• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باورې سرچينې: د پېښور د ترهگرۍ ضد محکمې مخې په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۰

باوري سرچینې وايي نن سهار دوشنبه (د مرغومي ۱۸مه) په پېښور کې د ترهګرۍ ضد محکمې ودانۍ مخې د وکیلانو په جامو کې یو وسله وال پر ولاړو کسانو ډزې کړې چې لږ تر لږه درې تنه یې ټپیان کړي. پولیس وايي وسله وال کس یې تر ډزو وروسته ژوندی نیولی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د دغې محکمې د ودانۍ مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

سرچینې وايي د پیښې ټپیان ورڅېرمه روغتون ته لیږدول شوي دي.

له دې پیښې سره همهاله د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیسو پر موتر د ماین چاودنې له امله پنځه پولیس وژل شوي و او ۲۲ نور ټبیان دي.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اسراییلي پوځ لوی درستیز: د لبنان حزب الله پرېکړه کړې چې جګړې ته را ودانګي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د اسراییلي پوځ لوی درستیز ۲۰۲۴ کال د خپل هیواد لپاره ننګونکی وباله. هرزي حلوي وویل چې د اسراییل پوځ هڅه کوي چې د لبنان حزب الله لپاره د جګړې لګښت زیات کړي چې دغې جګړې ته د رادانګلو پرېکړه یې کړې ده.

د اسراییل پوځ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله لږ تر لږه ۴۰ توغندي د اسراییل پر شمال توغولي دي.

اسرایل ټایمز لیکي چې اسراییل ښايي ډېر ژر په لبنان کې د ایران په ملاتړ د حزب الله پر ضد پراخ پوځي برید وکړي.

په همدې حال کې د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ چې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات به د یرغمل شویو کسانو تر راستنېدو پورې روان وي.

د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په کتنه کې یوآو ګالانت ژمنه وکړه چې د اسراییل پوځ به د هغوی د بېرته راستنولو هڅه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې پوځي عملیات به تر هغه وخته پای ته ونه رسیږي چې یرغمل شوي کسان بیرته خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي.

په داسې حال کې چې بریدونو زور اخیستی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک چې اسراییل ته د سفر په حال کې ده، وویل چې سیمه باید، «د تاوتریخوالي له نه ختمیدونکې حالت» څخه ووځي.

هغې په ​​خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د غزې تړانګه نور د اسراییل د وجود لپاره ګواښ نه شي کېدای او د حماس وسله وال باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په سیمه کې د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو د بریدونو د بندولو غوښتنه هم وکړه.

برباک به اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

سرچینې: د پښتونخوا په باجوړ کې د یوه برید پر مهال پنځه پاکستانیو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه سهار (د مرغومي ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ماموند سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د ماین چاودنې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ويل کیږي برید د پولیسو پر هغه ګاډي شوی چې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

پاکستاني رسنۍ وايي، دغه برید پر هغو پولیس شوی چې د باجوړ په ماموند سیمه کې یې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

سرچیني وايي، د پيښې ځای ته د ژغورنې ډلې او ګڼ پولیس رسېدلي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیسی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یاد برید داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د دغه هیواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د جوړېدو په موخه کابل ته رسیدلی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د پاکستان امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او په دغه هیواد کې پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه تر پخوا ډیر شوي دي.

دویم تعقیب:

د دغې پیښې د خبر له خپریدو یو ساعت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو په یاده پیښه کې د وژل شویو پولیسو شمېر پنځه تنه او د پولیسو په ګډون د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه ښودلی دی.

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

تازه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل غندلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د رییس الوزرا رسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

متقي: له پاکستان څخه راغلی پلاوی به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ښه پايلې ولري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي افغانستان ته د ملا فضل الرحمان په ورتګ تمه ښودلې، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ به رامنځته شوې ستونزې حل شي. د متقي په خبره، چې پاکستانی پلاوی به د افغان علماو او سياسيونو سره پر بېلا - بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي نن یکشنبه (د مرغومي ۱۷مه) رسنيو ته وويل، چې د پاکستاني پلاوي په راتګ سره به د دواړو هېوادونو پر امنيتي، سوداګريزو او سياسي برخو کې په رامنځته شويو ستونز خبري وکړي.

متقي وايي؛ له ټولو هېوادونو په خاص ډول له پاکستان سره ښې اړېکې غواړي.

هغه زیاته کړې: « تر څو پر دې کار وشي، چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړيکې مثبتې وي. د یو بل په ګته وي او یو بل ته ضرر ونه رسېږي.»

نوموړي تمه وښوده، چې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر ملا ا فضل الرحمان به د پاکستان څخه هم پيغام ولري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا فضل الرحمان يو پېژندل شوی سياستمدار یاد کړ او ټينګار يې وکړه، چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړېکو جوړېدو لپاره د افغانستان مثبت پيغام پاکستان ته وړي.

هغه وویل: « مولانا صاحب يو منلی سياستمدار دی، هغه د افغانستان او پاکستان له حالاتو باخبره دی هیله ده، چې د افغانستان د مشرانو ښه نيت او خلوص تر خپلو ولسونو او چارواکو ورسوي.»

ډېری خلک په دې باور دي، چې ملا فضل الرحمان د اسلام اباد د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي پيغام له ځان سره راوړی وي.

پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د افغان طالبانو سره واک ته په رسېدو کې مرسته کړې.

اوس مهال د طالبانو مشر د پاڼ او پړانګ تر منځ په ننګوونکي حالت کې راګېر معلوميږي.

ډېر دې ته انتظار دي، چې د طالبانو مشرتابه د پاکستان ګاونډيتوب پاللي او که د خپلو پاکستاني جنګياليو ملګرتيا کوي.

مولوي کبیر ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې یې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له ایکس پاڼې په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي چې ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي‌ زیاته کړې: "موږ باید د یو بل لپاره د ګټې په میدانونو بدل شو او بل سره همکاري‌ وکړو."

دغه مذهبي مشر چې د طالبانو د معنوي پلار په توګه پېژندل کیږي، وايي چې د افغانستان او پاکستان ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري، د دوی ترمنځ اړیکي باید ورغول شي او شته ستونزې باید حل شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې، چې کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د ((غلط فهمۍ)) په راکمولو کې مرسته وکړي.

مولوي کبیر ویلي، چې د دوی امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له پاکستان سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي ملا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه متوجه کیږي او ویلي یې دي، چې د ادعاو او پروپاګند پر ځای به ښه دا وي، چې پر واقعیتونو ولاړ بحث وشي.

مولوي کبیر ملا فضل الرحمان ته ویلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کیږي او دوی له هغه هېواده په زوره ایستل کېدو ته اړ کیږي، چې دغه ډول برخورد باید پای ته ورسیږي او افغان کډوالو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

مولوي کبیر هیله ښودلې، چې ملا فضل الرحمان او له هغه سره مل پلاوی به د دوی روښانه پيغام اسلام اباد ته ورسوي، چې دغه ډله په سیمه کې د امن غوښتونکې ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.‌