په کراچۍ ښار کې د بلوڅانو د نسل وژنې پرضد زرګونو کسانو لاریون وکړ

د بلوڅانو د نسل وژنې پرضد زرګونو معترضو بلوڅانو چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه پيل کړي، دا ځل د کراچۍ ښار په مالېر سیمه کې سره راټول شوي دي.

د بلوڅانو د نسل وژنې پرضد زرګونو معترضو بلوڅانو چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه پيل کړي، دا ځل د کراچۍ ښار په مالېر سیمه کې سره راټول شوي دي.
د بلوڅانو د حقونو فعالې ماه رنګ بلوڅ نن یکشنبې (د مرغومې ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې د لاریون کوونکو د یوې ویډيو د خپرولو ترڅنګ لیکلي، چې د بلوڅانو په ملاتړ زرګونه کسان د کراچۍ ښار په مالیر کې واټونو ته راوتلي دي.
نوموړې همداراز ویلي؛ سره له دې چې دا وګړنیز حرکت دی خو حکومت یې په زور زیاتي سره د مخنیوي هڅه کوي.
میرمن بلوڅ وایي، چې هېڅ ډول زور زیاتی به د دوی د لاریونونو مخه و نه نیسي.
په دغو لاریونونو کې چې د نارینه و تر څنګ سلګونو ښځو هم برخه اخیستې ده، د بلوڅانو د نسل وژنې د مخنیوي د غوښتنې په موخه یې د بلوچستان له سیمې د ډي جي خان او دېره اسماعیل خان له لارې خپل حرکت پیل کړ او تر اسلام اباد پورې ورسید.
سره له دې چې دغه پرلت کوونکي په اسلام اباد کې هم د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند او نیونو سره مخ دي، خو د خپلو غوښتنو تر وخته پر عتراضونو ټینګار کوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې یې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له ایکس پاڼې په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي زیاته کړې: "موږ باید د یو بل لپاره د ګټې په میدانونو بدل شو او بل سره همکاري وکړو."
دغه مذهبي مشر چې د طالبانو د معنوي پلار په توګه پېژندل کیږي، وايي چې د افغانستان او پاکستان ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري، د دوی ترمنځ اړیکي باید ورغول شي او شته ستونزې باید حل شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې، چې کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د ((غلط فهمۍ)) په راکمولو کې مرسته وکړي.
مولوي کبیر ویلي، چې د دوی امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له پاکستان سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه متوجه کیږي او ویلي یې دي، چې د ادعاو او پروپاګند پر ځای به ښه دا وي، چې پر واقعیتونو ولاړ بحث وشي.
مولوي کبیر ملا فضل الرحمان ته ویلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کیږي او دوی له هغه هېواده په زوره ایستل کېدو ته اړ کیږي، چې دغه ډول برخورد باید پای ته ورسیږي او افغان کډوالو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
مولوي کبیر هیله ښودلې، چې ملا فضل الرحمان او له هغه سره مل پلاوی به د دوی روښانه پيغام اسلام اباد ته ورسوي، چې دغه ډله په سیمه کې د امن غوښتونکې ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.

د یو شمېر افغانانو له سختو غبرګونونو سره - سره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته ورسېد. کابل ته د طالبانو د دغه خواخوږي سفر د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د نوموړي له راتګ سره سم په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډيوګانو له مخې لیدل کیږي، چې ارګ ته تلونکې لارې بندې او د کابل په شاوخوا سیمو کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوې وې.
طالب چارواکو د نوموړي په راتګ د خوښۍ په څرګندولو سره د هغه تود هر کلی وکړ.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر کابل ته په رسېدو سره په سپیدار ماڼۍ کې د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې مولانا فضل الرحمن په سیمه کې یو منل شوی سیاستوال او د افغانستان او پاکستان له حالاتو با خبره شخصیت دی.
مولانا فضل الرحمن چې په پاکستان کې د افغان طالبانو له مهمو ملاتړو بلل کېږي؛ تر دې مخکې ویلي وو، چې د نورو طالب چارواکو ترڅنګ به په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم وګوري.
تر اوسه روښانه نه ده، چې له هبت الله سره به د نوموړي لیدنه وشي او که نه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا بیا د نوموړي دغه سفر د یو شمېر افغان سیاستوالو، لیکوالانو او عامو خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «کابل ته د هغو څېرو راتګ چې د افغانستان په ۵۰ کلن ناورین کې یې ژور رول لوبولی، د اصیلو افغانانو لپاره پیغور دی.»
له دې سره؛ افغان لیکوال عصمت الله قانع بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: « ددين د مارکيټ دغه مردار خور دلال رد کړئ، کابل ته د دغه خړن او حيوان صفته مذهبي دلال د راتګ په مقابل کې د ملي نفرت اظهار وکړئ.»
په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال بیا لیکلي، چې پاکستاني سیاسي- استخباراتي ملایانو ته «مولانا» مه کاروئ!
نوموړی زیاتوي، چې «مولا» په عربي کې د خاوند، څښتن، بادار، سرپرست او مالک په معنا دی.
هغه ویلي: "ناظم الاطباء يې مطلق بادار بولي، چې دا نور یې غلامان وي. «نا» = زموږ مولانا یعنې زموږ بادار او موږ یې مرییان. دا نوم سیاسي دی. بس «ملا» کافي ده."
د مولانا فضل الرحمان سفر په داسې حال کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، چې نوموړي پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې جهاد فرض دی.
نوموړي ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالب چارواکو له خوا بلنه ورکړل شوه.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې له وروستیو ناامنیو وروسته هغه وخت ترینګلې شوې، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته ځای ورکړی .
طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر عبدالرحیم مسلم دوست وايي، «د ایران د کرمان بریدګر له تاجکستانه د پاکستان له لارې د تېر ډیسمبر پر ۱۳ ایران ته رسېدلی و.» د ایران کرمان کې تېره چارشنبه د قاسم سلیماني څلورم تلین کې د برید له امله تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امریکايي چارواکي د خپلو استخباراتو له خولې وايي چې دغه برید په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړی دی.
خو عبدالرحیم مسلم دوست خپل ټوېټر کې زیاتوي، «داعش اوس په افغانستان او سیمه کې تبلیغاتي حضور لري. فزیکي حضور نه لري.»
د نوموړي په خبره: «د پاکستان او تاجکستان په ګډون څو نور استخباراتي ګروپونه ځانګړي کسان کاروي او د خپلو موخو لپاره د داعش نوم ورکوي.»
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په ګډون د دغه هېواد مختلفو اژانسونو او رسنیو د مسلم دوست دا خبر خپور کړی دی.
ایراني چارواکي هم وايي، چې تېره چارشنبه د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې له دوو بریدګرو یو تاجکستانی و.
په دغه برید کې د ۱۲ افغانانو په ګډون تر ۹۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ ټپیان شول.
طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ هم وايي، د ایران د کرمان برید دوو تاجکستانیانو کړی دی.
المرصاد پرون په یوه لیکنه کې زیاتوي، «دا ډله د ځانمرګو بریدونو لپاره زیات افراد له تاجکستان استخداموي او په افغانستان او سیمه کې ټول بریدونه اوس له افغانستانه بهر تنظیمېږي.»
د المرصاد دا ادعا په داسې حال ده چې پرون هم داعش د کابل دشت برچي کې پر کاسټر موټر د برید مسوولیت ومانه.
طالبان وايي دې برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، خو یوناما وايي، تر ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پام کې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي: « ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راشي.»
د طالبانو ویاند د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لیدنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۶مه نېټه ویلي و، کابل ته یې مولانا فضل الرحمن ځکه وربللی چې په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغ مخه ونیسي.
مولانا فضل الحمن د طالبانو سره له نږدې اړیکې لري او د دغو اړیکو له امله ډیری افغانان نوموړی د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورنوي او د هغه مخالف دي.
څو اوونۍ وړاندې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر د راپورونو له خپریدو وروسته ډیری افغانانو افغانستان ته د نوموړي د سفر مخالفت وکړ او آن د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالان هم د یاد سفر خلاف په خواله رسنیو کې خپل غږ پورته کړ.
بل خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې، افغانستان ته د نوموړي د سفر اجازه د طالبانو مشر ملا هبت الله ورکړې او په یاد سفر کې به له هغه سره هم ګوري.
خو تر دې مهاله د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د هیڅ یوه بهرني کس د لیدلو خبر نه دی خپور شوی.
جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې یو له سیاسي او مذهبي ګوندونو څخه دی، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي. دغه ګوند د اسلام اباد په سیاسي ډګر کې مخکښ رول لري او په اسلام اباد کې د سیاسي ټلوالو په جوړېدو کې یې غوښنه ونډه لرلې.

دغه پرلت کوونکي وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو ورغوښتي و چې نور دې پرلت پای ته ورسوي، خو دوی وايي تر هغو چې د پرلت والو ټولې غوښتنې نه وي منل شوې دا پرلت به همداسې روان وي. دوی وايي د چمن او سپین بولدک دروازې د پرانیستلو او چمن پرلت د پای ته رسولو په اړه خبرې بې پایلې شوې دي.
د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) ۸۲ ورځې وشوې.
خو تردې مهاله د پاکستان حکومت د پرلت والو غوښتنې نه دي منلې او د پاسپورټ د جبري کېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی وايي، د پرلت د پای ته رسولو او د پاسپورټ د پرېکړې بېرته اخیستو په موخه یې تېره ورځ د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره خبرې اترې د تېر په څیر ناکامې شوې: «د چمن مسوولینو د پرلت د پای ته رسولو لپاره له هر کس سره مذاکرات کوي موږ تیره ورځ له هغوی سره د نږدې مذاکرات وکړل. خو د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصولو او د پاسپورټ د حتمي کیدو د پرېکړې اخیستلو صلاحیت د ایالتي حکومت سره نشته او دا صلاحیت یوازې له مرکزي حکومت سره دی. دوی موږ ته تل وايي چې روان پرلت باید پای ته ورسو ځکه پرلت ته امنیتي ګواښونه متوجې دي خو موږ د دوی دا ډول خبرې نه منو او خپل پرلت ته به دوام ورکوو.»
تر دې وړاندې هم د ایالتي حکومت تر څنګ د پرلت د استازو او د پاکستان حکومت تر منځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مذاکرات ترسره شوي خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي سره رسیدلي.
د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت کې هره ورځ زرګونه ځايي اوسیدونکي ګډون کوي. او د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد ویناوې کوي.
دغه پرلت وال وايي، نور د پاکستان حکومت له لوري د فشارونو او د پاکستان د میلیونونو وګړو د غوښتنو نه منلو له امله تر پوزې راغلي او ډیر ژر به نوی پړاو لاریونونه پیل کړي.
د پرلت یو غړی عبدالباقي متقزی وايي: «د پاکستان حکومت په پښتون میشتو سیمو کې د نورو ظلمونو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د پاسپورټ د جبري کیدو ظلم یې نور نه منو. موږ که وژل کیږو که ژوندي پاتې کیږو پر دغه لار پاسپورټ نه منو.»
د چمن د اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت سره سم د یاد پرلت پر لسګونو غړو د پولیسو له لوري قضیې ثبتې شوې او هم د ډیریو پرلت والو پر کورونو چاپې وهل شوې.
د چمن ځايي اوسیدونکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې سره د زرګونو خلکو کاروبار او اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.
