
د دغه پروګرام مسولانو ویلي چې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې له ۳۵۰ زره میټریک ټنه څخه ډير خوراکي توکي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته لیږدولي چې خورا زیانمنو خلکو ته ورسیږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په سختو او ستونزمنو حالاتو کې د مرستو رسولو لارې لټوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د یک شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه په خوراکي توکو د بار موټرو یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چي «مهمه نه ده چې لارې څومره ستونزمنې وي خو د خوړو نړیوال پروګرام تل د خوراکي توکو د رسولو لارې لټوي.»
د خوړو نړیوال پرورګرام څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې که د افغانستان له خلکو سره مرستې و نه شي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به میلیونونه وګړي له بشري ناورین سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام مسولانو د ۲۰۲۳ میلادي کال په ډيسمبر میاشت کې ویلي و، چې د بودجې د کموالي له امله اړ دي چې په نړیواله کچه خپلې مرستې کمې کړي.
دوی دا اندېښنې په داسې حال کې ښودلې دي چې د افغانستان د وګړو وضعیت خورا نازک دی او په خبره یې چې له هرو دریو کسانو یو کس یې د خوارک لپاره خواړه نه لري.

په پام کې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي: « ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راشي.»
د طالبانو ویاند د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لیدنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۶مه نېټه ویلي و، کابل ته یې مولانا فضل الرحمن ځکه وربللی چې په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغ مخه ونیسي.
مولانا فضل الحمن د طالبانو سره له نږدې اړیکې لري او د دغو اړیکو له امله ډیری افغانان نوموړی د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورنوي او د هغه مخالف دي.
څو اوونۍ وړاندې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر د راپورونو له خپریدو وروسته ډیری افغانانو افغانستان ته د نوموړي د سفر مخالفت وکړ او آن د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالان هم د یاد سفر خلاف په خواله رسنیو کې خپل غږ پورته کړ.
بل خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې، افغانستان ته د نوموړي د سفر اجازه د طالبانو مشر ملا هبت الله ورکړې او په یاد سفر کې به له هغه سره هم ګوري.
خو تر دې مهاله د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د هیڅ یوه بهرني کس د لیدلو خبر نه دی خپور شوی.
جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې یو له سیاسي او مذهبي ګوندونو څخه دی، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي. دغه ګوند د اسلام اباد په سیاسي ډګر کې مخکښ رول لري او په اسلام اباد کې د سیاسي ټلوالو په جوړېدو کې یې غوښنه ونډه لرلې.
دغه پرلت کوونکي وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو ورغوښتي و چې نور دې پرلت پای ته ورسوي، خو دوی وايي تر هغو چې د پرلت والو ټولې غوښتنې نه وي منل شوې دا پرلت به همداسې روان وي. دوی وايي د چمن او سپین بولدک دروازې د پرانیستلو او چمن پرلت د پای ته رسولو په اړه خبرې بې پایلې شوې دي.
د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) ۸۲ ورځې وشوې.
خو تردې مهاله د پاکستان حکومت د پرلت والو غوښتنې نه دي منلې او د پاسپورټ د جبري کېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی وايي، د پرلت د پای ته رسولو او د پاسپورټ د پرېکړې بېرته اخیستو په موخه یې تېره ورځ د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره خبرې اترې د تېر په څیر ناکامې شوې: «د چمن مسوولینو د پرلت د پای ته رسولو لپاره له هر کس سره مذاکرات کوي موږ تیره ورځ له هغوی سره د نږدې مذاکرات وکړل. خو د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصولو او د پاسپورټ د حتمي کیدو د پرېکړې اخیستلو صلاحیت د ایالتي حکومت سره نشته او دا صلاحیت یوازې له مرکزي حکومت سره دی. دوی موږ ته تل وايي چې روان پرلت باید پای ته ورسو ځکه پرلت ته امنیتي ګواښونه متوجې دي خو موږ د دوی دا ډول خبرې نه منو او خپل پرلت ته به دوام ورکوو.»
تر دې وړاندې هم د ایالتي حکومت تر څنګ د پرلت د استازو او د پاکستان حکومت تر منځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مذاکرات ترسره شوي خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي سره رسیدلي.
د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت کې هره ورځ زرګونه ځايي اوسیدونکي ګډون کوي. او د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد ویناوې کوي.
دغه پرلت وال وايي، نور د پاکستان حکومت له لوري د فشارونو او د پاکستان د میلیونونو وګړو د غوښتنو نه منلو له امله تر پوزې راغلي او ډیر ژر به نوی پړاو لاریونونه پیل کړي.
د پرلت یو غړی عبدالباقي متقزی وايي: «د پاکستان حکومت په پښتون میشتو سیمو کې د نورو ظلمونو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د پاسپورټ د جبري کیدو ظلم یې نور نه منو. موږ که وژل کیږو که ژوندي پاتې کیږو پر دغه لار پاسپورټ نه منو.»
د چمن د اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت سره سم د یاد پرلت پر لسګونو غړو د پولیسو له لوري قضیې ثبتې شوې او هم د ډیریو پرلت والو پر کورونو چاپې وهل شوې.
د چمن ځايي اوسیدونکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې سره د زرګونو خلکو کاروبار او اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.
د ښځو حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جرمني په دوسلدورف ښار کې تېره ورځ د (مرغومي ۱۶مه) په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیري چلند په وړاندې اعتراضي ناسته پیل کړه.
هغې په خپله ایکس پاڼه د يوې ويډیو په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه د نړۍ چوپتیا د «شرم» وړ ده.
آغلې پریاني وړاندې تر دې هم د جرمني په بیلابېلو ښارونو کې وخت پر وخت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پیژندلو لپاره په اعتراضي ډول د نه خوړولو اعتصاب کړی او دا اعتصاب یې په ورځو ورځو غځولی و.
ويل کیږي د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په کابل کې د بې حجابۍ په تور یو شمېر د ښځو حقونو فعالانې نیولې او بندیانې کړې دي.
تمنا پریاني وايي تر هغه به خپل اعتراضونه روان ساتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې شته توپیري چلند بدل نه شي: «دا ټولې نړۍ ته د شرم وړ خبره ده چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د روانو ټولو ظلمونو، توپیري چلند، ګواښونو، جینسي تېریو او ټولو ناخوالو په وړاندې چوپ پاتې دي.»
آغلې پریاني زیاتوي چې د طالبانو حکومت په یوه او بله پلمه ښځې نیسي او زنداني کوې یې، ځوروي یې، کورنیو ته یې ګواښونه کوي او له کاره یې راګرځوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان يو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ويلي چې طالبانو په کابل او غزني ولایتونو کې یو شمېر ښځې او کم عمره نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې او دوی یې ناڅرګنده ځای ته بېولې دي.
دوی ادعا کړې، طالبانو د دوی کورنۍ اړ اېستي چې د دوی په ګټه لاریون وکړي، چې په بدل کې به یې د دوی لوڼې او مېرمنې خوشې کړي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي چې محمد خالد حنفي له یو شمېر شیعه عالمانو سره په کتنه کې ویلي چې د طالبانو په سیاست کې «هیڅ ډول تبعیض نشته.»
دغه طالب چارواکی داسې مهال په دې ډله کې د تبعیض د نشتوالي خبره کوي، چې طالبانو ښځې له زده کړو، کار، سفر، سپورټ، پارکونو او رسټورانتونو ته له تګ څخه منع کړې ده.
له بلې خوا امریکا د طالبانو پر امر بالمعروف وزیر د بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو د ځورولو له امله بندیز لګولی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت شنبې ورځ - د مرغومې ١٦مه - په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وشوې.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د نورو په استازیتوب مدار علي کریمي، شریف بلخابي او سید صوفي ګرديزي خبرې وکړې. مدار علي کریمي د طالبانو غړی او د طالبانو د ښارجوړونې وزارت مرستیال دی. صوفي ګرديزي هم له طالبانو سره نږدې اړيکې لري. شریف بلخابي د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د ستونزو د حل لپاره د جوړ شوي کمیسیون غړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته ویلي چې د طالبانو له مشر سره یې بیعت کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې دوی د طالبانو پر ضد هر ډول فعالیت «حرام» ګڼي او ویلي یې دي، چې له افغانستانه بهر ځینې کسان د طالبانو پر ضد دي او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.
د طالبانو د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شعیه عالمان د یاد وزارت د کړنو ملاتړ کوي.
په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مامورینو د کابل په بېلابېلو سیمو کې په تېره بیا دشت برچي کې یو شمېر نجونې او ښځې "د مناسب حجاب د نه مراعاتولو" په تور نیولي دي. یو داسې عمل چې د بشري حقونو د سازمانونو او خلکو له خوا په پراخه کچه غندل شوی دی.
د افغانستان ژغورنې د ملي مقاومت شورا غړي، محمد محقق ویلي، په کابل کې د حجاب په پلمه د نجونو تښتول "توپیریز" دي او طالبان د يوه ځانګړي مليت د قومي او مذهبي سپکاوي په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ له طالبانو غوښتي چې دا ټولې ښځې سمدستي او پرته له کوم شرطه خوشې کړي. ښاغلي بنټ ویلي، چې دا نیونې د ښځو د حقونو د کمزورتیا ښکارندويي کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان هم د بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر وايي چې دغې ډلې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې ١١٠ جوړ کړي کورونه د سیمې خلکو ته تسلیم کړي دي. احمدالله متقي وايي، چې اوسمهال د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې د ٣ زره ٦٦٣ کورونو د جوړولو چارې روانې دي.
د باختر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ - مرغومې ۱۶ مه -له هرات نه خبر ورکړی چې دغه ۱۱۰ د استوګنې کورونه د طالبانو له خوا د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې تر جوړیدو وروسته زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ زیات مشر ویلي، چې دغه کورونه دوه کوټې او يو سالون لري او په "کلک او معياري" ډول جوړ شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لړم په میاشت کې اعلان کړی و چې د د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په دریو کلیو کې به د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۷۳۰ کورونه جوړ کړي.
دغه ریاست ویلي و، چې دغه کورونه به د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.
د روان کال د چنګاښ میاشتې په ١٨مه نیټه، د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ملا برادر هرات ته د سفر پر مهال ژمنه کړې ه، چې د هرات د زلزلې د قربانيانو لپاره به "پاخه او اساسي" کورونه جوړوي.
احمدالله موتقي ویلي، چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ١١٠ کورونو د جوړولو چارې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې.
په هرات کې د طالبانو د علماوو د شورا مشر ویلي، په څه باندې سلو کلیو کې د کورونو د جوړولو کار روان دی او د دغې شورا له خوا یې څارنه کېږي.