• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران پوله ساتو په تېرو ۹ میاشتو کې د خراسان رضوي پر پولو له ۴ ټنو ډېر نشه يي توکي نیولي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي چې، د تایباد پوله ساتو ځواکونو د روان کال په ۹ میاشتو کې د دغه ولایت پر پولو څلور ټنه او ۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي. تایباد، د افغانستان سره پر پولو د مشهد سوېل ختیځ په ۲۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی.

خراسان رضوي ولایت له شمال او شمال ختیځ څخه له ترکمنستان سره ۵۳۱ کیلو متره ګډه پوله لري او په ختیځ کې له افغانستان سره ۳۰۲ کیلو متره ګډه پوله لري.

مجید شجاع د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) ایرنا خبري اژانس ته وویل: « ۹۰۰ کیلو ګرامه نیول شوي مخدره توکي شیشه ده.»

د نوموړي په وینا د ایران په پولو کې د نشه يي توکو په نیولو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د تېر کال په همدې موده کې د نیول شویو نشه يي توکو اندازه څه ناڅه دوه ټنه او دوه سوه کيلو ګرامه وه او سږ کال دغه اندازه ٨٠ سلنه زياته شوې ده.»

د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان وايي، د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه د دغه ولايت د سرحدي ساتونکو له لومړيتوبونو څخه ده او پر پولو د قاچاق وړونکو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره هوډمن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري؛‎ ګډې کمېټې د دواړو هيوادونو پر همکارۍ ټينکار کړی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د ګډو کمېټو په لومړنۍ ناسته کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د دواړو هیوادونو تر منځ خبرې اترې وشوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، د افغانستان تر منځ د سوداګرۍ ګډې کمېټې په خپلې لومړنۍ ناسته کې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته پر زیاتېدو هوکړه کړې ده.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه هم هوکړه شوې چې په ورځني ډول د بار وړونکو موټرونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ موټرو ته لوړ شوي.

همدارنګه د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د ګډې کمېټې ترمنځ د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې په موخه ټاکل شوي فیسونه لغوه اعلان کړي.

د طالبانو ریاست الوزرا له لوري په خپره شویو معلومات کې ویل شوي چې په یاده ناسته کې د ایران له لوري ۱۰۴ ډالر او د افغانستان له لوري ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس هم لغوه اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د یو رسمي سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د زیاتوالي په موخه یو شمېر هوکړې لاسلیک کړلې.

د جاپان زلزله؛ یوه ۹۰ کلنه ښځه تر پنځو ورځو وروسته له کنډوالو ژوندۍ را و اېستل شوه

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د جاپان په شمال کې د ژغورنې د ډلو په مرسته له زلزلې پنځه ورځې وروسته یوه ۹۰ کلنه ښځه د یوه کور د خارو له انباره ژوندۍ را و ایستل شوه. په جاپان کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه کړي او سلګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

له لومړۍ زلزلې وروسته چې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې وه، په لسګونو نورو زورورو زلزلو جاپان ولړزاوه.

ژغورونکې ډلې وايي، نړېدلو ودانیو او بندو سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

جاپان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې پکې کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام: ۲۰۲۳ کال کې مو ۳۵۰ زره مېټریک ټنه خواړه افغانستان ته رسولي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د دغه پروګرام مسولانو ویلي چې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې له ۳۵۰ زره میټریک ټنه څخه ډير خوراکي توکي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته لیږدولي چې خورا زیانمنو خلکو ته ورسیږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په سختو او ستونزمنو حالاتو کې د مرستو رسولو لارې لټوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یک شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه په خوراکي توکو د بار موټرو یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چي «مهمه نه ده چې لارې څومره ستونزمنې وي خو د خوړو نړیوال پروګرام تل د خوراکي توکو د رسولو لارې لټوي.»

د خوړو نړیوال پرورګرام څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې که د افغانستان له خلکو سره مرستې و نه شي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به میلیونونه وګړي له بشري ناورین سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام مسولانو د ۲۰۲۳ میلادي کال په ډيسمبر میاشت کې ویلي و، چې د بودجې د کموالي له امله اړ دي چې په نړیواله کچه خپلې مرستې کمې کړي.

دوی دا اندېښنې په داسې حال کې ښودلې دي چې د افغانستان د وګړو وضعیت خورا نازک دی او په خبره یې چې له هرو دریو کسانو یو کس یې د خوارک لپاره خواړه نه لري.

ذبیح الله مجاهد: ټاکل شوې چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن نن کابل ته سفر وکړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

په پام کې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي: « ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راشي.»

د طالبانو ویاند د پاکستان د جمعیت علما‌ی اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لیدنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۶مه نېټه ویلي و، کابل ته یې مولانا فضل الرحمن ځکه وربللی چې په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغ مخه ونیسي.

مولانا فضل الحمن د طالبانو سره له نږدې اړیکې لري او د دغو اړیکو له امله ډیری افغانان نوموړی د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورنوي او د هغه مخالف دي.

څو اوونۍ وړاندې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر د راپورونو له خپریدو وروسته ډیری افغانانو افغانستان ته د نوموړي د سفر مخالفت وکړ او آن د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالان هم د یاد سفر خلاف په خواله رسنیو کې خپل غږ پورته کړ.

بل خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې، افغانستان ته د نوموړي د سفر اجازه د طالبانو مشر ملا هبت الله ورکړې او په یاد سفر کې به له هغه سره هم ګوري.

خو تر دې مهاله د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د هیڅ یوه بهرني کس د لیدلو خبر نه دی خپور شوی.

جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې یو له سیاسي او مذهبي ګوندونو څخه دی، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي. دغه ګوند د اسلام اباد په سیاسي ډګر کې مخکښ رول لري او په اسلام اباد کې د سیاسي ټلوالو په جوړېدو کې یې غوښنه ونډه لرلې.

د چمن پرلت کوونکي: د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره مو خبرې اترې بې پایلې شوې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۹ GMT+۰

دغه پرلت کوونکي وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو ورغوښتي و چې نور دې پرلت پای ته ورسوي، خو دوی وايي تر هغو چې د پرلت والو ټولې غوښتنې نه وي منل شوې دا پرلت به همداسې روان وي. دوی وايي د چمن او سپین بولدک دروازې د پرانیستلو او چمن پرلت د پای ته رسولو په اړه خبرې بې پایلې شوې دي.

د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) ۸۲ ورځې وشوې.

خو تردې مهاله د پاکستان حکومت د پرلت والو غوښتنې نه دي منلې او د پاسپورټ د جبري کېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی وايي، د پرلت د پای ته رسولو او د پاسپورټ د پرېکړې بېرته اخیستو په موخه یې تېره ورځ د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره خبرې اترې د تېر په څیر ناکامې شوې: «د چمن مسوولینو د پرلت د پای ته رسولو لپاره له هر کس سره مذاکرات کوي موږ تیره ورځ له هغوی سره د نږدې مذاکرات وکړل. خو د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصولو او د پاسپورټ د حتمي کیدو د پرېکړې اخیستلو صلاحیت د ایالتي حکومت سره نشته او دا صلاحیت یوازې له مرکزي حکومت سره دی. دوی موږ ته تل وايي چې روان پرلت باید پای ته ورسو ځکه پرلت ته امنیتي ګواښونه متوجې دي خو موږ د دوی دا ډول خبرې نه منو او خپل پرلت ته به دوام ورکوو.»

تر دې وړاندې هم د ایالتي حکومت تر څنګ د پرلت د استازو او د پاکستان حکومت تر منځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مذاکرات ترسره شوي خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي سره رسیدلي.

د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت کې هره ورځ زرګونه ځايي اوسیدونکي ګډون کوي. او د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد ویناوې کوي.

دغه پرلت وال وايي، نور د پاکستان حکومت له لوري د فشارونو او د پاکستان د میلیونونو وګړو د غوښتنو نه منلو له امله تر پوزې راغلي او ډیر ژر به نوی پړاو لاریونونه پیل کړي.

د پرلت یو غړی عبدالباقي متقزی وايي: «د پاکستان حکومت په پښتون میشتو سیمو کې د نورو ظلمونو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د پاسپورټ د جبري کیدو ظلم یې نور نه منو. موږ که وژل کیږو که ژوندي پاتې کیږو پر دغه لار پاسپورټ نه منو.»

د چمن د اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت سره سم د یاد پرلت پر لسګونو غړو د پولیسو له لوري قضیې ثبتې شوې او هم د ډیریو پرلت والو پر کورونو چاپې وهل شوې.

د چمن ځايي اوسیدونکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې سره د زرګونو خلکو کاروبار او اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.