپله تازه خبر پاڼه کې د نارینه وو لپاره د 'عورت'تعریف نه دی کړی.

‏د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې « نازکې او تنګې» جامې د اسلامي شریعت او د افغانانو د کلتور خلاف دي.

حنفي له سوداګرو وغوښتل، چې هېواد ته دې د دغسې جامو له راوړلو ډډه وکړي.

‏له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مېرمنې له ورزش، تفرېح او « له شرعي محرم» پرته سفر څخه منع کړې دي.

‏د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تېرو دوو کلونو کې د خپلو پرلپسې مقرراتو اعلانولو سره هېواد کې په پراخه کچه د افغانانو ازادۍ محدودې کړې دي.

‏طالبانو د دولتي ادار پر مامورینو ږیره پرېښودل ــ خولۍ په سر کول جبري کړي او په ځينو مواردو کې هغو کسانو سره بد چلند کړی، چې له یادو سپارښتنو یې سرغړونه کړې.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل ښار په ښوونځیو، روغتونونو او تفریحي مرکزونو کې د «منکراتو لرې کولو» په اړه د دغه وزارت د لارښوونو له اعلان وروسته بدلونونه راغلي دي.