د طالبانو د پوهنې وزارت وایي د ښوونځیو د فارغانو د څو لسیزو شهادت نامې یې «برېښنایي کړې»

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د ښوونځیو د فارغانو د څو لسیزو شهادت نامو په برېښنایي کولو سره یي ۲،۷ میلیونه فارغ زدکوونکي سیستم ته داخل کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د ښوونځیو د فارغانو د څو لسیزو شهادت نامو په برېښنایي کولو سره یي ۲،۷ میلیونه فارغ زدکوونکي سیستم ته داخل کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د راپور په حواله، د پوهنې وزارت د نشراتو مسوول وایي: «د مرکز او ولایتونو په ګډون یې له ۱۳۵۴ کال تر ۱۴۰۱ هجري شمسي پورې فارغان یې سیستم ته داخل کړي دي.»
منصر احمد حمزه زیاتوی، چې ۳ لکه او لس زره کاغذي شهادت نامې یې راټولې کړې او په بدل کې یې الکترونیکي شهادت نامې ورکړې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د شهادت نامو ریاست وایي، د جعل د مخنیوي لپاره یې د شهادت نامو لپاره ځانګړی کاغذ کارولی چې ۱۴ ځانګړې نښې هم لري.
دغه ریاست ټینګار کوي، حتا که ګاونډي هېوادونه وغواړي ورته شهادت نامې جوړې کړي نه یې شي جوړولی او جعل به یې څرګند شي.


د افغانستان د پرځيدلي جمهوريت وروستي لوی درستیز هیبت الله علیزي د یوه امریکايي ډګرمن د تقاعد په مراسمو کې د هغه پر سینه یو افغان مډال وټومبه.
ښاغلی علیزی د امریکا په ویرجینیا ایالت کې اوسیږي او د یوې سرچینې په وینا، نوموړی د موټر کاروبار لري او له هغو امریکايي پوځیانو سره چې افغانستان کې یې دنده کړې لاهم مړی او ژوندی کوي.
ډګرمن ویل سیلبر د جمعې په ورځ -مرغومې ۱۵ مه - په خپل ټویټر لیکلي:” ویاړم چې زما د تقاعد په مراسمو کې ډګر جنرال هیبت الله علیزي راته افغان مډال په سینه وټومبه.“
د امریکا د هوايي ځواک ډګرمن سیلبر د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې دنده کړې وه.
عليزي د څانګړو ځواکونو د عمومي قوندان او د افغانستان په شمال کې د قول اردو د قومندان په توګه هم دنده کړې وه او د جمهوریت تر سقوط څو میاشتې وړاندې د پوځ لوی درستیز ټاکل شوی و.
علیزی او سیلبر دواړه هغه پوځیان دي چې افغانستان کې د طالبانو د ماتولو په ماموریت کې نه دي بریالي شوي.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پر مشرۍ د نړیوال ایتلاف له لوري د طالبانو تر ماتیدو وروسته، امریکا او د نړیوالو پر ملاتړ رامنځ ته شوي پخواني جمهوریت نږدې شل کاله له طالبانو سره جګړه وکړه، خو کابل ته د طالبانو رسېدو سره پخواني ولسمشر اشرف غني له افغانستانه ووت، پوځ له منځه ولاړ او طالبان بیا پر دغه هیواد واکمن شول.

د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه وايي، چې د داعش خراسان څانګې رهبري او مسوولان د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې مېشت دي. دا ادعا له هغه وروسته ده چې امریکايي چارواکو د خپلو استخباراتو له قوله وویل، د ایران په کرمان کې وروستۍ چاودنه په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړې ده.
د ایران کرمان ولایت کې د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې چاودنو تېره چارشنبه تر سلو ډېر کسان ووژل.
ایراني چارواکي وايي، دا چاودنې دوو ځانمرګو کړې دي چې یو پکې تاجکستانی و.
د طالبانو د اسخباراتو ریاست تر واک لاندې المرصاد وېبپاڼه هم وايي، «دا ډله د ځانمرګو بریدونو لپاره زیات افراد له تاجکستان استخداموي او په افغانستان او سیمه کې ټول بریدونه اوس له افغانستانه بهر تنظیمېږي.»
دې وېبپاڼې د د امریکايي چارواکو تر دې څرګندونو یوه ورځ وروسته نن په یوه مطلب کې لیکلي اوس په افغانستان کې د داعشیانو د خراسان څانګه په هیڅ ځای کې د تمکین کومه ساحه او ښکاره مرکزونه نه لري.
د دې لیکنې له مخې د داعشیانو د خراسان څانګې رهبري او یو شمیر پاتې مسئولین او افراد یې په ګاونډیو هیوادونو کې مېشت دي.
المرصاد لیکلي چې «په افغانستان کې په دې وروستیو میاشتو کې چې کوم تاجکستاني اتباع نیول شوي، د دوی جلب او جذب او روزنه له افغانستانه بهر شوې وه، بریدونه یې هم له افغانستانه بهر پلان شوي وو او بیا افغانستان ته را استول شوي وو. بناءاً، ویلای شو چې نور د افغانستان په خاوره کې د خراسان مرکزیت نشته.»
المرصاد نږدې دوه میاشتې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان له لوري لیکل شوی یو مطلپ خپور کړی و، چې په کې لیکلي و، داعش مشران د پاکستاني نظامیانو په مېلمستونو کې ساتل کیږي.
په مطلپ کې راغلي و «چا چې دا پروژه ډیزاین کړې وه، د هغوی تر حمایې لاندې یې له افغانستانه بهر مراکز جوړ کړي. ځینې غربي استخباراتي سازمانونه چې په دې اړه کومې څرګندونې کوي، دا بالکل له حقیقت څخه لېرې دي»
خو المرصاد په ننني مطلپ کې په ښکاره د کاونډیو هیوادونو نومونه نه دي په ډاکه کړي او د مطلپ ترپایه یې له نوم اخېستو څخه ډډه کړې ده.
یو شیمر څیړونکي وايي پاکستان اوس مهال د طالبانو پر ضد داعش خراسان څانګه د یوې نیابتي وسلوالې ډلې په توګه کاروي او د دغو ډلو ځینې مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی.
دوی وايي، د خیبرپښتونخوا په ځینې سیمو کې ددې ډلې پورې اړوند دیني مدرسې فعالې دي او افغان طالبان د پاکستان له دې کار څخه ناخوښه دي او له همدې امله طالبان نه غواړي د نورو پاکستان ضد وسلوالو پرضد عملي ګامونه واخلي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ښار دشت برچي کې د سپرلۍ په کاسټر موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. خالد ځدران ټلیګرام کې زیاتوي، چې ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او د پېښې په اړه د دې ډلې د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي.
تر دې مخکې د کابل دشت برچي کې سرچینو وویل، ماښام ځايي وخت شپږ بجې او شل دفیقې دغه سیمه کې د سپرلۍ په کاسټر موټر کې چاودنه وشوه.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې له کاسټر لمبې پورته کېږي او ټپیان پر ځمکه پراته دي.
ټپیان فریاد کوي او نور ورته د اوبو راوړلو غوښتنه کوي.
ځايي سرچینې وايي، له چاودنې وروسته یې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې، خو په تېر کې د ورته چاودنو مسوولیت داعش منلی دی.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، «د دولتي عوایدو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره» یې د ځینې وارداتي توکو تعرفه زیاته کړه. دا وزارت وايي، د سوداگرو او صتعتکارو په غوښتنه یې د هغو توکو تعرفه لوړه کړې چې افغانستان کې هم تولیدېږي او کورنیو غوښتنو ته ځواب ویلی شي.
د صنعت او تجارت وزارت د هغو توکو لېست هم خپور کړی چې نوې پرېکړې له مخې یې تعرفه له زیاته شوې ده.
په دې کې داسې توکي هم دي چې تعرفه یې دوه برابره او یا هم درې برابره شوې ده، لکه د ژوندي چرګ تعرفه له ۲۰ تر ۴۰ سلنې، د ټماټرو کیچپ له ۱۰ تر ۳۰ سلنې، د سابون له ۱۲ تر ۱۶ سلنې، د اورلګیت له ۵ تر ۱۰ سلنې، د ازغن تار له ۸ تر ۱۶ سلنې زیاته شوې ده.
د دې لېست له مخي، د مېخ تعرفه له ۸ تر ۱۲ سلنې، او ترېشل ماشین له ۱۶ تر ۲۰ سلنې ډېره شوې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه د قوس میاشتې تر پایه یې د ۲۶ زره ۳۲۶ مېرمنو په ګډون نږدې یو لک لس زره کسان په دندو ګمارلي دي. دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي دي چې دغه کسان یې پر دولتي ادارو سربېره په خصوصي سکتور کې په دندو کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې دا ادعاوې کوي چې دغې ډلې بیا واکمنېدو سره ښځې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز او سیاسي فعالیت منع کړې دي.
طالبان د دولتي ادارو ښځینه مامورینو ته پر کور معاشونه ورکوي خو په اړوند دفترونو کې د کار اجازه نه ور کوي
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د دې ډلې ذ پنسټګر ملا عمر ورور دی چې د طالبانو د سختدریزه مشرانو په کتار کې راځي.
د طالبانو واک ته رسېدو سره ډیری هغه افغانان چې په بېلابیلو ادارو کې یې کار کاوه، اوس بې روزګارۍ سره لاس او ګریوان دي.
د دوی شکایت دا دی چې طالبان په دولتي او خصوصي ادارو کې د خپلې ډلې کسان ګماري.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا هم وايي چې پر ۱۴۰۲ کال یې ۱۴۷۹ تنو بهرنیو وګړو ته هم د کار جوازونه ورکړي دي.