• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییلي پوځ لوی درستیز: د لبنان حزب الله پرېکړه کړې چې جګړې ته را ودانګي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د اسراییلي پوځ لوی درستیز ۲۰۲۴ کال د خپل هیواد لپاره ننګونکی وباله. هرزي حلوي وویل چې د اسراییل پوځ هڅه کوي چې د لبنان حزب الله لپاره د جګړې لګښت زیات کړي چې دغې جګړې ته د رادانګلو پرېکړه یې کړې ده.

د اسراییل پوځ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله لږ تر لږه ۴۰ توغندي د اسراییل پر شمال توغولي دي.

اسرایل ټایمز لیکي چې اسراییل ښايي ډېر ژر په لبنان کې د ایران په ملاتړ د حزب الله پر ضد پراخ پوځي برید وکړي.

په همدې حال کې د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ چې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات به د یرغمل شویو کسانو تر راستنېدو پورې روان وي.

د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په کتنه کې یوآو ګالانت ژمنه وکړه چې د اسراییل پوځ به د هغوی د بېرته راستنولو هڅه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې پوځي عملیات به تر هغه وخته پای ته ونه رسیږي چې یرغمل شوي کسان بیرته خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي.

په داسې حال کې چې بریدونو زور اخیستی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک چې اسراییل ته د سفر په حال کې ده، وویل چې سیمه باید، «د تاوتریخوالي له نه ختمیدونکې حالت» څخه ووځي.

هغې په ​​خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د غزې تړانګه نور د اسراییل د وجود لپاره ګواښ نه شي کېدای او د حماس وسله وال باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په سیمه کې د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو د بریدونو د بندولو غوښتنه هم وکړه.

برباک به اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پښتونخوا په باجوړ کې د یوه برید پر مهال پنځه پاکستانیو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه سهار (د مرغومي ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ماموند سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د ماین چاودنې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ويل کیږي برید د پولیسو پر هغه ګاډي شوی چې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

پاکستاني رسنۍ وايي، دغه برید پر هغو پولیس شوی چې د باجوړ په ماموند سیمه کې یې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

سرچیني وايي، د پيښې ځای ته د ژغورنې ډلې او ګڼ پولیس رسېدلي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیسی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یاد برید داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د دغه هیواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د جوړېدو په موخه کابل ته رسیدلی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د پاکستان امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او په دغه هیواد کې پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه تر پخوا ډیر شوي دي.

دویم تعقیب:

د دغې پیښې د خبر له خپریدو یو ساعت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو په یاده پیښه کې د وژل شویو پولیسو شمېر پنځه تنه او د پولیسو په ګډون د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه ښودلی دی.

کاظمي مولوي کبیر ته: له طالبانو سره د مقابلې پر ځای د اړیکو پراخولو ته ترجیح ورکوو

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدلي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې قمي دغه طالب چارواکي ته ډاډ ورکړی، چې ایران د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ نه کوي.

کاظمي قمي دا هم ویلي؛ هغه ډلې چې د ایران او افغانستان تر منځ د اختلاف اور ته لمن وهي هېڅکله به بریالۍ نه شي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي؛ خو ایران په وروستیو دوو کلونو کې له دغې ډلې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

ایران یو له لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې په تهران کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو ته وسپاره.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مولوي عبدالکبیر له کاظمي قمي سره په کتنه کې د طالبانو تګلاره د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان مثبت رول وباله او ویې ویل، چې د ایران په ګډون له افغانستان څخه هیچا ته خطر نه شته.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې په ډاګه کړې، چې د ایران پر وړاندې له افغانستانه کوم ګواښ نه شته، چې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، داسې کره معلومات شته، چې په افغانستان کې فعاله داعش ډله د ایران په کرمان ښار کې په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې المرصاد ویب پاڼې د امریکايي چارواکو دا ادعا رد کړې، په افغانستان کې یې د داعش ځپلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د داعش مشران د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي.

په همدې حال کې په دې کتنه کې ښاغلي کاظمي قمي د سیمه ییز ګډ ټرانزیت په برخه کې د ایران د هڅو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې له دې فرصتونو په استفادې سره به افغاني توکي په مستقیم ډول د ترکیې او د اروپايي هېوادونو بازارونو ته ورسیږي.

د ایران استازي دغه راز له افغان پانګوالو سره د کرنې په برخه کې د ګډ کار لپاره د ایراني پانګوالو چمتووالي ته اشاره وکړه.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو د "اقتصاد پر بنسټ سیاسي پالیسي" یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د "اقتصادي ثبات او سیمه يیز پرمختګ لپاره د نښلونکي مرکز په توګه" مهم رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته دغې ډلې له ایران سره د اوبو پر سر په ځلونه فزیکي او لفظي شخړې کړې دي.

د چین د بار وړلو شرکت کاسکو اسراییل ته د توکو لیږدول درولي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسراییلي رسنۍ وايي، چې د چین د بار وړلو شرکت کاسکو اسراییل ته د بار لیږدول درولي دي.

دغه راپور چې د چینايي بار وړونکی شرکت د یادې پرېکړې د لامل په اړه یې څه نه دي ویلی، داسې مهال خپور شوی، چې په یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله په سور سمندرګي کې د بېړیو چلښت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.‌

په اسراییل کې د کاسکو دفترونو د دې رپوټ په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د اسراییل ګمرکي چارواکو ویلي، چې د دغه رپوټ په اړه پلټنې کوي.

تر دې وړاندې د مرسک بېړۍ چلولو لوی شرکت هم د حوثیانو د بریدونو له امله د سور سمندرګي لار پرېښې وه.

دغه شرکت ویلي وو، چې یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله د افریقا شاوخوا خپل چلښت د سور سمندرګي پر ځای سویز کانال ته اړوي.

پر غزه د اسراییل د یرغل له پیلېدو راهیسې حوثیان له فلسطینیانو سره د یووالي ښودلو لپاره په سور سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې بېړۍ په نښه کوي.

الجزیره: د اسراییل د دفاع وزارت د غزې په شمال کې د بمبارۍ د احتمالي پای ته رسولو اعلان وکړ

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د اسراییل د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د غزې په شمال کې یې د حماس پوځي جوړښت له منځه وړی دی. بل خوا الجزیرې خبري تلویزون راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ وروستي دریځونه د غزې د تړانګې په شمالي برخه کې د بمباریو د پای ته رسولو په معنا کېدی شي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هاګري نن یکشنبه په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د غزې په شمالي برخه کې د حماس پوځي جوړښت له منځه تللی او دغه ډله به نور په دې سیمه کې منظم فعالیتونه ونه کړي.

هغه زیاته کړه، چې اوس هم د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو له خوا د راکټونو د ویشتلو او د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو امکان شته.

دا لومړی ځل دی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس د بشپړ له منځه تللو اعلان کوي.

له دې وړاندې د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانت په غزه کې د جګړې د راتلونکي پړاو لپاره د خپل هېواد د پلانونو د بیانولو په ترڅ کې وویل، چې د حماس له ختمولو وروسته به غزه د فلسطیني بنسټونو له خوا اداره شي؛ مګر اسراییل به "د عمل ازادي خوندي کړي."

ګالانت د غزې په مرکز کې د جګړې وضعیت کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: "د غزې په شمال کې ماموریت په بشپړېدو دی او ځواکونه به یې ډېر ژر له بیا تنظیمولو وروسته ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي."

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې ۲۲ زره او ۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

ترکيه کې ۱۶ کلن افغان « له پلار سره لانجه پسې کور ته اور اچولی او د خور د مړینې لامل شوی»

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د ترکیې په مانیسای ښار کې یو افغان ځلموټي له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته خپل کور ته اور ورته کړی او د خپلې ۱۲ کلنې خور د مړینې لامل شوی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه اور کې د دې کورنۍ درې نور غړي هم ټپيان شوي دي.

د مانیسا ښار سیمه ییزو رسنیو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶) خبر ورکړ، چې د پلار او زوی تر منځ تر لفظي شخړې وروسته دغه ځوان د خپلې ۱۲ کلنې خور کوټه په ګازو سره سوځولې ده.

ترکي رسنيو ويلي، چې طبې ډلو دغه پېغلوټې او درې نور ټپيان روغتون ته یووړل، خو له ټولو طبي امکاناتو او هڅو سره ـ سره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورنو له مخې په لومړنيو بيانونو کې شکمن کس او د هغه مور او پلار د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل پټ ساتلی و، خو تر پلټنو وروسته معلومه شوه، چې اور د دوی د ۱۶ کلن زوی کار و.

د ترکيې پوليسو ويلي، چې د دې ځوان او د هغه د مور او پلار د ناسمو څرګندونو له امله پلټنې پيل شوې دي.

د راپورونو له مخې دا پېښه نږدې میاشت مخکې د مانيسا ښار د ديني – هارماندالي کلي کې شوې.

د پېښي په اړه د ترکيې د پوليسو پلټني دوام لري او تر اوسه لا د پلار او زوی ترمنځ د لفظي شخړې اصلې انګېزه معلومه نه ده.