• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: له پاکستان څخه راغلی پلاوی به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ښه پايلې ولري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي افغانستان ته د ملا فضل الرحمان په ورتګ تمه ښودلې، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ به رامنځته شوې ستونزې حل شي. د متقي په خبره، چې پاکستانی پلاوی به د افغان علماو او سياسيونو سره پر بېلا - بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي نن یکشنبه (د مرغومي ۱۷مه) رسنيو ته وويل، چې د پاکستاني پلاوي په راتګ سره به د دواړو هېوادونو پر امنيتي، سوداګريزو او سياسي برخو کې په رامنځته شويو ستونز خبري وکړي.

متقي وايي؛ له ټولو هېوادونو په خاص ډول له پاکستان سره ښې اړېکې غواړي.

هغه زیاته کړې: « تر څو پر دې کار وشي، چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړيکې مثبتې وي. د یو بل په ګته وي او یو بل ته ضرر ونه رسېږي.»

نوموړي تمه وښوده، چې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر ملا ا فضل الرحمان به د پاکستان څخه هم پيغام ولري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا فضل الرحمان يو پېژندل شوی سياستمدار یاد کړ او ټينګار يې وکړه، چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړېکو جوړېدو لپاره د افغانستان مثبت پيغام پاکستان ته وړي.

هغه وویل: « مولانا صاحب يو منلی سياستمدار دی، هغه د افغانستان او پاکستان له حالاتو باخبره دی هیله ده، چې د افغانستان د مشرانو ښه نيت او خلوص تر خپلو ولسونو او چارواکو ورسوي.»

ډېری خلک په دې باور دي، چې ملا فضل الرحمان د اسلام اباد د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي پيغام له ځان سره راوړی وي.

پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د افغان طالبانو سره واک ته په رسېدو کې مرسته کړې.

اوس مهال د طالبانو مشر د پاڼ او پړانګ تر منځ په ننګوونکي حالت کې راګېر معلوميږي.

ډېر دې ته انتظار دي، چې د طالبانو مشرتابه د پاکستان ګاونډيتوب پاللي او که د خپلو پاکستاني جنګياليو ملګرتيا کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر: حکومت په اصل کې د علماو حق دی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا د یکشنبې په ورځ کابل کې په یوې خبري ناستې ته ویلي، چې حکومت په اصل کې د علماو حق دی او تر اوسه دغه حق غصب شوی و.

حبیب الله اغا وايي؛ د اسلام په اړه داسې باور ورکړل شوی، چې ګواکې دغه دین یوازې د عبادت څخه عبارت دی او د سیاست او حکومت سره کوم تړاو نه لري خو دغه باور غلط دی.

هغه زیاته کړې: “علماء د اسراییل د انبیاو وارثان دي او د دوی په اړه راغلي، چې دوی به پر خپل ولس سیاست کاوه او پر هغوی به یې حکومت کاوه؛ نو په اصل کې حکومت د علماو حق دی.”

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وايي، چې د علماو دغه حق تر اوسه د نورو خلکو له خوا غصب شوی و او اوس یې دغه حق بېرته په لاس ورغلی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې اوس علماء له یو ستر امتحان سره مخامخ دي.

هغه وايي:‌ “که چېرې دغه مسوولیت ته مونږ او تاسې پام ونه کړو، خدای دې نه کوي، خدای دې نه کوي، دا نعمت په خدای راڅخه بېرته واخلي او بیا به څه کوو؟”

د طالبانو غورځنګ په ۹۰ یمې میلادي لسیزې کې د کورنیو جګړو پرمهال د حاکم فساد او زورزیاتي سره د مبارزې په موخه د ملا محمد عمر له خوا پیل شو.

دغې ډلې له پیل راهیسې ټینګار کاوه، چې واک ته رسیدل یې بنسټیزه موخه نه ده. په ۲۰۰۱ کال کې طالبان پر افغانستان د بشپړ واک ترلاسه کولو ته نېږدې شوې وو، چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د سپتمبر د ۱۱ مې پېښې د غچ اخیستو په موخه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې نسکور کړ.

په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د شل کلن حضور پر مهال طالبانو په وار - وار ټینګار کړی و، چې د جګړې یوازینۍ موخه یې "د بهرني یرغل پای ته رسول دي." خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو له پیل وروسته، دغه ډله یو ځل بیا پر دغه هېواد حاکمه شوه.

د طالبانو ډلې اوس خپل لومړنۍ دریځ بدل کړی او په دې لټه کې ده، چې خپل حاکمیت ته دینې توجیه پېدا کړي،‌ ځکه چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدلي او له خلکو یې خپل مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.

مولوي کبیر ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې یې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له ایکس پاڼې په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي‌ زیاته کړې: "موږ باید د یو بل لپاره د ګټې په میدانونو بدل شو او بل سره همکاري‌ وکړو."

دغه مذهبي مشر چې د طالبانو د معنوي پلار په توګه پېژندل کیږي، وايي چې د افغانستان او پاکستان ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري، د دوی ترمنځ اړیکي باید ورغول شي او شته ستونزې باید حل شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې، چې کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د ((غلط فهمۍ)) په راکمولو کې مرسته وکړي.

مولوي کبیر ویلي، چې د دوی امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له پاکستان سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه متوجه کیږي او ویلي یې دي، چې د ادعاو او پروپاګند پر ځای به ښه دا وي، چې پر واقعیتونو ولاړ بحث وشي.

مولوي کبیر ملا فضل الرحمان ته ویلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کیږي او دوی له هغه هېواده په زوره ایستل کېدو ته اړ کیږي، چې دغه ډول برخورد باید پای ته ورسیږي او افغان کډوالو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

مولوي کبیر هیله ښودلې، چې ملا فضل الرحمان او له هغه سره مل پلاوی به د دوی روښانه پيغام اسلام اباد ته ورسوي، چې دغه ډله په سیمه کې د امن غوښتونکې ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.‌

د سوداګرۍ خونې د جاپان له سفيره غوښتي، چې د کانونو او کرنې په برخه کې پانګونه وکړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مرستيال د افغانستان لپاره د جاپان له سفير سره په ليدنه کې له هغه غوښتي، چې جاپاني پانګوال دې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه لېدنه چې نن يکشنبه تر سره شوې د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستيال يونس مهمند د جاپان له استازو سره د سوداګريزې پراختيا، پانګونې او افغان سوداګرو ته د جاپان وېزې ورکولو په اړه خبرې کړي.

مهمند د افغانستان لپاره د جاپان له سفير کورومیا تاکایوشي څخه وغوښتل، چې چاپانې سوداګر او پانګوال وهڅوي؛ تر څو د افغانستان د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفير د طالبانو تر واک لاندې افغانانو سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې دوه اړخيزې سوداګريزې اړیکې به پياوړي کړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې جاپاني پانګوال به هڅوي چې په افغانستان کې د کانونو او نورو برخو کې سرمایه ګذاري وکړي.

اوس مهال د کانونو په برخه کې له طالب چارواکو سره تر ډېره د چینايي شرکتونو د استازو ناستې تر نورو ډېرې کېږي او داسي برېښي، چې دغه شرکتونه د افغانستان د کانونو د کیندنو د قراردادونو په ترلاسه کولو کې له نورو ځان مخکښ کوي.

افغانستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې پېژندل شوی، چې تر ځمکې لاندې ډېر کانونو لري.

دغه هېواد د مسو، اوسپنې، نيوبيوم، ليتيوم او طلا خورا غني او قوي کانونه لري، چې غيري مسلکي کيندونو د ډېرو لپاره د اندېښنو وړ دي.

طالبانو د یکشنبې په ماښام د کابل په خیرخانه کې د ښځو یوه ډله "نیولې" ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د کابل ښار يو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په رالیږلو سره ویلي، چې طالبانو د مرغومې په ١٧مه، د يکشنبې په ماښام د خيرخانې په سيمه کې يوه ډله مېرمنې نيولې دي.

په رالیږل شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې یوه ډله مېرمنې د طالبانو د یو رنجر موټر په باډۍ کې کینول شوي او یو طالب جنګیالی هم ورته ولاړ دی.

د ویډیو رالیږدونکي ویلي، چې طالبانو دغه مېرمنې د هوټل پروان او ګولايي پارک سیمو ترمنځ نیولي دي.‌

د دغو مېرمنو د نیولو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو تر دې وړاندې طالبانو د کابل په دشتې برچي سیمه کې یو شمېر مېرمنې د دوی له خوا د ټاکل شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې وې.

طالبانو په خیرخانه کې د نیول شویو میرمنو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.‌

یو شمېر مېرمنې د طالبانو له خوا رینجر موټر ته د پورته کېدو په حال کې
100%
یو شمېر مېرمنې د طالبانو له خوا رینجر موټر ته د پورته کېدو په حال کې

د بشري حقونو ملاتړو ډلو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې د دوی له خوا نیول شوې میېرمنې بې له قید او شرطه خوشې کړي او پر ښځو لګیدلي محدودیتونه پای ته ورسوي.‌

کاظمي مولوي کبیر ته: له طالبانو سره د مقابلې پر ځای د اړیکو پراخولو ته ترجیح ورکوو

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدلي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې قمي دغه طالب چارواکي ته ډاډ ورکړی، چې ایران د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ نه کوي.

کاظمي قمي دا هم ویلي؛ هغه ډلې چې د ایران او افغانستان تر منځ د اختلاف اور ته لمن وهي هېڅکله به بریالۍ نه شي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي؛ خو ایران په وروستیو دوو کلونو کې له دغې ډلې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

ایران یو له لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې په تهران کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو ته وسپاره.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مولوي عبدالکبیر له کاظمي قمي سره په کتنه کې د طالبانو تګلاره د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان مثبت رول وباله او ویې ویل، چې د ایران په ګډون له افغانستان څخه هیچا ته خطر نه شته.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې په ډاګه کړې، چې د ایران پر وړاندې له افغانستانه کوم ګواښ نه شته، چې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، داسې کره معلومات شته، چې په افغانستان کې فعاله داعش ډله د ایران په کرمان ښار کې په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې المرصاد ویب پاڼې د امریکايي چارواکو دا ادعا رد کړې، په افغانستان کې یې د داعش ځپلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د داعش مشران د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي.

په همدې حال کې په دې کتنه کې ښاغلي کاظمي قمي د سیمه ییز ګډ ټرانزیت په برخه کې د ایران د هڅو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې له دې فرصتونو په استفادې سره به افغاني توکي په مستقیم ډول د ترکیې او د اروپايي هېوادونو بازارونو ته ورسیږي.

د ایران استازي دغه راز له افغان پانګوالو سره د کرنې په برخه کې د ګډ کار لپاره د ایراني پانګوالو چمتووالي ته اشاره وکړه.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو د "اقتصاد پر بنسټ سیاسي پالیسي" یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د "اقتصادي ثبات او سیمه يیز پرمختګ لپاره د نښلونکي مرکز په توګه" مهم رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته دغې ډلې له ایران سره د اوبو پر سر په ځلونه فزیکي او لفظي شخړې کړې دي.