• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امربالمعروف وزارت:د ښځو د نیولو خبر حقیقت نه لري، په کابل کې مو سوالګرې راټولولې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۱ GMT+۰

په رسنیو کې د طالبانو له لوري د ناسم حجاب په پلمه په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو د راپورونو تر خپرېدو او د نړیوالې ټولنې تر غبرګونه وروسته طالبانو ویلي دي چې دا راپورونه حقیقت نه لري بلکې سوالګرې ښځې یې راټولې کړې دي.

شپږ ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتونو په تور د کابل په لوېدیځ دشت برچي، پل خشک او د کابل ښار په یو شمېر سوداګریزو مرکزونو کې د نجونو او ښځو نیول او نامعلوم ځای ته بیول پیل کړل.

د طالبانو له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو د نیولو د راپورونو له خپرېدو دوه ورځې وروسته د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند عبدالغفار فاروق رسنیو ته د یادو ښځو نیول ومنل.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او د بښنې نړیوال سازمان له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو نیول کېدو ته سخت غبرګونونه وښودل شول او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې نیول شوې نجونې خوشې کړي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار یوولسمه حوزه او نورو سیمو کې چې ځینو رسنیو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ښځینه وو د نیولو راپور خپور کړی حقیقت نه لري، «یادې ښځینه هغه سوالګرې دي چې کابل ښار کې د اسلامي امارت له لوري راټولیږي او له بایو میټریک وروسته ورته میاشتنی معاش حواله کیږي یا ورسره د اړتیا وړ توکو مرسته کیږي.»

شنوونکي وايي د طالبانو له لوري په کابل ښار کې د تېرې ورځې نیول شوې ښځې له بڼې او جامو څرګندیږي چې دوی سوالګرې نه بلکې هغه نجونې دي چې په کابل کې تل د ښځو حقونو ترلاسه کولو په غونډو کې برخه اخلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې له لوري پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، له کوره بهر کارکولو او نورو برخو کې کلک بندیزونه لګول شوي او د طالبانو یاد بندیزونه تل د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اټکل کیږي چې مولانا فضل الرحمان نن کندهار ته سفر وکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی، داسې اټکل کیږي چې هغه نن د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د لیدلو په موخه د افغانستان کندهار ولایت ته سفر وکړي.

د طالبانو حکومت لا په رسمي ډول څه نه دي ويلي چې د دغې ډلې مشر به له مولانا فضل الرحمان سره وګوري که نه، خو مولانا فضل الرحمان کابل ته له خپل سفر وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله سره هم ګوري.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د تېرو څه باندې دوو کلونو په تېرېدو د دغې ډلې مشر ملا‌ هبت‌الله یوازې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر لیدلي.

کابل ته د یو شمېر بهرنیو هیوادونو مهمو څېرو او نړېوالو سازمانونو استازو هم غوښتي چې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله سره وګوري خو د دغې ډلې له لوري ورته د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې یې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندي.

مولانا فضل الرحمان له پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره د یوې مرکې پر مهال ويلي چې کابل ته تر تلو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورته لارښوونې شوې خو دا یې نه دي ويلي چې دی په افغانستان کې له لارښوونې سره سم به پر کومو موضوع ګانو تم کیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له ایکس پاڼې تېره ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې د مولوي کبیر له قوله ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي‌ زیاته کړې: «موږ باید د یو بل لپاره د ګټې په میدانونو بدل شو او بل سره همکاري‌ وکړو.»

په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې، چې کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د ((غلط فهمۍ)) په راکمولو کې مرسته وکړي.

نوموړي ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه متوجه کیږي او ویلي یې دي، چې د ادعاو او پروپاګند پر ځای به ښه دا وي، چې پر واقعیتونو ولاړ بحث وشي.

د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر څلور لوڼې د لاسي بمونو په پيښه کې وژل شوې دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۰

تېره شپه نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه غورځولي او د نوموړي څلور لوڼې وژل شوې دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی د پېښې پخلی کوي او وايي،‌ د شپې ناوخته د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پوهنې امر کورته د نامعلومو وسله والو له لوري د لاسي بومونو غورځولو په پېښه کې د دغه امر مولوي غلام جیلاني حنفي څلور لوڼې وژل شوې دي.

د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهني امر د وژل شویو لوڼو انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسیدلي او لیدل کیږي چې وژل شوېو نجونوله درېیو څخه تر لسو کلو پورې عمرونه لرل.

تر دې مهاله د یادې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

سور صلیب: د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په هرات کې له ويجاړونکې زلزلې درې مياشتې وروسته لا هم زيانمن شوي کليوال د خپلو کورونو د بيارغونې لپاره مرستو ته اړتيا لري. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، د هرات زلزله ځپلو ته تر ټولو بیړنۍ اړتیا او غوښتنه خوندي او توده سرپناه ده.

په هرات کې د تلې میاشت په دوو زلزلو کې سلګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې مړه شول. د سره صليب په وينا، په دغو زلزلو کې تر ٣٨٠ ډېر کلي ويجاړ شوي او يو شمېر زيانمن کسان لا هم په خيمو کې ژوند کوي.

د هرات د سره صليب يوه چارواکي وويل: «هغه کورونه چې په زلزله کې ويجاړ شوي ټول له خامو خښتو او خټو په لاس جوړ شوي وو، چې له همدې امله ډېر ژر ويجاړ شول.»

له زلزلې وروسته طالبانو ژمنه وکړه چې د نویو کورونو په جوړولو سره به د زلزله ځپلو بې کوره کېدو کچه راکمه کړي.

د سرې میاشتې او سره صلیب ټیمونو د نورو بشردوستانه سازمانونو سره کار کړی چې دودیزې او د دوام وړ سرپناوې جوړې کړي.

د سره صليب نړيوالې کميټې د يکشنبې په ورځ وويل، چې يادې کمېټې او د افغاني سرې مياشتې ټيمونو څو ځلې له قربانيانو سره نغدي مرستې کړې او د سرپناه په جوړولو کې يې د دوی لاسنیوی کړی.

داسې ښکاري چې د سره صليب کمېټې او نورو نړيوالو سازمانونو مرستې د بې کوره زلزله ځپلو په وضعيت کې ډېر بدلون نه دی راوستی.

کمیټې ویلي چې سرې میاشتې په ۴۰ کلیو کې څه باندې ۱۱۲ زره کسانو ته بېړنۍ سرپناه، د کور توکي، خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د ښځو غورځنګ: طالبانو کابل او غزني کې مېرمنې نیولي او نړۍ دې له طالبانو سره تعامل پرې کړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو په لړ کې په کابل او غزني ولایتونو کې لسګونه ښځې او نجونې تښتولي او یو نامعلومه ځای ته یې لیږدولي دي.

د دغې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو دغه کړنې یو ځل بیا د دغې ډلې تاوتریخجنه څېره ښودلې او دا لړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د مشر د ظالمانه فرمانونو دوام ښيي.‌

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ وايي؛ د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند،‌ نا انساني، ظالمانه او د ټولو اسلامي او ملي اوصولو خلاف دی.

دغه غورځنګ په دې باور دی، چې طالبان دغه کړنې د خلکو ترمنځ د ویرې د خپرولو په موخه کوي او له خلکو غواړي، چې د طالبانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او اجازه ورنه کړي چې خوېندې، مېندې او لوڼې یې د بې اساسه تورنو له مخې د طالبانو په بند کې پاتې شي.

په اعلامیه کې راغلي:‌ "له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو چې لږ تر لږه دا ځل دې د اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي او د عملي اقداماتو په ترسره کولو سره دې د طالبانو سره له تعامله لاس واخلي.‌"

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل په ایکس خواله رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي‌، چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د برمته کولو په اړه د ځینو سیاستوالو، قومي مشرانو او دیني عالمانو چوپتیا نه یوازې دا چې په دغه تاریخي جنایت کې د شریکیدو په معنا ده، بلکې د افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره یو ډول خیانت هم دی.

هغه وايي؛ دا چوپتیا، د ټولو اخلاقي، بشري، اسلامي او افغاني معیارونو خلاف کار دی.

د ځینې عینې شاهدانو په وینا؛ په دې وروستیو کې طالبانو لسګونه مېرمنې د حجاب د نه مراعاتولو او نورو پلمو له مخې نیولي او د دغه کار په اړه یې تر اوسه په رسمي توګه هېڅ معلومات نه دي وړاندې کړی.‌

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

تازه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل غندلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د رییس الوزرا رسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.