• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو پر کار له بندیز سره طالبان وايي روان کال یې له ۲۶ زرو ډېرې مېرمنې پر دندو ګمارلې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه د قوس میاشتې تر پایه یې د ۲۶ زره ۳۲۶ مېرمنو په ګډون نږدې یو لک لس زره کسان په دندو ګمارلي دي. دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي دي چې دغه کسان یې پر دولتي ادارو سربېره په خصوصي سکتور کې په دندو کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې دا ادعاوې کوي چې دغې ډلې بیا واکمنېدو سره ښځې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز او سیاسي فعالیت منع کړې دي.

طالبان د دولتي ادارو ښځینه مامورینو ته پر کور معاشونه ورکوي خو په اړوند دفترونو کې د کار اجازه نه ور کوي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د دې ډلې ذ پنسټګر ملا عمر ورور دی چې د طالبانو د سختدریزه مشرانو په کتار کې راځي.

د طالبانو واک ته رسېدو سره ډیری هغه افغانان چې په بېلابیلو ادارو کې یې کار کاوه، اوس بې روزګارۍ سره لاس او ګریوان دي.

د دوی شکایت دا دی چې طالبان په دولتي او خصوصي ادارو کې د خپلې ډلې کسان ګماري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا هم وايي چې پر ۱۴۰۲ کال یې ۱۴۷۹ تنو بهرنیو وګړو ته هم د کار جوازونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بلوچستان کې تر نورو صوبو د لوستو ښځو شمېر کم دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان تعلیم وزارت وايي، د دغه هېواد په بلوچستان کې تر نورو صوبو د ښځو د لیک لوست کچه ډېره کمه ده. د دې وزارت د احصایې له مخې، د بلوچستان ۳۶.۵ سلنه ښځې لوستې دي. د دې صوبې د نارینه وو د لوست کچه هم تر نورو صوبو کمه او ۶۹.۵ سلنه ښودل شوې ده.

د تعلیم وزارت چارواکو نن په مشرانو جرګه یا سینټ کې وویل، چې پاکستان کې ۷۳.۴ سلنه نارینه او ۵۱.۹ سلنه ښځې لوستې دي.

د دې شمېرو له مخې، پښتونخوا کې ۳۷.۴ سلنه مېرمنې او ۷۲.۸ سلنه سړي لوستي دي.

همدارنګه سیند کې ۴۹.۷ فیصده ښځې او ۷۲.۹ سلنه سړي لوستي دي.

پنجاب د ۵۸.۴ سلنه لوستو ښځو او ۷۴.۲ سلنه سړیو لرلو سره تر نورو صوبو د تعلیم کچه زیاته ده.

د تېر کال د اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې په میلیونونه ماشومان د ښوونځیو د نشتوالي له امله له زدکړو بې برخې دي.

د پاکستان ولسمشر نږدې دوه اونۍ مخکې په یوه غونډه کې د دې ماشومانو د زدکړو لپاره غوښتنه وکړه چې جوماتونه دې د ښوونځیو په ډول وکارول شي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د «بې حجابۍ» په تور د یوشمېر نجونو او ښځو نیونه منلې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۱ GMT+۰

د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق رسنیو ته ویلي، چې دغه نجونې او ښځې د دوی « ښځینه پولیسو» نیولې وې. خو نوموړی دا نه مني، چې ګواکې دغه نجونې او ښځې دې ناڅرګند ځای ته بیول شوې وي.

هغه ویلي، دغه نجونې او ښځې امنیتي حوزو ته وړل شوې وې او وروسته بیا په ضمانت خوشې شوې دي.


تر دې وړاندې هم له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د امر باالمعروف د محتسبینو له‌خوا د نجونو او مېرمنو د ځورولو راپورونه خپاره شوي وو، چې هماغه مهال یې هم توند غبرګونونه له ځانه سره لرل.


ګڼ خلک وايي، طالبان په لوی لاس د خلکو پر شخصي حریم تېری کوي چې دا د ټولوړ بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده؛ خو طالبان بیا وايي هغه څه چې دوی کوي د اسلامي شریعت له مخې یې کوي.

یوناما: طالبان دې په خپل سر د نجونو د زدکړو ملاتړي نه نیسي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دغه هېواد کې د هغو مدافعانو پر نیولو اندېښنه ښودلې چې د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي. دغه دفتر د چارشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې په خپلسري ډول د دوى له نيولو لاس واخلي.

یوناما ټینګار کوي، چې باید د کورنیو، وکیلانو، پاملرنې او قانوني حقونو ته درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د احمد فهیم عظیمي، د پوهنې فعال صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو فعالې منیژه صدیقي پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د دغو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالبانو د نجونو د زدکړو ملاتړي احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران په دې تور نیولي چې د روباټیک ټیم له نجونو سره یې د تلې په ۲۵مه مرسته کړې چې له هېواده ووځي.

دغې ډلې د تلې په ۱۷مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې وه.

تر اوسه د دغو فعالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ نېټه واک ته ورسېدل، دغې ډلې په مدني ازادیو او په ځانګړې توګه د ښځو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د رهبر لخوا پر ښځو د محدودیت لګولو فرمانونو د ښځو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او په تېرو دوو کلونو کې دغو فعالانو د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره اعتراضي حرکتونه جوړ کړي دي.

د سړکونو په سر لاریونونو او همدارنګه په تړلو سیمو کې د انفرادي او ډله ایزو مظاهرو وروسته، طالب وسله والویو شمېر لاریون کوونکي ونیول.

په هلمند کې یوې مېرمنې له خپل مېړه څخه تناسلي اله پرې کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۴ GMT+۰

ځایي سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په هلمند کې یوې ښځې د خپل مېړه تناسلي اله پرې کړې ده.

ځایي سرچینې وایي، چې ښځې لومړی خپل مېړه ته د بې هوښۍ درمل ورکړي او بیایې په چاړه تناسلې اله ترې پرې کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې علت نه دې په ګوته شوی.

هغه غږیز کلیپ چې پکې د طالبانو دوه غړي غږیږي افغانستان انټرنشنل - پښتو تر لاسه کړی دی.

په دغه غږیز کلیپ کې یو طالب وايي، چې د پېښې سیمې ته له خپلو ملګرو سره ورغلی او یاده مېرمن یې نیولې ده.

تر اوسه په رسمي ډول طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبان له څادرۍ پرته مېرمنو ته د روغتیايي بستونو په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د ازموینو ملې ادارې په روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو ازموینې لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل کړې؛ خو دې ادارې ټینګار کړی؛ هغه ښځې چې د طالبانو له خوا د ټاکل شوی حجاب مراعات نه کړي، په دې ازموینه کې د ګډون حق نه لري.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه د ښځینه داوطلبانو لپاره د طالبانو له خوا تصویب شوي حجاب په توګه د ابي څادرۍ عکس خپور کړی.

د طالبانو د ملي ازموینو ادارې ویلي، چې د روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې او بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شوی او تر چهارشنبې پورې به دوام وکړي.

د دې رياست د خبرپاڼې پر بنسټ؛ په دې ازموينه کې د ګډون لپاره به شاوخوا پنځه زره کسان نوم ليکنه وکړي.

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د جنسیت له مخې د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره دوه جلا ځایونه په پام کې نیولي دي.

کابل پوهنتون د سړو لپاره او د غضنفر ښوونیز انستیتوت د ښځینه نوماندانو لپاره.

په تېرو دوو کلونو کې له پراخو غبرګونونو سره - سره طالبان له کوره بهر د ښځو حجاب څاري او هغه مېرمنې چې د دوی د خوښې حجاب نه مراعاتوي ورته خبرداری ورکوي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او امر یې کړی، چې ښځې دې رستورانټونو، پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او عامه حمامونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او له شرعي محرم پرته دې له کوره نه وځي.