د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: امریکا په افغانستان کې مذهبي بې اتفاقي ته لمن وهي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د ویاندویانو د وړتیا لوړونې د ستراتیژیک سمینار پر مهال په خپله وینا کې وویل، چې امریکایان په افغانستان کې د شعیه او سني مذهبو د پیروانو تر منځ اختلاف ته لمن وهي.