• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر څلور لوڼې د لاسي بمونو په پيښه کې وژل شوې دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

تېره شپه نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه غورځولي او د نوموړي څلور لوڼې وژل شوې دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی د پېښې پخلی کوي او وايي،‌ د شپې ناوخته د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پوهنې امر کورته د نامعلومو وسله والو له لوري د لاسي بومونو غورځولو په پېښه کې د دغه امر مولوي غلام جیلاني حنفي څلور لوڼې وژل شوې دي.

د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهني امر د وژل شویو لوڼو انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسیدلي او لیدل کیږي چې وژل شوېو نجونوله درېیو څخه تر لسو کلو پورې عمرونه لرل.

تر دې مهاله د یادې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سور صلیب: د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په هرات کې له ويجاړونکې زلزلې درې مياشتې وروسته لا هم زيانمن شوي کليوال د خپلو کورونو د بيارغونې لپاره مرستو ته اړتيا لري. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، د هرات زلزله ځپلو ته تر ټولو بیړنۍ اړتیا او غوښتنه خوندي او توده سرپناه ده.

په هرات کې د تلې میاشت په دوو زلزلو کې سلګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې مړه شول. د سره صليب په وينا، په دغو زلزلو کې تر ٣٨٠ ډېر کلي ويجاړ شوي او يو شمېر زيانمن کسان لا هم په خيمو کې ژوند کوي.

د هرات د سره صليب يوه چارواکي وويل: «هغه کورونه چې په زلزله کې ويجاړ شوي ټول له خامو خښتو او خټو په لاس جوړ شوي وو، چې له همدې امله ډېر ژر ويجاړ شول.»

له زلزلې وروسته طالبانو ژمنه وکړه چې د نویو کورونو په جوړولو سره به د زلزله ځپلو بې کوره کېدو کچه راکمه کړي.

د سرې میاشتې او سره صلیب ټیمونو د نورو بشردوستانه سازمانونو سره کار کړی چې دودیزې او د دوام وړ سرپناوې جوړې کړي.

د سره صليب نړيوالې کميټې د يکشنبې په ورځ وويل، چې يادې کمېټې او د افغاني سرې مياشتې ټيمونو څو ځلې له قربانيانو سره نغدي مرستې کړې او د سرپناه په جوړولو کې يې د دوی لاسنیوی کړی.

داسې ښکاري چې د سره صليب کمېټې او نورو نړيوالو سازمانونو مرستې د بې کوره زلزله ځپلو په وضعيت کې ډېر بدلون نه دی راوستی.

کمیټې ویلي چې سرې میاشتې په ۴۰ کلیو کې څه باندې ۱۱۲ زره کسانو ته بېړنۍ سرپناه، د کور توکي، خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د ښځو غورځنګ: طالبانو کابل او غزني کې مېرمنې نیولي او نړۍ دې له طالبانو سره تعامل پرې کړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو په لړ کې په کابل او غزني ولایتونو کې لسګونه ښځې او نجونې تښتولي او یو نامعلومه ځای ته یې لیږدولي دي.

د دغې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو دغه کړنې یو ځل بیا د دغې ډلې تاوتریخجنه څېره ښودلې او دا لړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د مشر د ظالمانه فرمانونو دوام ښيي.‌

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ وايي؛ د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند،‌ نا انساني، ظالمانه او د ټولو اسلامي او ملي اوصولو خلاف دی.

دغه غورځنګ په دې باور دی، چې طالبان دغه کړنې د خلکو ترمنځ د ویرې د خپرولو په موخه کوي او له خلکو غواړي، چې د طالبانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او اجازه ورنه کړي چې خوېندې، مېندې او لوڼې یې د بې اساسه تورنو له مخې د طالبانو په بند کې پاتې شي.

په اعلامیه کې راغلي:‌ "له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو چې لږ تر لږه دا ځل دې د اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي او د عملي اقداماتو په ترسره کولو سره دې د طالبانو سره له تعامله لاس واخلي.‌"

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل په ایکس خواله رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي‌، چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د برمته کولو په اړه د ځینو سیاستوالو، قومي مشرانو او دیني عالمانو چوپتیا نه یوازې دا چې په دغه تاریخي جنایت کې د شریکیدو په معنا ده، بلکې د افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره یو ډول خیانت هم دی.

هغه وايي؛ دا چوپتیا، د ټولو اخلاقي، بشري، اسلامي او افغاني معیارونو خلاف کار دی.

د ځینې عینې شاهدانو په وینا؛ په دې وروستیو کې طالبانو لسګونه مېرمنې د حجاب د نه مراعاتولو او نورو پلمو له مخې نیولي او د دغه کار په اړه یې تر اوسه په رسمي توګه هېڅ معلومات نه دي وړاندې کړی.‌

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

تازه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل غندلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د رییس الوزرا رسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

متقي: له پاکستان څخه راغلی پلاوی به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ښه پايلې ولري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي افغانستان ته د ملا فضل الرحمان په ورتګ تمه ښودلې، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ به رامنځته شوې ستونزې حل شي. د متقي په خبره، چې پاکستانی پلاوی به د افغان علماو او سياسيونو سره پر بېلا - بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي نن یکشنبه (د مرغومي ۱۷مه) رسنيو ته وويل، چې د پاکستاني پلاوي په راتګ سره به د دواړو هېوادونو پر امنيتي، سوداګريزو او سياسي برخو کې په رامنځته شويو ستونز خبري وکړي.

متقي وايي؛ له ټولو هېوادونو په خاص ډول له پاکستان سره ښې اړېکې غواړي.

هغه زیاته کړې: « تر څو پر دې کار وشي، چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړيکې مثبتې وي. د یو بل په ګته وي او یو بل ته ضرر ونه رسېږي.»

نوموړي تمه وښوده، چې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر ملا ا فضل الرحمان به د پاکستان څخه هم پيغام ولري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا فضل الرحمان يو پېژندل شوی سياستمدار یاد کړ او ټينګار يې وکړه، چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړېکو جوړېدو لپاره د افغانستان مثبت پيغام پاکستان ته وړي.

هغه وویل: « مولانا صاحب يو منلی سياستمدار دی، هغه د افغانستان او پاکستان له حالاتو باخبره دی هیله ده، چې د افغانستان د مشرانو ښه نيت او خلوص تر خپلو ولسونو او چارواکو ورسوي.»

ډېری خلک په دې باور دي، چې ملا فضل الرحمان د اسلام اباد د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي پيغام له ځان سره راوړی وي.

پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د افغان طالبانو سره واک ته په رسېدو کې مرسته کړې.

اوس مهال د طالبانو مشر د پاڼ او پړانګ تر منځ په ننګوونکي حالت کې راګېر معلوميږي.

ډېر دې ته انتظار دي، چې د طالبانو مشرتابه د پاکستان ګاونډيتوب پاللي او که د خپلو پاکستاني جنګياليو ملګرتيا کوي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر: حکومت په اصل کې د علماو حق دی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا د یکشنبې په ورځ کابل کې په یوې خبري ناستې ته ویلي، چې حکومت په اصل کې د علماو حق دی او تر اوسه دغه حق غصب شوی و.

حبیب الله اغا وايي؛ د اسلام په اړه داسې باور ورکړل شوی، چې ګواکې دغه دین یوازې د عبادت څخه عبارت دی او د سیاست او حکومت سره کوم تړاو نه لري خو دغه باور غلط دی.

هغه زیاته کړې: “علماء د اسراییل د انبیاو وارثان دي او د دوی په اړه راغلي، چې دوی به پر خپل ولس سیاست کاوه او پر هغوی به یې حکومت کاوه؛ نو په اصل کې حکومت د علماو حق دی.”

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وايي، چې د علماو دغه حق تر اوسه د نورو خلکو له خوا غصب شوی و او اوس یې دغه حق بېرته په لاس ورغلی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې اوس علماء له یو ستر امتحان سره مخامخ دي.

هغه وايي:‌ “که چېرې دغه مسوولیت ته مونږ او تاسې پام ونه کړو، خدای دې نه کوي، خدای دې نه کوي، دا نعمت په خدای راڅخه بېرته واخلي او بیا به څه کوو؟”

د طالبانو غورځنګ په ۹۰ یمې میلادي لسیزې کې د کورنیو جګړو پرمهال د حاکم فساد او زورزیاتي سره د مبارزې په موخه د ملا محمد عمر له خوا پیل شو.

دغې ډلې له پیل راهیسې ټینګار کاوه، چې واک ته رسیدل یې بنسټیزه موخه نه ده. په ۲۰۰۱ کال کې طالبان پر افغانستان د بشپړ واک ترلاسه کولو ته نېږدې شوې وو، چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د سپتمبر د ۱۱ مې پېښې د غچ اخیستو په موخه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې نسکور کړ.

په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د شل کلن حضور پر مهال طالبانو په وار - وار ټینګار کړی و، چې د جګړې یوازینۍ موخه یې "د بهرني یرغل پای ته رسول دي." خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو له پیل وروسته، دغه ډله یو ځل بیا پر دغه هېواد حاکمه شوه.

د طالبانو ډلې اوس خپل لومړنۍ دریځ بدل کړی او په دې لټه کې ده، چې خپل حاکمیت ته دینې توجیه پېدا کړي،‌ ځکه چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدلي او له خلکو یې خپل مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.