ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې خپور شوي پیغام کې لیکلي: "د کابل په دشت برچې سیمه کې چاودنه چې یو شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شوي یو ترهګریز او د بشریت ضد عمل دی او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی."
پخواني ولسمشر کرزي د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیان ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې.
د ازادي جبهې په خبره په افغانستان کې پر شیعه ګانو او هزاره ګانو د بریدونو لړۍ د ایران په کرمان ښار کې له وروستي بریدونو سره تړاو لري او دا چې "دواړه پېښې د طالبانو د کنټرول لاندې سیمو کې پلان" شوې دي.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي له طالبانو غوښتي چې د دغو تروریستي پېښو تر شا پټ لاسونه ژر تر ژره په ډاګه کړي. ښاغلي خلیلي په یوه اعلامیه کې لیکلي، که د چاودنو عاملین په ډاګه نه شي، طالبان به په «دغه جنایت کې شریک» وګڼل شي.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې د دغه ښار په دشت برچي سیمه کې ماښام شپږ بجې شاوخوا د سپرلۍ په کاسټر موټر کې د شوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
په تېر حکومت کې د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملکي وګړو په نښه کول د سولې او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي په دشت برچي کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه تر هغه وروسته شوې چې په دې سیمه کې ګڼ شمېر ښځې د مناسب «حجاب د نه مراعاتولو» په تور د طالبانو له خوا نیول شوي او د سیمې خلک د بدني او روحي شکنجو سره مخامخ دي چې دا «د طالبانو او هغوی سره د همکاره ترهګرو ډلو د شومو اهدافو، غیر انساني او تبعیضي چلند ښودنه کوي.»
د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د مېشتو طالبانو، داعش او نورو سخت دریځو ډلو ګډ طبیعت په افغانستان کې د خونړیو پېښو اصلي لامل دی. د دې جبهې په وینا، دا بریدونه د "فرقه ای او مذهبي تاو تریخوالي" زیاتولو په موخه ترسره کیږي.د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې داعش او یا کومه بله ترهګره ډله «د طالبانو له مرستې او ملاتړ پرته» د دا ډول بریدونو د ترسره کولو وړتیا نه لري.
دغه جبهې ټینګار کړی چې په افغانستان، ایران او پاکستان کې وروستیو هدفي بریدونو وښودله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د «بېلابېلو ترهګرو ډلو پر مرکز او سیمې ته د ترهګرۍ د صادرولو پر مرکز بدل شوی دی.»
په تېرو درېیو میاشتو کې د کابل په دشت برچي سیمه کې درې چاودنې شوې دي. که څه هم تر اوسه کومې ډلې د وروستۍ چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو داعش په دشت برچی کې د تېرې میاشتې د دوو چاودنو مسوولیت منلی و.
د ایران په کرمان ښار کې د خونړۍ چاودنې مسوولیت هم داعش منلی. په دغه برید کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۸۹ کسان ووژل شوي وو.