• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کرمان څارنوال: د کرمان په چاودنو کې ښکیل ټول عاملان نیول شوي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د ايران د کرمان څارنوال وايي، چې په دغه ولايت کې د چاودنې په تړاو «ټول عاملان» نيول شوي دي. د مهدي بخشي په خبره. په دې پېښه کې ښکېل ۳۲ کسان نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، « په کرمان کې يې ۱۷ بمونه کشف کړل، چې د چاودېدونکو توکو ځواک يې له ځانمرګو واسکټونو څخه زيات و.»

ايراني رسنيو د کرمان د څارنوال له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو.

ښاغلي بخشي همدا ډول وويل، « په وروستيو میاشتو کې يې په کرمان ولایت کې د داعش ۲۳ کسان، چې ځانمرګي بريدونو ته چمتو وو نيول شوي دي.»

د چهار شنبې په ورځ د مرغومۍ په ۱۳ مه په عراق کې د امريکا په هوايي بريد کې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قومندان قاسم سلېماني د وژل کېدو د څلورم تلین مراسېم وه، چې د «ګلزار شهدای کرمان» پر سړک دوه چاودنې وشوې، چې له امله یې تر درې نیم سوو کسان مړه او ټپیان شول.

د مرغومۍ ۱۶ مه د شنبې ورځي په سهار په روغتون کې د دوو ټپيانو په مړيني سره د چاودنې د مړو شمېر ۹۱ کسانو ته ورسېد.

په دغو دوو وژل شویو کې یو اته کلن ماشوم او بل یې ۶۰ کلن و.

په کرمان کې د طبې سرچينو د راپور له مخي، چې د دې ښار په روغتون کې دا مهال ۱۰۳ کسان بستر دي، چې له جملې څخه يې د ۳۴ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او په عاجلو روغتيايي څانګو کې تر درملنې لاندې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران پوله ساتو په تېرو ۹ میاشتو کې د خراسان رضوي پر پولو له ۴ ټنو ډېر نشه يي توکي نیولي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي چې، د تایباد پوله ساتو ځواکونو د روان کال په ۹ میاشتو کې د دغه ولایت پر پولو څلور ټنه او ۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي. تایباد، د افغانستان سره پر پولو د مشهد سوېل ختیځ په ۲۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی.

خراسان رضوي ولایت له شمال او شمال ختیځ څخه له ترکمنستان سره ۵۳۱ کیلو متره ګډه پوله لري او په ختیځ کې له افغانستان سره ۳۰۲ کیلو متره ګډه پوله لري.

مجید شجاع د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) ایرنا خبري اژانس ته وویل: « ۹۰۰ کیلو ګرامه نیول شوي مخدره توکي شیشه ده.»

د نوموړي په وینا د ایران په پولو کې د نشه يي توکو په نیولو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د تېر کال په همدې موده کې د نیول شویو نشه يي توکو اندازه څه ناڅه دوه ټنه او دوه سوه کيلو ګرامه وه او سږ کال دغه اندازه ٨٠ سلنه زياته شوې ده.»

د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان وايي، د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه د دغه ولايت د سرحدي ساتونکو له لومړيتوبونو څخه ده او پر پولو د قاچاق وړونکو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره هوډمن دي.

د جاپان زلزله؛ یوه ۹۰ کلنه ښځه تر پنځو ورځو وروسته له کنډوالو ژوندۍ را و اېستل شوه

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د جاپان په شمال کې د ژغورنې د ډلو په مرسته له زلزلې پنځه ورځې وروسته یوه ۹۰ کلنه ښځه د یوه کور د خارو له انباره ژوندۍ را و ایستل شوه. په جاپان کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه کړي او سلګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

له لومړۍ زلزلې وروسته چې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې وه، په لسګونو نورو زورورو زلزلو جاپان ولړزاوه.

ژغورونکې ډلې وايي، نړېدلو ودانیو او بندو سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

جاپان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې پکې کیږي.

پاکستاني پولیس وايي په خیبرپښتونخوا کې پر یوه موټر د ډزو له امله نهو تنو ته مرګژوبله اوښتې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

پاکستاني پولیسو ویلي د خيبر پښتونخوا کرمې ایجنسۍ په صده سیمه کې پر یوه موټر د برید له امله د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پېښه نن سهار د یک شنبې ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په هغه موټر د ډزو په پایله کې رامنځته شوې چې له پاړه چنار څخه د پېښور په لور روان و.

په سیمه کې آزاد خبریال لال وزیر وايي وايي د دغې پیښې ټپيان ورڅېرمه امام بارګاه روغتون ته وړل شوې دي او ویل کیږي چې روغتیايي حالت یې نازک دی.

په سیمه کې سرچینې وايي د تېر کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې دا پنځم وسلوال بريد دی چې د ولسي خلکو ګاډي په نښه کیږي او خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

خبریال لال وزیر وايي تیره ورځ د کرمې ایجنسۍ د جرګې مشرانو له ځايي چارواکو سره په سیمه کې د تېر په څېر د امن راوستو په اړه غونډه هم کړې او سیمه ییزو چارواکو د جرګې مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د دا ډول بريدونو مخه به نیسي خو بیا هم دا ډول پیښې لا روانې دي.

100%

تر اوسه پورې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو ويل کیږي په دغه سیمه کې دا ډول بریدونه تر دې مخکې د فرقه یي تاتریخوالي له امله رامنځته شوي.

له تېرو دریو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني وګړو تر منځ د فرقه یي تاوتریخوالي له امله د دواړو لوریو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

له دغو نښتو وروسته په یوې قومي جرګه کې پرېکړه وشوه، چې هلته به د دواړو غاړو له‌خوا تړلې شوې لارې بېرته پرانیستل کېږي او د دواړو غاړو څخه به داسې یو پلاوی ټاکل کېږي چې د اوربند پر دوام څارنه وکړي.

دا رنګه جرکې پرېکړه وکړه، چې د دواړو غاړو وسله‌وال دې د لارو پر سر مورچلې خوشې کړي او دغه مورچلې دې د قانون پلي کوونکو ته وسپاري.

د خیبر پښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې د شیعه او سني مذهبي ډلو تر منځ نښتې کېږي، دغلته تل د دواړو مذهبي ډلو له‌خوا له تاوتریخوالي ډکې نښتې شوې، چې دواړو غاړو ته په کې درنه مرګ زوبله هم اوښتې.

د ایران کرمان چارواکي: نږدې و چې د قاسم سلیماني د تلین په ورځ تر ۶۰ زیات بمونه چوول شوي وی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د ایران کرمان ولایت چارواکو ویلي، چې په دغه ښار کې له وروستۍ چاودنې مخکې، د دغه ولایت پولیسو له چاودېدونکو توکو ۱۶ چمتو شوي بمونه نیولي دي.

د کرمان د وسله والو ځواکونو د قضايي ارګان مشر علي توکلي ویلي، په ټول ایران کې تر ۶۰ ډېر داسې بمونه نیول شوي چې ټاکل شوې وه د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د مراسمو په ورځ چاودنې وکړي.

د تسنیم د راپور له مخې، د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي، د کرمان ولایت عمومي څارنوال مهدي بخشي خبریالانو ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د داعش ۲۳ غړي نیول شوي دي.

د ایران دغه چارواکي ټينګار وکړ چې په کرمان ښار کې له خونړۍ چاودنې وروسته په دغه قضیه کې ۳۲ کسان نیول شوي دي او له هغوی څخه پوښتنې او ګرویږنې روانې دي.

په کرمان کې د خونړیو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی دی. په دغو چاودنو کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۸۹ کسان وژل شوي او ۲۸۴ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي چې له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان تابعیت درلود.

مرسک د حوثیانو د بریدونو له امله د سور سمندرګي لار پرېښوده

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د مرسک بېړۍ چلولو لوی شرکت وايي، یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله د افریقا شاوخوا خپل چلښت د سور سمندرګي پر ځای سویز کانال ته اړوي. د الجزیره د راپور له مخې دې کار سره به د مرسک بېړیو سفر لس ورځې اوږد او لګښت زیات شي. ډېرو ماڼوګانو او وخت ته به اړتیا ولري.

مرسک پرون اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې له دې بوختې لارې پر تېرېدونکو بېړیو یمن کې د حوثیانو بریدونه لا هم روان دي.

دغه ډنمارکۍ کمپنۍ زیاتوي، په همدې اساس یې پرېکړه کړې چې له سور سمندرګي/عدن تېرېدونکې د مرسک ټولې بېړۍ د ښې هیلې او اټکل وړ راتلوکي په تمه سوېل ته مخ واړوي

پر غزه د اسراییل د یرغل له پیلېدو راهیسې حوثیان له فلسطینیانو سره د یووالي ښودلو لپاره په سور سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې بېړۍ په نښه کوي.

مرسک تېره اونۍ وویل، چې د حوثیانو له خوا د دوی پر یوه بېړۍ له برید وروسته یې له دې لارې تلونکې خپلې ټولې بېړۍ درولې او بلې لارې ته یې اړولې دي.