د چین د بار وړلو شرکت کاسکو اسراییل ته د توکو لیږدول درولي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسراییلي رسنۍ وايي، چې د چین د بار وړلو شرکت کاسکو اسراییل ته د بار لیږدول درولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسراییلي رسنۍ وايي، چې د چین د بار وړلو شرکت کاسکو اسراییل ته د بار لیږدول درولي دي.
دغه راپور چې د چینايي بار وړونکی شرکت د یادې پرېکړې د لامل په اړه یې څه نه دي ویلی، داسې مهال خپور شوی، چې په یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله په سور سمندرګي کې د بېړیو چلښت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
په اسراییل کې د کاسکو دفترونو د دې رپوټ په اړه له تبصرې ډډه کړې.
د اسراییل ګمرکي چارواکو ویلي، چې د دغه رپوټ په اړه پلټنې کوي.
تر دې وړاندې د مرسک بېړۍ چلولو لوی شرکت هم د حوثیانو د بریدونو له امله د سور سمندرګي لار پرېښې وه.
دغه شرکت ویلي وو، چې یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله د افریقا شاوخوا خپل چلښت د سور سمندرګي پر ځای سویز کانال ته اړوي.
پر غزه د اسراییل د یرغل له پیلېدو راهیسې حوثیان له فلسطینیانو سره د یووالي ښودلو لپاره په سور سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې بېړۍ په نښه کوي.


د اسراییل د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د غزې په شمال کې یې د حماس پوځي جوړښت له منځه وړی دی. بل خوا الجزیرې خبري تلویزون راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ وروستي دریځونه د غزې د تړانګې په شمالي برخه کې د بمباریو د پای ته رسولو په معنا کېدی شي.
د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هاګري نن یکشنبه په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د غزې په شمالي برخه کې د حماس پوځي جوړښت له منځه تللی او دغه ډله به نور په دې سیمه کې منظم فعالیتونه ونه کړي.
هغه زیاته کړه، چې اوس هم د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو له خوا د راکټونو د ویشتلو او د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو امکان شته.
دا لومړی ځل دی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس د بشپړ له منځه تللو اعلان کوي.
له دې وړاندې د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانت په غزه کې د جګړې د راتلونکي پړاو لپاره د خپل هېواد د پلانونو د بیانولو په ترڅ کې وویل، چې د حماس له ختمولو وروسته به غزه د فلسطیني بنسټونو له خوا اداره شي؛ مګر اسراییل به "د عمل ازادي خوندي کړي."
ګالانت د غزې په مرکز کې د جګړې وضعیت کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: "د غزې په شمال کې ماموریت په بشپړېدو دی او ځواکونه به یې ډېر ژر له بیا تنظیمولو وروسته ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي."
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې ۲۲ زره او ۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

د ترکیې په مانیسای ښار کې یو افغان ځلموټي له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته خپل کور ته اور ورته کړی او د خپلې ۱۲ کلنې خور د مړینې لامل شوی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه اور کې د دې کورنۍ درې نور غړي هم ټپيان شوي دي.
د مانیسا ښار سیمه ییزو رسنیو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶) خبر ورکړ، چې د پلار او زوی تر منځ تر لفظي شخړې وروسته دغه ځوان د خپلې ۱۲ کلنې خور کوټه په ګازو سره سوځولې ده.
ترکي رسنيو ويلي، چې طبې ډلو دغه پېغلوټې او درې نور ټپيان روغتون ته یووړل، خو له ټولو طبي امکاناتو او هڅو سره ـ سره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د راپورنو له مخې په لومړنيو بيانونو کې شکمن کس او د هغه مور او پلار د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل پټ ساتلی و، خو تر پلټنو وروسته معلومه شوه، چې اور د دوی د ۱۶ کلن زوی کار و.
د ترکيې پوليسو ويلي، چې د دې ځوان او د هغه د مور او پلار د ناسمو څرګندونو له امله پلټنې پيل شوې دي.
د راپورونو له مخې دا پېښه نږدې میاشت مخکې د مانيسا ښار د ديني – هارماندالي کلي کې شوې.
د پېښي په اړه د ترکيې د پوليسو پلټني دوام لري او تر اوسه لا د پلار او زوی ترمنځ د لفظي شخړې اصلې انګېزه معلومه نه ده.

د ايران د کرمان څارنوال وايي، چې په دغه ولايت کې د چاودنې په تړاو «ټول عاملان» نيول شوي دي. د مهدي بخشي په خبره. په دې پېښه کې ښکېل ۳۲ کسان نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، « په کرمان کې يې ۱۷ بمونه کشف کړل، چې د چاودېدونکو توکو ځواک يې له ځانمرګو واسکټونو څخه زيات و.»
ايراني رسنيو د کرمان د څارنوال له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو.
ښاغلي بخشي همدا ډول وويل، « په وروستيو میاشتو کې يې په کرمان ولایت کې د داعش ۲۳ کسان، چې ځانمرګي بريدونو ته چمتو وو نيول شوي دي.»
د چهار شنبې په ورځ د مرغومۍ په ۱۳ مه په عراق کې د امريکا په هوايي بريد کې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قومندان قاسم سلېماني د وژل کېدو د څلورم تلین مراسېم وه، چې د «ګلزار شهدای کرمان» پر سړک دوه چاودنې وشوې، چې له امله یې تر درې نیم سوو کسان مړه او ټپیان شول.
د مرغومۍ ۱۶ مه د شنبې ورځي په سهار په روغتون کې د دوو ټپيانو په مړيني سره د چاودنې د مړو شمېر ۹۱ کسانو ته ورسېد.
په دغو دوو وژل شویو کې یو اته کلن ماشوم او بل یې ۶۰ کلن و.
په کرمان کې د طبې سرچينو د راپور له مخي، چې د دې ښار په روغتون کې دا مهال ۱۰۳ کسان بستر دي، چې له جملې څخه يې د ۳۴ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او په عاجلو روغتيايي څانګو کې تر درملنې لاندې دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي چې، د تایباد پوله ساتو ځواکونو د روان کال په ۹ میاشتو کې د دغه ولایت پر پولو څلور ټنه او ۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي. تایباد، د افغانستان سره پر پولو د مشهد سوېل ختیځ په ۲۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی.
خراسان رضوي ولایت له شمال او شمال ختیځ څخه له ترکمنستان سره ۵۳۱ کیلو متره ګډه پوله لري او په ختیځ کې له افغانستان سره ۳۰۲ کیلو متره ګډه پوله لري.
مجید شجاع د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) ایرنا خبري اژانس ته وویل: « ۹۰۰ کیلو ګرامه نیول شوي مخدره توکي شیشه ده.»
د نوموړي په وینا د ایران په پولو کې د نشه يي توکو په نیولو کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه: «د تېر کال په همدې موده کې د نیول شویو نشه يي توکو اندازه څه ناڅه دوه ټنه او دوه سوه کيلو ګرامه وه او سږ کال دغه اندازه ٨٠ سلنه زياته شوې ده.»
د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان وايي، د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه د دغه ولايت د سرحدي ساتونکو له لومړيتوبونو څخه ده او پر پولو د قاچاق وړونکو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره هوډمن دي.

د جاپان په شمال کې د ژغورنې د ډلو په مرسته له زلزلې پنځه ورځې وروسته یوه ۹۰ کلنه ښځه د یوه کور د خارو له انباره ژوندۍ را و ایستل شوه. په جاپان کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه کړي او سلګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
له لومړۍ زلزلې وروسته چې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې وه، په لسګونو نورو زورورو زلزلو جاپان ولړزاوه.
ژغورونکې ډلې وايي، نړېدلو ودانیو او بندو سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
جاپان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې پکې کیږي.